کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په هیواد کښي د اټومي پاتي شونو خبرتیا (لکچرنوټ : ۵ مه برخه)

په هیواد کښي د اټومي پاتي شونو خبرتیا (لکچرنوټ : ۵ مه برخه)

لیکوال :  پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی  ځدراڼ
ځای  : دجرمني هیواد، نېټه  :   دفېبروري میاشت   ۶ /۲/٢٠٠۹زکال  
  


دیورانیوم بډای کولوپه کړنلاره کې اټومي پاتې شونې :


سریزه :


دلکچرنوټ په تیروڅلوروبرخوکې لوستونکوته په هیوادکې د اټومي پاتې شونوپه هکله لنډبنسټیزمالومات وړاندې شو. په پینځمه برخه کې دهغو اټومي پاتې شونوپه اړوند رڼااچوو کوم چې د یورانیوم دبډای کولو په کړنلاره کې منځ ته راځي . نن ورځ په ډاګه شوې ده چې  اټومي پاتې شونې  چاپېریال  اوهمدارنګه بشرته  دروغتیاپه تړاودزیان لوړه  سرچینه ګرځیدلې ده .



  • خوارشوی يورانيوم  (Depleted Uranium) :

دهستوي بټۍ دکارکولوپه موخه  ددې اړتیا شته چې په طبیعي یورانیوم  کې دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پينځه دیرش  (U-235)برخه لږتر لږ ه د صفر عشاریه اوه  په سل   ( 0,7%)    نه  تر  دری په سل     (3%) پورې  بډای شي .  په نوموړې کړنلاره کې  په لوړه کچه بیکاره هستوي توکي (Nuclear waste) خوشي پاتې کیږي .


 

























خوارشوی يورانیوم

Depleted uranium

بډای شوی يورانیوم

Enriched uranium

طبيعي  يورانیوم

Natural  uranium

ديورانیوم ايزو ټوپونه

Isotope

99 ,745 % 97 , 01  % 99 , 2739 % U – 238
0 ,250 % 2 , 96 % 0 , 72 % U – 235
0 ,005 % 0 , 03 % 0 , 0057 % U – 234

۱-جدول 
 


١- جدول : په طبیعي یورانیوم کې دیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش سلیزه برخه لږڅه درې په سلوکې بډای شوې ده . په بډای شوي یورانیوم  ، خوارشوي یورانیوم اوطبیعي یورانیوم کې د یورانیوم درې ډوله ایزوټوپونوسلیزه برخه ښوول شوېده .  دساري په توګه په خوارشوي یورانیوم کې دیورانیوم دوه سوه اته دیرش سلیزه برخه نهه نوي عشاریه پنځه اویا ، دیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش سلیزه برخه صفرعشاریه پینځه  ویشت  اود یورانیوم دوه سوه څلور دیرش سلیزه برخه پینځه په زرمه برخه تشکیلوي .  
 


تعریف : دنړیوالې اټومي انرژۍ دڅرګندونې  سره سم خوار شوی يورانيم (غریب شوی یورانیوم) دطبیعي يورانیوم هغه فضله موادو ته ویل کیږی ، چې دهستوي بټۍ دسونگ موادو(Nuclear fuel) دبډای کولوپه توليد کې منځته راځي اودراديو اکتيويتي کچه يې دطبيعي يورانيوم په پرتله  لږ څه نيمايې ته راټيټه شوې وي .



  • په دغه کړنلاره کې يورانیوم دوه سوه اته دېرش ايزوټوپ U238       لږ څه پينځه اتيا په سل (85%) کې او يورانیوم دوه سوه پينځه دېرش U235))  صفر عشاريه دوه څخه تر صفر عشاره پينځه په سل کې               (0,,2 – 0,5 %)  ورڅه بيليږي او داټومي پاتې شونې په ډول بېکاره اچول کيږي .   

