کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کرايې کانديدان او راتلونکی افغانستان

د کرايې کانديدان او راتلونکی افغانستان

 اول کرايي کانديدان څوک دي ؟ اوپيسي له کومه کوي ؟ دهغوي نه دخدمت طمه کيدائ سي ؟
ددري لسيزوراهيسي دافغانانودژوندپه ډيروبرخوکي ډيربدلونه راغلي دي خوداچي دابدلونه ځه دي ؟ داډيراوږدبحث دي خوځوډيرخطرناکه شرموونکي اوخيانت شندونکي عادتونه چي منځ ته راغلي دي په حقيقت کي زموږدټولني سرنويشت په هکله منفي اثرات غورځولي دي دفغانانوغرور، تاريخ ته يي  سخت زيان رسولي دي  اودافغانستان دايندي اوراتلونکي نسل دپاره يي لوي ناورين اوخطري راولاړ ي کړيدي چي ځيړل يي کلونه وخت غواړي خوځني هغه ځيزونه چي موږ اوس دستي ورسره روزمره لاس وګريوان يو اوهرورځ يي وينو.په هرمجلس کي يي اورو بيخي يي افغانيت خوپريږده مسلماني اوانسانيت ملي احساس شرمولي دي  اودوطن دوستي لاره يي بنده کړيده دخلګوپرکلتوراودځوان نسل ذهن اواحساس يي ګمراه کړيدي هغه ځيزونه دادي .


اول : وخارجيانوته چاپلوسي اوجاسوسي  (بيګانه پرستي )- د۱۳۴۳ هجري کال دديموکراسي داعلان سره چي کله سياسي فعاليتونه شروع سوه نودخلق اوپرجم دډلوترمنځ وروسانوته دنږدي والي ډيرسخت رقابت شروع سو خصوصا د۱۳۵۷کال دثوردکودتا نه ورسته دخلق ډلي کوښښ کاوه چي ځان واقعي  اواصولي کمونستان  وښيي خوبرعکس دپرچم ډلي کوښښ کاوه چي ځانونه دروسانواصلي دوستان اودواشته کمونستان معرفي کړي دارقابت اودالړي دباڼدونوترسرحد هم راووتله دافرادومنځ ته راغله هرصاحب منصب اودولتي ماموراوګوندي غړي چي به ورځرمه روسي مشاورينوته ډيرنږدي و ډيرخلګ يي وژل دروسانوډيرفرمانبرداره به و ښه چاپلوسي به يي زده وه اونورداسي بي غيرته کارونه به يي کول چي يادول يي شرم دي  ډيريي دروس صفت کاوه هغه هم انقلابي و هم وطن دوسته و هم ښه کمونست و هم ډيرمعتبرو هم دګوند پوخ غړي و اوهم ډيرسترسړي وپه دوي کي هغه  کسان اوله درجه وه چي دکي جي بي رسمي غړي وه ددي دوري ډيره غټه ګناه وطن دوستي اوملت پالنه وه اواکثره زندانونه اودپلي ګون کندي له همدي خلګوډک وه.


