د جرمني حكومت افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو پرېكړه كړې ده.
د المان د دفاع وزارت وايي په راتلونكو مياشتو كي به افغانستان ته ۶۰۰ اضافي سرتېري ولېږي، چي په دغه هيواد كي به د سولي او امنيت په ټينګولو كي مرسته وكړي.
المان د ناټو او امريكا له غوښتنو سره – سره په تېرو مياشتو كي افغانستان ته د نورو عسكرو له لېږلو انكار كاوه او ويل يې چي پارلمان او ولس يې دې هيواد ته د نورو عسكرو له لېږلو سره مخالف دئ.
المان وايي په افغانستان كي بايد پر جنګ سربېره د بيا رغوني چارو ته هم ډېره پاملرنه وسي.
المان په افغانستان كي ۲۳۰۰ عسكر لري چي ډېر يې په كندز ولايت كي د ناټو تر مشرۍ لاندي ځاى پر ځاى دي.