څرنگه چې خوارشوی يورانیوم راديواکتیوخاصیت لري، نو له دې کبله   په صنعت او د ژوندانه په  نوروټولنيزو برخو کې ورڅخه گټه نه اخېستل  کيږي .  خو نن ورځ دنوموړي يورانیوم څخه پوځي برخه  کې لکه، په رادیولوژيکي وسلو،   ټانکونو، الوتکواو سرګولیوپه جوړلوکې په پرا خه توگه کار اخېستل  کیږي .         


                                                


بډای شوی يورانيوم  (Enriched Uranium) :


کله چې په طبیعي  يورانيوم کې، د چاوديدونکي  يورانيوم U-235 اصلي کچه، دهستوي بټيودسونگ موادو لپاره، د صفر عشاريه اووڅخه  (0,7%)  تر څه ناڅه   څلور په سل کې لوړه شي ( 4%)   نو بډای شوی  يورانيوم لاس ته راځي . په داسې حال کې چې په هستوي وسلوکې لکه اتوم بم ، د يورانيوم دوه سوه پينځه ديرش برخه،  د  يورانيوم دوه سوه اته ديرش په پرتله، لږ تر لږه دشلو نه ترنوي په سل کې (90%)  بډای شوی وي .  
 


Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet. 
 


۱- شکل


په ۱- شکل کې دطبيعي يورانیوم د بډای کولوپه کړنلاره کې داټومي پاتې شوونوکچه ښوول شو ېده .   
 


دلومړي شکل څخه مالومیږی چې که د بډای کولو په موخه دوولس ټـنه يورانیوم هېکسا فلورايد (12 tUF6) په کارواچول شي، نو په پایله کې د هستوي بټۍ لپاره څه ناڅه    يونيم ټن (3,6%) بډای شوي يورانیوم دوه سوه پينځه دېرش U-235 اوپاتې لس نیم ټنه خوارشوی يورانیوم(0,3%) دوه سوه پينځه دېرش (Depleted Uranium =dU) دفضله موادو په ډول لاس ته راځي . په خوارشوي يورانیوم کې د يورانیوم دوه سوه پينځه دېرشU-235 برخه، د طبیعي يورانیوم  په پرتله، نیمايي ته را ټيټه شوې وي .  د هستوي بټۍ لپاره د بډای شوي او دخوارشوي يورانیوم پرتله کولو کړنلاره يو پر اوه (0,14) تشکيلوي   . 
 



  • دچاودیدونکي  یورانیوم  دوه سوه پنځه دیرش (U-235)   نیمايي وخت   :     اوه سوه مليونه کاله
  • ديورانیوم دوه سوه اته دیرش ایزوټوپ  (U-238) فزیکي نیمايي وخت :     ځلورزره پینځه سوه ملیونه کاله
  • دیورانیوم دوه سوه ځلوردیرش  ایزوټوپ (U-234) فزیکي نیمايي وخت :  پینځه ويشت زره کاله

 


دپام وړ : ترانس یورانیوم(Transurane)    : هغوعنصرونوته ویل کیږي چې دیورانيوم  څخه درانده وي  اویاپه بله ژبه دیورانیوم نه پورته خواپراته وي . ترانس په مانا داړول اويا بدلول .  دبیلګې په توګه کله چې يورانیوم یونیوترون     nجزب کړي  نودکتلې  نمبر يې ددوه سوه اته دیرش نه په یوه واحد پورته ځي  اوپه پایله کې  یونوی  عنصر منځ ته راځي چې  دنېپتونیوم Np-239 په نامه سره ياديږي . کیمیاوي معادله يې په لاندې ډول ده .  



 


دخوارشوي يورانیوم کيمياوي خواص :


که چېر ته دخوارشوي يورانیوم فلز په دومره کوچنيو ټوټووويشو، چې د پودراويا اوړو بڼه ځانته غوره کړي، نود تودوخی په نورمال درجه کې هم داوبو، هوا اواکسیجن سره يو کيمیاوي مرکب (گډ) جوړوی او په خپل سر اوراخلي . کله چې د کاربون داې اکسايد او نايتروجن سره يو ځای شي، نو سمدلاسه يوه غټه او زوروره کیمياوي چاو دنه منځته راولي . ديادشوو خواصو له کبله، دخوارشوي  يورانیوم فلزڅخه په پوځي برخه کې په سرگوليواو د چاودیدونکو موادو، په موخه هم کاراخېستل کيږي .


