کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان كركټ ملي لوبډله بايد دسرو زرو په تول وتلل شي

افغان كركټ ملي لوبډله بايد دسرو زرو په تول وتلل شي

كوچنى ماشوم وم او په پاكستان كې مې دهجرت شپې اوورځي تېرولې او هره ورځ به ښوونځۍ ته تلم اوراتلم نه پوهېږم چې ولې او دكومې خوادكركټ دلوبې مينه زما په زړه كې پيداشوې وه ، موږ خودخپل ګران هيواد څخه هلته بېله جنګ جګړې څخه بل هيڅ خبر نه درلودنه مو لوبه اولوبډله درلوده اونه مو هم دهغوى په هكله څه خبر.
څرنګه چې موږ دمهاجروپه يوكمپ كې ژوند كاوه اوهلته هم موږ دبرېښنا دلوى نعمت څخه بې برخي وو او ټلويزيون هم هلته شتون نه درلود.


مابه همېشه دپاكستان دكركټ دلوبډلې لوبه دراډيو دلاري څارله او دپاكستاني لوبغاړو نومونه مې ښه زده كړي ول دومره مې په ياددي چې ورځي ورځي به زه دراډيو مخي ته ناست وم اوددوى لوبه  به مې دراډيوپه څپو  اورېدله .
هغه وخت دپاكستان دلوبډلې ډېر سخت پلوى وم او ددوى بريا مې دځان بريا بلله ځكه چې له يوې خوامو په خپلې افغاني لوبډلي سترګي نوې رڼې شوي اوله بله پلوه پاكستان هم په هغه وخت كې زموږ لپاره خپل ټاټوبى مالومېدى.
څه موده مخكې مې دبي بي سي راډيو دلاري دافغان كركټ ملي لوبډلي جوړښټ  او دهغوى ځيني برياوي ترغوږو شوې  اوډير خوشاله شوم  وخت  په وخت مې ددوى لوبې دبي بي سي راډيو او افغاني ويبپاڼو دلاري څخه څارلي دي .
اوس چې دافغان كركټ ملي لوبډلي په پرله پسې ډول  برياوي اواتلولۍ ګټلي دي  نور نو دپاكستان كركټ ملي لوبډله راته پردۍ ښكاري او غواړم چې خپله افغاني لوبډله په راتلونكې كې دهغو ى په مقابل كې ووينم.
دكركټ دلوبو دڅارني په وخت كې مې دوه سخت زړه بوږنونكي  خبرونه واورېدل يو داچې دكركټ ملي لوبغاړو ددې پرځاى  چې دلوبو په وخت كې  زوروره ډوډۍ ولري په خپلو پيسو چپس خواړو او دويم داچې ددې اخيري اتلولۍ دتګ لپاره داتصالاتو شركت ددوى دتيارې دټكټونو لګښت پرغاړه اخيستى وو ولي دبده مرغه دهغوى دلوبو رسمي جامې  دپيسو دنه لرلو په وجه هملته په هوائي شركت كې پاته شوې .
زه ديوافغان په صفت اول دهغو ټولو شخصي شركتونو او دولتي چارواكو څخه چې دكركټ ملي لوبډلې سره مرسته كړېده دزړه له كومي مننه كوم اوبيا پرټولو افغانانو په ځانګړي ډول پردولتي چارواكو ږغ كوم چې دغه مرستي ددوى دبرياوو اواتلوليو په مقابل كې بسنه (كفايت) نكوي
 (افغان كركټ ملي لوبډله بايد دسروزرو په تله وتلل شي) اوددوى سره دي نوري دپام وړ مرستي وكړي ترڅو دراتلونكو اتلوليو لپاره په يوښه پياوړي هوډ سره ميدان ته ورودانګي  اودافغانستان نوم په ټوله نړۍ كې لوړ كړي.
په پاى كې دټولو افغاني ويبپاڼو څخه په تېره بيا دلراوبر څخه په ډېر درنښت  دزړه له كومي  مننه كوم چې دافغان لوبډلي دكركټ اتلوليو ته ئې دپاڼې په سركې ځاى وركړى دئ.


دپياوړي افغانستان په هيله !!!