کله چي په پاکستان اوايران کي دمجاهدينوتنظيمونه جوړسوه هلته بيا ټول روابط دپاکستان اوايران داستخباراتي کړيوپه لاس کي وه هرچا چي هغوي ته دقيق راپورونه ورکول هرچا چي به دهغوي پلانونه ښه عملي کول هرچاچي به ړانده راکټونه پرخپلو ښارواورول هرچاچي به زيات بندونه اولوزول اومکتبونه يي سوزول هرچا چي ډيرمړي کول هرځوک چي درسمي تظمونوغړي وه اوهرچا چي به دپردو استخباراتولخواټاکل سوورهبرانوصفت ډيرکاوه دهغوي دپاره ډيرخدمت کاوه هغه هم ښه مجاهد وه هغه هم ښه مسلمانان  وه هم ښه قوماندان وه هم ښه رهبران وه  ښه موتران هم ددوي په اختيار کي وه ښي سلاوي هم ددوي په اختيارکي وي حتي په پردوهيوادوکي يي به هم ځان سره سلاوي ګرځولي کمکونه اوراشني هم ددوي په اختبارکي وي هرځوک چي به ددوي زړه غوښتل  هرڅه يي په کولا ي سوه هم يي خلګ  بند ي کولاي سوه هم يي وژلي سوه اوهم يي له تنظمه شړلي سوه خبره تردي حده رارسيدلي وه چي هرافغان به نوي هلته مهاجرکيدي نواستخباراتوبه پرهغه څوکسانوته دنده ورکول ترځو دهغه مالومات وکړي چي دادکوم ګوند غړي  دي هرځوک چي به دپاکستان اوايران په لاس دجوړوسووتنيظمونوغړي نه وکوم چي ددوي په رسميت پيژندلي وه هغه که هرځوک و دکمونست ګومان پرکيدي اوترتعقيب به لاندي و لوکه به ډيرپوه ډيروطن دوسته اوډيرمسلمان اوډيرمجاهد خلګ وه که به درسمي تنظيمونودغړوسره به يي ډيروړوکي مشکل درلودي هم به دکمونيست په نامه ورته معرفي کيدي هلته مسلماني په رسمي تنظموپوري تړلي وه رسمي تنظمونه په استخباراتوپوري تړلي وه لويه ګناه هلته داوه چي چابه ويل چي داووتنظميمونوځه ضرورت دي اتفاق دي وکړي دوه تنظيمه دي جوړکړي  نوربه يا وژل کيده يابه ورکيده يابه امريکا اواروپاته په قاچا قي ډول تله  مطلب ښه مسلمانان اوښه مجاهدين اومعتبره کسان هغه ځوک وه چي دپاکستان اوايران استخباراتوته به نږدي وه دي استخباراتي کړيوته دوي (مقامات) ويل دچا چي به دمقاماتوتعويض درلودي نوهغه هم دد ي دينا جنتي وهم دهغي دنيا چي اوس کله سړي دکابل دتلويزون پرمخ ګوري زيات هم دهغه ښاغلو مخونه ګوري چي پرقدرت دي په دوي کي معبترين کس هغه ځوک وچي دخلګواوافغانستان کي يي دخرابي اوراپورښه دنده ترسره کولاي سوه کله چي يو کس  به اصطلاح جهادي رسمي تنظميونو دفتروته مراجعه کوله اوغوښتل به يي  دعضويت کارت واخلي په ډير ودفتروکي به يي دري کسان ضامنان غوښتل اوهغوي به تصديق کاوه چي دامسلمان دي اوکه نه ؟ اوچي دري کسان ضامنان يي  نه درلودلي دهغه مسلماني شکمنه وه اوچا کارت هم نه ورکاوه اونه يي راشن ورکوله اوکه کوم چا له دي تنظمونوکارت نه لاره دهغه مسلماني هم په شک کي وه ساده مجاهيدينوبه دمکتبونوچبراسيان وژل چي داکمونستان دي خومشران به دمرکزي کميتي دغړوسره پرارتباط اميتازات اخيسيتله ښه مي په ياد دي چي دظاهرشاه ملګري يي کافران بلل اوژل يي خوجنرال تاڼي چي کله پاکستان ته راغلي دمجاهيدينوډيرلوړپوړي چارواکي يي هرکلي ته راغلي وه اومخګي لاورته په اسلام اباد کي ماڼي ټاکل سويوه چي هلته به اوسي اومعاش ټاکل سوي وځکه دادوي خپله فيصله نه وه داهغه چا فيصله وه چي دوي  يي جوړکړي وه ديوه تنظيم رهبريوه کس ته ويل چي موږ ځوک کافرکوداسي قوت نسته چي بيا هغه مسلمان کړي خواوس داسي ډيردهغووينوچي دخپلوشخصي ګټودپاره دهغوکسانوچي دمرګ فتوايي ورکړيوه يوځاي دافغان دمومن ملت پرضد پلانونه جوړوي .


