هر کاروبار او مشغولتېا ځانته ټاکلې او مشخصه ستراتېژې لرې چې د هغې په رڼا کې پلان سوې هدفونو ته د رسېدلو لارې چارې لټولې کېږې او مشخص فعالېتونه د سنجول سوو شاخصونو په نظر کې نېولو سره سرته رسېږې او د فعالېتونو د ارزونې په منظور دهمدغو شاخصونو د اجراتو څرنګوالې په ګوته کېږې .
دلته د کارې ستراتېژې څخه منظور هغه کاروبارې ستراتېژې ده چې په کاروبار کې د غذاېې موادو د زنځېر د ارزښت لوړول او د غرېبانو سره د مرستې زېاتوالې دې.
داچې په اوسنېو شراېطو کې افغانستان ېو وروسته پاته هېواد دې او و ګړې ېې د هر ډول اقتصادې او ټولنېزو کړاوونو سره لاس او ګرېوان دې . نو ددې بدبختېو څخه د خلاصون ېوه هڅه داده چې ېوه داسې ستراتېژې تر لاس لاندې ونېوله سې چې خلګ دداسې کاروبارونو د پېلولو خواته وهڅول سې چې په هغو کې د خوراکې موادو د زنځېر ارزښت زېات کړې او د غرېبو خلګو لوږه ورکه کړې او د کاروبار زمېنه ورته برابره کړې .دغه ستراتېژې د هرم ډوله مارکېټ اېجادول دې .
دغه ستراتېژې دهرم ډوله مارکېټ په چوکاټ کې نغښتې ده او دوه عمده حېاتې هدفونه سرته رسوې:
1. د خصوصې سکتور( د غېر دولتې سکتور) تقوېه کول:
2. د غرېبانو سره د مرستې کولو د هڅو زېاتوالې
ودې هدف ته د رسېدو په خاطر په کار داده چې د کاروباراو مشغولتېا د پر مختګ په هکله باېد هغه لارې چارې په ګوته کړاې سې چې خلګ وکولاې سې د هغو په واسطه دغه ورځنې اقتصادې او ټولنېز ې نېمګړتېاوې لېرې کړې . هغه مبتکرانه لارې چارې چې ددغې ستراتېژې هدفونو ته لاس رسې د امکان وړ ګرځوې هغه عبارت دې له :
• د هرم ډوله مارکېټ په چوکاټ کې د مولدېنو دامکاناتو زېاتول –هغه پانګه وال چې په تولېدې چارو بوخت دې ددوې امکانات باېد وهڅول سې او مالې مرستې ورسره وسې ، تر څو د دوې تولېدې ظرفېتونه لوړ سې .
• په کرهڼه کې و تولېدې موادو ته وده ورکول او زېاتول .-د کرهڼې سکتور هغه وخت ښه وده کوې چې بزګرانو ته تولېدې مواد برابر او مناسبې قرضې ورکړه سې ېعنې د بزګرانو د پاره د کال په اوږدو کې د مناسبو کرېدتونو برابرول حتمې کار دې
• و تولېدې موادو ته د بزګرانو د لاس رسې زېاتوال- بزګران باېد ددې توان ولرې چې د کښت په وخت کې په خپل محل کې د ضرورت وړ تولېدې مواد تر لاسه کړې . دا کار باېد هغه ارګانونه پر غاړه ولرې چې ددې هدف د پر مخ بېولو د پاره مالې سرچېنې ولرې او د پور ورکولو چارې پر مخ بېاېې . د پور ورکولو شبکه باېد د ولسوالې تر سطحې پورې وغزوله سې
• د بزګرانو د ظرفېتونو لوړول او هغه تقوېه کول – بزګران باېد دومره توان ولرې چې د کښت په وخت کې د تولېدې مواد لاس ته راوړې . دا کار هغه وخت امکان لرې چې د بزګرانو د محصولاتو د پاره مناسب مارکېټ پېدا سې او محصولات ېې په پاخه شکل( پروسس سوې شکل) و مارکېټ ته په ښه بېه عرضه کړاې سې . مارکېټ باېد داسې وده وکړې چې د تولېد کونکو او مصرف کونکو اړتېاوې په زېاتېدونکې توګه پوره کړې.
