کور / هراړخیز / وايرس، دوه نيم لکه ډالره جايزه

وايرس، دوه نيم لکه ډالره جايزه

مائيکروسافت په کمپوټرونو کي د يو ډول وايرس خورونکي کس د پيژندلو پر سر دوه نيم لګه ډالره جايزه وټاکله . 

د کونفيکر ډاون ايډپ په نوم دا وايرس د تير اکتوبر را هيسي په کمپوټرونو کي په خوريدو دى او د يوې اندازې پربڼسټ نژدې يو ميليون کمپوټرونه ددې وايرس څخه متاثيره سوه .

مائيکروسافت په دې اند دئ چي د کونفيکر وايرس په زريعه ناوړه کارونه تر سره کيږي .

د مائيکرو سافت يوه کارکونکي جارج استيتهيکپلوس وويل کوم کسان چي دا وئرس خوروي د هغوى پيدا کول ډير اړين دي .

هغه وويل : (( موږ خپل ګډون کوونکو ته دا پيغام وړاندي کوو چي ددې کسانو د موندلو لپاره هره ممکنه وصيله په کار واچوي ))

کونفيکر وائرس تر اوسه پوري يو کروړ او شل لکه کمپوټرونه ځپلي دي هغه کمپيوترونه چي سکيورټي اپډيټ نلري د دې وايرس څخه متاثره کيږي .

کونفيکر وائرس هغه کمپوټرونه ځپي چي انټر نيټ ته وصل وي او دا وائرس د يوايس بي په زريعه هم خوريږي .

خطرناکه خبره خو دا ده چي دا ويرس خپل مثل موندلاى سي او د کارونکي يوزر اى ډي او پاسورډ لوستلاى سي . د سکيورتي مامورينو ويناده چي  کاروونکي دي خوندي پاس ورډ و کاروي .

تبصره نسته

  1. ډېر په زړه پوري ژباړه ده، او پاته شوه د وایروس خبره ما اورېدلي دي، چي دغه وايروس جوړول او خپرول څه محضي خبره نده، بلکي د لويو – لويو انجينرانو له لوري په خاصو فارمولونو او کوډونو سره جوړيږي چي بڼه يې د اېکسل فارمولاوو ته ورته ده او ډېر وخت په ((if ($name=… ,die();
    ))
    سره شروع کيږي او ډېر وخت دا کار دغه د کمپيوټر لوی – لوی شرکتونه د يو او بل په وړاندي تر سره کوي، خدای دي يوه داسي ورځ هم راولي چي افغاني ساينس پوهان او انجينران هم د کمپيوټر او ساينس و دې ناپايه درياب ته ور ګډ شي او د ټوپک پر ځای نور پر دښمن يو کمپيوټري وايروس و ازمويي چي د مرګژوبلي کچه پرې را کمه شي !