کله چي امريکايان اوناتوافغانستان ته راغله نوبيا موډبدل سوهرهغه ځوک چي په اوله درجه کي دامريکا په دوهمه درجه کي انګليس په دريمه درجه کي جرمني اوفرانسي ته نږدي خلګ وه اويا دهغوي په هيوادوکي مهاجروه اويا دهغوي داستخباراتي کړيوځيره خواره وه هغه هم ډيرښه ديموکراتان هم ډيرښه وطن دوستان هم ډيرښه کارپوهان بلل کييږي په داسي حال کي چي دافغانستان له حالته خبرهم ندي اوس چي دهروزيرصاحب يا والي صاحب نوم اخيستل کيږي ورسره حتماديوه هيوادنوم هم  اخيستل کيږي چي داپلاني هيواد جاسوس دي هغوي وزيرکړيدي هغوي والي کړيدي دي کار اوس دخلګوپام دپوهي ،  ايمانداري ، صداقت ، وطن دوستي ، حتي خداي اورسو ل نه اړولي دي اوټوله تکيه پرخارجي جاسوسي شبکواوچاپلوسي سويده اودااوس يوډول کلتورګرځيدلي دي اودي کلتوراوس ځوان نسل ته مخه کړيده اودااستخباراتي کړي هم ترنوروځوانونجونواوځوانوهلکانوته زياته توجه کوي ځکه دوي کولاي سي چي هغوي په اساسي ډول خپل جاسوسان تربيه کړي دولتي ارګانونه هم ځه نه سي ويلا ي ځکه اکثره لويان پخپله هم دد ي کړيوخلګ دي .


دوهم : خطرناکه دود په هرکار کي پسي غوښتل دي حتي که دخپل ملت اوهيواد دسرنويشت خبره ورسره کوي اويا تري پوښتنه وکړي چي چاته رايه ورکوي جواب يي دادي چي هرچا چي ډيري پيسي راکړي اوس ټوله ورځ زيات شميرخلګ په داسي کانديدانوپيسي ګررزي چي پيسي ولري اودپيسو اوازه يي خپره وي  داډيرستره ستونځه ده که پوښتنه وکړي چي څومره پيسي؟ کومي پيسي ؟ پوښتنه داده چي خلګ ولي داخبره اوغوښتنه کوي ولي ځيني بي وجدانه خلګ دومره ځان خروځونکي ايمان خرڅونکي  وطن خرځونکي اووجدان خرځونکي سويد ي چي په ډيرلږبيه ځان ايمان اوخپله راتلونکي خرځوي ؟


دي پوښتني ته که سړي دحقيقت په سترګه وګوري خلګ تريوه حده ملامت نه دي په داديريش کاله کي وليدل چي هرځوک جاسو س سويدي ځان اوايمان وطن اووملت يي خرځ کړيدي حتي په شهيدانواوجهاد يي معامله کړيده هغوي ډيرولوړومقاموته رسيدلي دي دډيروښه جايدادوخاوندان سويدي چا چي دحق لاره نيولي ده چا چي دپردودغلامي پړي نه دي په غاړه کړي چا يي پوښتنه هم نده کړي اوهيځ مقام ته هم ندي رسيدلي اوس هغه بيت عملا راژوندي سويدي چي وايي ( اي صداقت برتولعنت ازتوزحمت ديدم – اي خيانت برتورحمت ازتوراحت ديدم )  خلګ ګوري چي په باغ چوړکډدي ميړه هغه دي چي ځان يي موړکړي کله چي خلګ لوړګوري مزي چړچي رواني دي په حق اوعدالت په بيت المال اوخلګوپه عزت په تاريخ اووياړونوچوراوتلاګډه ده  داهم ورته غنميت بريښي چي ديوه کانديد نه دوه دري سوه ډالره واخلي اوس خلګ ويني چي اوس  غته سيالي دبردوپه جاسوسي په رشوت غلا کي اودبيت المال په چورولوکي روانه ده په وطن پالنه  اصلا دمنځه تلوپه حا ل کي ده  خلګ اوس په هم پوهيږي چي کوم خلګ چي صادق اووطندوسته اومومن دي هغوي که کاميابه هم سي خارجيان يي نه پريږيي همدااوس چي کوموکسانوځانونه کانديد کړيدي اکثره يي يا داستبخاراتونوکران دي اويا يي په رشوتونوجوالونه ډک کړيدي موږته دديريشوکالومزدودولتونه دنوروستونځوسره سره داسي يوه ناخواله په ميراث پريښوده چي چي دحق اوحقيت ريښي يي له دي خاوري وايستي کله چي سړي په ټولنه کي ګوري ويني چي دلته ځه راوان دي صداقت لياقت وطن دوستي اسلام پرستي ملت پالنه ټوله دي اجنبي اومزدورودولتونوله منځه وړي اوداسي ځه يي دود کړيدي چي هرځه به په رشوت کيږي ولوکه دخداي اورسول امرهم وي دپخوانوخلګوپه اصطلاح پخوابه ميړانه اوغيرت وطن دوستي اوسخا په سيالي وه هرافغان به کوښښ کاوه چي ځوک په خدمت اوميړانه دده مخکي نه سي  اوس وطن فروشي اوخيانت رشوت ، غلا  په سيالي دي سړي چي داکومه سياسي فضا ددي ديريشوکالو ګوري کوم چي جاسوسانورامنځ ته کړيده اصلا يي افغاني غيرت افغاني ننګ تاريخ اسلام له خلګونه ورک کړي دي اوس هرڅه بايد جاسوسا ن وکړ ي هرځه بايد دجاسوسانواوخاريجانولخواترسره سي هرځه بايد په رشوت اوخيانت وسي  په اکثرومجلسوکي چي سړي ناست وي دډيرلوړوچارواکوپه هکله داسي ځه اوري چي شاشجاع اوببرک ورته ښاغلي بريښي وايي چي زه دپلانکي دولت سره جوړيم جوړپه دي مانا چي جاسوس يي يم دااوس ددي پرځاي چي ځوک يي پيغوراوسپکه وبولي فخرپه کوي اوس ددي بازارګرم دي چي چي ځيني کانديدان په داسي مردارخورپسي ګرځي چي دملت اووطن غم ورسره نه وي دځوپيسوپه مقابل کي هم دي رانيسي اوهم  ځونوراوځوبي سواده په وغولوي اوددکانديد نه داپوښتنه ونه کړي چي جنابه تا داپسي دکومه کړي دي ؟ ځه خدمت دي کړي دي ؟ اينده دي ځه په نيت کي دي ؟ داخوداوس هم پرسرقدرت يي کوم کما ل دي وکړي چي دي وروسته به دي خلګ ميوي وخور ي اونه ددي پوښتنه وکړي چي ته مهرباني وکړه خپله طرحه اوپلان دي راوښيه خپله سابقه دي راوښيه تا دامصارف له


