په منځني ختيځ كي د امريكايي پوځ عمومي قومندان جنرال ډيويډ پيټريوس وايي اېران له طالبانو سره په ځينو اړخونو كي مرسته كړې ده.
نوموړي چي د قطر په پلازمېنه دوهه كي يې يوې خبري غونډي ته وينا كوله زياته كړه، چي اېران په ځينو محدودو اړخونو كي له طالبانو سره د پيسو او وسلو مرستي كولې.
نوموړي كه څه هم له طالبانو سره د اېران د مرستي كومه بېلګه ياده نكړه، خو دا يې وويل چي له دوى سره ځيني شواهد سته.
ښاغلى پيټريوس په داسي حال كي د اېران او طالبانو سره د كومك خبره راپورته كوي، چي اېراني حكومت تېره اونۍ د امريكا له متحده ايالاتو سره مخامخ خبرو ته هركلى وكړ.
د اېران جمهور رئيس احمدي نژاد وويل كه د اوباما حكومت له اېران سره اړيكي ښې كړې، اېران چمتو دئ چي د تروريزم ضد جنګ كي له امريكا سره اوږه پر اوږه برخه واخلي.