کور / شعر / غزل

غزل

دا د  ښار  د جادوګرو  دم  کې ګېر دی

ځکه  هر   یو  کلیوال   د سره تېر دی

 

زه د داسې یوصدف غېږ کې   پیدا یم

چې بیخي ترینه نازکه خول چاپېر دی

 

قافلې ټول کوه قاف دی  په شا   کړی

دا د هریو لاروي چې مات کوشېر دی

 

دا پــــــــــــــــــــــریوتی د دنیا د نظرونو

دا ښاغلی دی چې تل زړه ته راتېر دی

 

مصر نه دی خو شلیدلی لمن ګرځي

یو ظفردی چې په داسې خلکو شمېر دی