اول :-اوس ترټولوددي خبري شننه اوپيژندنه په کارده چي داکسان چي په ټولټاکنوکي پيسي ښندي دا پيسي له کومه کيږي ؟
موږافغانستان کي بلد خلګ يو داسي څوک ډيرلږدي چي هغه دي تجاران وي اوهغودي  ځانونه کانديد کړيوي  هغه هيځ کله خپلي پسي په داسي خمارواودونه وهي تجارت پخپله يو ډيرښه ارام ژوند دي تجارهروخت هم ارام اوهم ريس جمهوردي ښه ژوند اوعزت لري مطلب داچي تجارهيځ کله داکارنه کوي چي خپلي ګټلي پيسي په يوه خمارووهي په ټولټاکنوکي خلګ کرايه کړي پيسي و ښندي ځوک چي پسي په ټولټاکنوکي ښندي خلګ کرايه کوي  دادهغوخپلي پيسي نه دي دايي يا خو په تيرووختوکي په رشوتواودبيت المال په غلا دخلګودجبيوپه وهلوکي ترلاسه کړي دي يا به يي وطن خرځ کړي وي يابه کومي جاسوسي شبکي دخپلوهدفونودپاره ګمارلي وي اوراليږلي وي يابه غل وي يابه قچاق بروي نوپه دي ټولوصورتوکي به دهغه نه ځه دخدمت طمه وسي که غل وي بيت الما ل به غلا کوي که وطن خرځوونکي وي ملت به هم ورسره خرځوي که قاچا ق بروي نوملت به ترپوروزي داخارجي شبکي هم داسي ليونيان نه دي چي موتي پسي خلګوته ورکوي په هرحال دکرايي کانديدانوموخه مالومه ده غلا ـ  رشوت . دبيت الما ل چور- قاچاق – وطن خرڅونه ده
داچي داغله حمايه کوي اودوي په ډيرپاکوخګلومعرفي کوي اودوي ته رايه ورکوي دوي ځوک دي ؟


داهغه مردارخواره دي چي نه دځان نه دخپل وطن نه دخپل وجدان نه دخپلوبچيانوانيده پيژني نه  خپل قميت ورته مالوميږي نه دهيوادراتلونکي ورته اهميت لري داهغه دايمان ړانده چي درزق بله لاره ورته بنده سوي وي لکه موږکان چي سهارراووزي له يوي سوړي وزي په بله ننوزي هرچيري چي غوړبوي وي هلته بڼيږي په داسي ځه ځان کرايه کوي چي په ياددولويي سړي شرميږي خوداهم بايد ووايو چي داډيرلږخلګ خوډيرخطرناکه دي دچي نن خلګ دانتخاباتونه بيزاره دي علت همد ادوي مرداخوري ډلي دي چي يوځان اوملت کرايه کوي اوبل يي په کرايه اخلي اويا ترخپلوخلګودخارجيانووجاسوسي ته ډيراميدواره دي  .