• د تولېدې موادو د تهېه کولو دزنځېر زېاتول – د تولېدې موادو زنځېر باېد دومره اوږد وې چې د کلېو تر سطحې پورې ورسېږې
• د کرهڼې د تولېداتو د پروسس تقوېه کول او زېاتول – دکرهنې تولېدات باېد لمړې پروسس او بېا مارکېټ ته عرضه سې
• و مالې منابعو ته د بزګرانو د لاس رسې زېاتول – د مملکت په دننه کې باېد مالې منابع دومره زېات سې چې بزګران وکولاې سې د ولسوالې په سطح د پور اخېستلو مدارک ولرې . دا کار باېد مېلې پانګه وال او نړېوال مرستندوېه سرته ورسوې.
• د مصرف کونکو د کاروبار د حل لارې چارې – هغه کارونه باېد اېجاد کړاې سې چې کاروبارېان وکولاې سې په ډېره اسانه توګه غذاېې مواد و مصرف کونکو ته رسوې
• د غرېبو خلګو د غذاېې موادو دغذاېې ارزښت مطرح کول – د کال په اوږدو کې غذاېې مواد د نوعېت او کېفېت په لحاظ باېد د مصرف کونکو اړتېاوې پوره کړې . خلګ دداسې حالت سره مخامخ نسې چې پېسې په لاس اما خوراکې مواد وجود ونلرې .
• د غذاېې موادو د توزېع شبکې ته وسعت ورکول – څومره چې امکان ولرې باېد د خوراکې موادو د توزېع شبکه وسعت ومومې . دا کار د ېوې خوا وخلګو ته مشغولتېا پېدا کوې او د بلې خوا و خلګو ته د خوراکې موادو د لاسته راوړلو اسانتېاوې برابروې
• په کاروبار کې د متشبثېنو تفوېه کول – هر څوک چې د هر کاروبار سره علاقه ولرې باېد هغه تشوېق کړاې سې او هغه ته د کار شراېط برابر کړاې سې ، ترڅو خپل د علاقې وړ کار په پوره ذوق او شوق سره پر مخ بوزې .
• د ژوند د ښه کېدو د لارو چارو لټول – هغه لارې چارې باېد ولټولې سې چې په هغو سره د خلګو د ژوند ښه کېږې او هغو ته وسعت ورکړاې سې او تقوېه سې
• د غذاېې موادوزنځېر ته نوې بڼه ورکول – تل باېد هڅه وسې د غذاېې موادو د رسولو نوې او ښې لارې ولټولې سې ، تر څو خلګو ته د هرې ورځې په تېرېدو سره نوې اسانتېاوې په لاس ورسې
• د مارکېټ د معلوماتو د راټولولو د پوهې زېاتوالې – داسې شبکه اېجاد سې چې د مارکېټ په هکله تازه او نوې معلومات د تولېد کونکو او مصرف کونکو په اختېار کې ورکړې.
• د مشترېانو تر مېنځ د اړېکو زېاتوالې – هغه اړېکې چې د تولېد کونکو او مصرف کونکو تر مېنځ باېد موجود وې ، د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښه کېدو پر مخ روانې وې
• د زړو مناسباتو پر ځاې د نوو مناسباتو اېجادول – هغه مناسبات چې د تولېد کونکو او مصرف کونکو ترمېنځ موجود وې ، هغه باېد د هرې ورځې په تېرېدو سره ښه او ښه تره سې
هغه دولتې ارګانونه او نړېوالې مرستندوېه ادارې چې د ېوې ېا بلې لارې د افغانستان په ابادولو کې مسؤلېتونه لرې او پانګه اچونې کوې او خصوصې سکتورته وده ورکوې ، زما وړاندېز دادې چې په پورتنېو سکتورونو کې ټوله داخلې او نړېوال پانګه وال و هڅول سې چې د هرم ډوله مارکېټ په اېجادولو ، وسعت ورکولو او تقوېه کولو کې پوره مرسته وکړې ، تر څو دا زمېنه برابره سې چې د دې هېواد و غرېبو خلګو ته د باارزښته غذاېې موادو زنځېر په لاس راوړه سې او ژوند ته ېې نوې بڼه ورکړه سې .