د خوست د نارشاه كوټ ولسوال بيت الزمان صابري هغه وخت زخمي سو چي د شنبې په ورځ يې موټر پر يوه ماين وختئ.
د دغه ماين د ايښودلو مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو اكثره وخت طالبان د دغسي پېښو مسئوليت مني.
د خوست د پوليسو يوه امنيتي چارواكي ګل داد خان د فرانس پريس آژانس ته ويلي چي ښاغلي زمان د ايتلافي ځواكونو په يوه روغتون كي د ماين چاودني له كبله ساه وركړه.
د نوموړي په وينا ماين د ريموټ په ذريعه چاودلى، چي پر زمان صابري سربېره يې د هغه ډاريور او ساتونكي هم ټپيان كړي دي.