کله چي سړي دکابل ښارته راووزي اوهرمجلس ته داخليږي اوس دهمداکرايي کانديدانوکرايي مردارخوربازارخوراګرم ويني ځوک دولسمشرکرزي  صف کوي چي صاحبه بانکونه يي په لاس کي دي واليان اوولسوالا ن يي خِپل دي  نوريي نوچي دخدمت خبره ياده سي سترګي مړي ونيسي ځوک دجلالي صاحب دپيسوخبري کوي چي دشيرپورکورونه يي خرځ کړي دي دامريکا نږدي کس دي ځوک داشرف غني صاحب دهغه سل ميلونه ډالره ګټي ته حساب کوي چي دنړيوال بانګ نه پخپل حساب کي دمالي دوزارت په وخت کي کړي وي ځوک د شيرزي صاحب دخپلوشرکتونواونورمعاملوحساب کوي  ځوک دپلانکي اوپلانکي نومونه يادوي خودرمضان بشردوست نوم ځکه کم اخيستل کيږي چي دامردارخواره خبرنه دي چي هغه ځه لري اوکه نه؟ که خبرسي ترنوروبه يي زيات صفت وسي  څوورځي وړاندي دسيد جلال په نامه يوځوک رابيداسو چي دسعودي عربستان نه راغلي  همدغه سياسي دلالانواوبوټ پاکانوپه ډلوخلګ په دي نامه ورته راوستل چي دادسعودي دولت راليږلي دي اوزياتي بيسي ورسره دي خوکله چي هغه داحال وليد ي ورک سو هغه داړماران چي نااميده سوه بيا يي ويل چي داوهابي وځيني لاپه دي لاپه انتظارناست دي دامريکا نوي ولسمشر چاته چيکان ورکوي چي پرهغه دحملي دپاره تياري ونيسي خوترټولوستړي اولرزانده هم داغله اودلالان دي اوترټولوارام اوهوسا هغه ښکلي اوښاغلي دي چي په ډيره مينه دخپلوبچو حلا رزق دپيداکولودپاره دپاره په شخصي کارواخته دي حلاله روزي ګټي که اوس دادقدرت ليونيانودلاسه امنيت ورته پيد اسي  اوس  خبره داده چي داسي انتخاباتوته به


الف :-ديموکراتيک وويلا ي سو؟ ب:- داسي يوه نظام ته چي دآډول جوړيږي اوسرنويشت يي په دي ډول ټاکل کيږي اسلامي نظام  وويلا ي سو ؟ ج :- داسي کرايي کانديدان اودهغوي ځيره خواره مردارخواره به دافغانستان راتلونکي روښانه کړاي سي ؟ پښتانه وايي چي( درسي دبل دکوره پرتابه شپه سي تکتوره )


که ځوک له کرايي کانديدانواودکرايي طرفدارانوطمه کوي نه تنها ځان خطاباسي بلکه دخپلي خاوري اوملت سره جفاکوي .  وسلام

تبصره نسته

  1. مننه حاجی مهاجره.
    به بشتو کی یو متل دی. دلاس به کوتو کی هم فرق سته. نو کرانه دا خوبدی ملک کی هیخ خوک بری نوشد کرددی غله. ریشوت خوره………!
    نوشه به داوی جی ته جلالتماب خان کاندید کی و کورو جی ته داخوار مللت ته خه کوی.

  2. SALAM,ALYKOM, GRANA USTADA
    pa dear adab aow ihtram sara ,staso sakha yawa ghoshtana laram, chi stasoo da eamil address,ya talifon nomber,por landi addres ra wastawee,
    niamat.alkaosar@yahoo.com
    new-alkawasr@hotmail.com
    0776610056
    pa dranawee,stasoo wror niamatullah.