څرنگه چې خوارشوی يورانیوم، لکه طبيعي يورانیوم، راديواکتيو خاصیت لري، نو دوخت په تېريدوسره تجزیه کيږي اوپه لومړني وخت کې يوازې د الفا او بېتا وړانگې ورڅخه خپريږي . دتجزيې په کړنلاره کې په نوروعنصرونولکه توريم (Th-234) ، پروتاکتینیم (Pa-234) ، او يورانیوم دوه سوه څلور دېرش (U-234) باندې اوړي . د يورانیوم دوه سوه اته دیرش دتجز يې معادله (انډوليزه) په لاندې ډول سره   ليکلای  شو:



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.


په پورتنۍ معادله کې لاندنۍ تجزيه تر سره کيږي :


په لومړۍ تجزيه کې يورانیوم دوه سوه اته دېرش، چې دعمر نيمايي  وخت يې څلورنيم مليارده کاله دی ، په توريم بیخي یوه نوي عنصر (Th-234) اوړي . په دې ترځ کې، دالفا یوه وړانگه  α  خپروي، چې حرکي انرژي يې لږ څه څلور ميگا الکترون   ولټه  ده .


په دويمه تجزيه کې توريم دوه سوه څلوردېرش، چې دعمر نيمايي وخت يې څلير ويښت ورځې دی، د بېتا يوه وړانگه β او يا په بل عبارت الکترونه خپروي . دنوموړې وړانگې حرکي انرژي  څه ناڅه   صفرعشاريه درې مېگا الکترون  ولټه قيمت لري . د تجزيې په درېيم پړاو کې  په همدې ډول سره پروتاکتینیم او يورانیوم دوه سوه څلور دېرش منځته راځي او په خپل وار سره د بېتا او الفا وړانگې ور څخه خپريږي .


دخوارشوي يورانیوم دتجزيې کړنلاره :


په ۲- شکل کې د خوارشوي یورانيوم دتجزيې کړنلاره د وخت په تابع سره ښوول شو ېده  چې د يورانیوم وسلوپه جوړولو کې ورڅخه کار  اخېستل کيږي .


 



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.


(۲- شکل)


۲- شکل : په عمودي محورکې ديوه گرام خوارشوي يورانیوم اکتيويتي (Depleted uranium)په  واحدد کيلو بېکارېلKBq  او په افقي محورکی،  د کالونو شمېر ښوول شوی دی . دلږ څه يوکال نه وروسته يورانیوم په توريم (Th-234) او  پروتاکتینیم (Pa-234) تجزيه کيږي اودالفا α وړانگو په څنگ کې د بیتا β او گاما γ وړانگې هم خپروي . د يومليون کالونو دتېريدلو څخه وروسته، دتجزيه شووعنصرونو اکتيويتي يوسلو اتیا زره بيکاريل         180 000 Bq  ته پورته ځي . دا په دی مانا، چې په يوه ثانيه کې يوسلو پينځوس ذره الفا α ، بيتا β او گاما γ وړانگې خپريږي .


دپام وړ:  نن ورځ په نړی  کې  ډیرهیوادونه شته دي چې   دخوارشوي یورانیوم څخه وسلې جوړوي   اودجګړی په ډګرکې ورڅخه ناوړه کاراخلي .   
 


(دپینځمې  برخې پای )


په درنښت


پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی   ځدراڼ  
 


اخذلیک :



  1. http://www.ne.jp/asahi/mh/u/INSCAP/Radwaste.html
  2. nuclear.org/info/inf60.html
  3. http://www.radioactivewaste.gov.au/Radiation_radioactive_waste
  4. http://www.iaea.org/
  5. http://www.bbc.co.uk
  6. http://en.wikipedia.org/wiki/Radioactive_waste