کور / تازه خبرونه / په كندهار ښار كي چاودني ملكي كسان ژوبل كړل

په كندهار ښار كي چاودني ملكي كسان ژوبل كړل


د سې شنبې په سهار د كندهار په ښار كي چاودني ولسي كسان ټپيان كړل.
د كندهار د پوليسو له خوا د پېښي لامل د سړك د غاړي ماين په ګوته سوى چي له مخكي ځاى پر ځاى سوى وو.
د لر او بر ويبپاڼي د كندهار خبريال سيمي ته ورغلى او د يوه عيني شاهد دادمحمد له خولې وايي چي چاودنه د پوليسو د يوه موټر تر تېرېدو وروسته رامنځته سوه، خو هغوى ته تاوان نه دئ رسېدلئ.
كه څه هم چارواكي په پېښه كي د دوو ولسي كسانو ټپي كېدل مني، خو عيني شاهدان وايي د لسو په شاوخوا كي كسان پكښي ټپيان سوي دي.
د مدد خان چوك د امنيتي پوستې يوه پوليس چي د نوم له ښودلو يې ډډه كوله، وايي بم پر يوه بايسكل ځاى پر ځاى سوى وو، چي ښايي د ريموټ كنټرول په ذريعه چاودل سوى وي.
د كندهار مدد خان چوك په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ كلونو كي د څو ځانمرګو بريدونو شاهد وو، خو په تېر يوه كال كي يې د امنيت وضعه په نسبي ډول ښه وه.