کور / تازه خبرونه / كندهار: د انتخاباتو پروسه پاى ته رسېدونكې ده

كندهار: د انتخاباتو پروسه پاى ته رسېدونكې ده


په كندهار كي د انتخاباتو د نوم ليكني پروسه چي د دلوي د مياشتي پر لومړۍ نېټه پيل سوې وه، د دغه كمېسون د چارواكو په وينا سبا پاى ته رسېږي.
د سهيل لويديځ زون د انتخاباتو د كميسون مشر عبدالقاهر واصفي وايي دغه پروسه سبا د پنجشنبې په ورځ پاى ته رسېدونكې ده.
نوموړي پرون په يوه خبري غونډه كي وويل چي د كندهار په ولايت كي تر اوسه ۲۵۲۱۱۳ كسانو نومونه ثبت كړي، چي ۵۹ فيصده يې نارينه او ۴۱ يې ښځينه دي.
ښاغلي واصفي وويل د نوم ليكني په پروسه كي چي يوه مياشت يې جريان درلود، هيڅ راز امنيتي ستونزه نه ده ورته پېښه سوې.
پر كندهار سربېره، په زابل، هلمند، روزګان او نيمروز ولايتونو كي چي هم د نوم ليكني پروسه پيل سوې وه، د ښاغلي واصفي په وينا ښايي په ځينو سيمو كي څو ورځي نور هم دوام وكړي.
ټاكل سوې ده چي دغه كارټونه به د ۱۳۸۸ كال د اسد پر ۲۹ –مه د افغانستان د نوي جمهور رئيس د انتخاب دپاره استعمال سي.