daylife.com: Ali Shah Paktiawal, left, Kabul police director of criminal investigations, shows a RPG rocket launcher during a raid on the US Protection and Investigation (USPI) office in Kabul, Afghanistan, Saturday, Nov. 17, 2007. Afghan police on Saturday raided the foreign security company hiring locals in Kabul, and seized around 100 light and heavy arms and ammunitions. Many of such firms are supposed to be closed this month in a crackdown by the government.
دعلی شاه پکتیاوال پر ضد کمپاین تر جلالزي هم راورسېد
ددلوي دمياشتي په ۱۹ نيټه مي دبينوا په ويب پاڼه کي د (پکتياوال د فايننشل ټانمز خوراک شو) تر عنوان لاندي د ښاغلي جلالزي په قلم ليکل شوي يو بي سره او بي پښو مضمون چي له شروع ترپايه درواغ او داملايي غلطيو ډک وو ، ولوست چي په لوستلو سره يي هک حيران شوم (ګران هيوادوال يي هم لوستلو ته رابولم) ، نوسمدستي مي لومړي همدي بينوا ويب پاڼي ته يو ليک واستاوه او د ښاغلي جلالزي څخه مي وغوښتل ترڅو خپل معلومات بشپړ کړي او نوموړي مضمون له سايټ څخه پاک کړي دا ځکه چي دداسي ښکرورو درواغو خپرول به نه يوازي د جلالزي بلکه دبينوا ويب پاڼي اعتبارته سخت زيان ورسوي ، دبينواويب پاڼي نه يوازي دا چي خپل غلط مضمون يي ليري نکړ بلکه زما اصلاحي مضمون يي هم خپور نکړ ، دادي اوس د نوموړي مضمون ځينو برخو ته د (مشت نمونه خروار) په توګه اشاره کوم . نو ر قضاوت دي ګران هيوادوال وکړي:
۱. ښاغلي جلالزي ليکلي چي: (“پکتياوال” څه باندي دري کاله دمخه د کورنيو چارو د پخواني وزير “تاج محمد وردګ” سره د نژدې کورنيو اړيکو د درلودو په مټ په دغه څوکۍ وګمارل شو خو تاج محمد وردګ بيا له دندې هيسته کړاي شو)؟؟؟؟؟
محترمه :هيله ده چي خپل معلومات دي بشپړکړي ځکه چي ښاغلي وردګ او ښاغلي پکتياوال هيڅ ډول کورني اړيکي نلري او دوي دواړه هغه وخت سره اشنا شول چي کله ښاغلي وردګ دپکتيا والي شو نو پکتياوال هلته د مخابراتو درييس په توګه دنده ترسره کوله ، له دي نه مخکي حتي دوي سره پيژندل هم نه ، که دي ته کورني اړيکي ويل کيږي نو بيا خو به دا ډول اړيکي ته هم له ډيروسره ولري ، ستا دليکني څخه داسي معلوميږي چي ګني تاج محمد وردګ چي کله دداخلي وزيروو نو عليشا يي په همدي دنده وټاکه (هغه هم دري کاله مخکي)چي بيا تاج محمدوردګ ايسته کړل شو او پکتياوال پاتي شو، آفرين په دي تاريخي معلوماتو چي ستا په شان يو ژورنالست او ليکوال يي لري ، ګرانه دا موثق معلومات دي له نورو تاريخ پوهانوسره هم شريک کړه.
تاج محمد وردګ نږدي شپږ کاله دمخه دکورنيو چارو وزير وټاکل شو چي عليشا پکتياوال يي هم له ګرديز څخه ورسره راووست او هغه يي دسکرتر په توګه کارکاوه ، کله چي ښاغلي جلالي وزير شو نو پکتيا وال هم له وزارت څخه دڅه مودي لپاره ولاړ او دتاج محمد وردګ سره به دوزيرانو شوراته تګ او راتګ کاوه ځکه چي نوموړي مشاور وزير وو، له هغه وروسته ښاغلي پکتياوال دلنډوخت لپاره د متروپول درييس په توګه کاروکړ او بيا د کابل دامنيي قومانداني د جنايي مدير په توګه وټاکل شو ، له هغه وروسته په جنايي کي د تحقيق دمدير په حيث تر آخره پوري پاتي شو.
۲. ښاغلي جلالزي ليکلي 🙁 تاج محمد وردګ چې له فزيکي پلوه يو ناتوان او ضعيف کس وو د ولسمشر کرزي د کابينې تر ټولو پاتي راغلي او ناکاره وزير شميرل کيداي شي، دا ځکه چې نوموړي خو يو ځل د خپل دفتر په دننه کې د يوې امنيتي غونډي پر مهال د جنرال جرت په نامه د شمالي ټلوالي د يوه غړي له خوا په څپيړه هم وهل شوي وو چې دغه کار يوه وزير ته له حده وتلي سپکاوي او د هغه د ضعف روښانه بيلګه شميرل کيداي شي.)
ښاغلي جلالزي صيب: لومړي خو داچي ستا اصل مطلب او دا خبره يوخروارسريښ غواړي ترڅو دادواړي سره ونښلول شي ( عليشا پکتياوال، فايننشل ټايمز او دتاج محمد وردګ په څپيړه وهل کيدل).دوهم دا چي داخبره دي هم هاغسي ښکرور درواغ دي چي حتي کوچني هلک به يي هم ونه مني ، نه پوهيږم چي دادي کو م خوب ليدلي اوکه په دي کي دي کوم بل هدف دي .ځکه په اصل کي خو ښاغلي وردګ ناکاره وزير نه وو بلکه هغه کس ناکاره وو چي دي يي پدي چوکي مقررکړي وو (ښاغلي کرزي درته يادوم) که تاج محمد دشمالي ټلوالي طرفداروو ،خو کرزي يي بيخي دغلامي کړي په غاړه اوس هم ګرزوي.
دادي سم ليکلي دي چي پکتياوال دفايننشل ټايمز خوراک شو ، لکن داسي معلوميږي چي ته هم د انګريزي امنيتي کمپنيو دډالرو خوراک شوي يي ځکه ګران هيوادوال په دي ښه خبر دي چي فايننشل ټايمز چي کوم څه په ښاغلي پکتياوال پسي ليکلي وو ،هغه ټول دهغه کمپاين يوه برخه وه کوم چي په هيوادکي ميشتو انګريزي امنيتي کمپنيو د پکتياوال په ضد پيل کړي وو، دا ځکه چي پکتيا وال غوښتل ترڅو نوموړي کمپني يا وتړي او يايي لږ ترلږه ددولت تر کنترول لاندي راولي ، چي دي کار نوموړي امنيتي کمپني دي ته وهڅولي ترڅو لاس په کارشي او د پکتياوال په ضد ځيني مطبوعات او ستا په شان ژورنالستان استعمال کړي ،دپکتياوال په ضد جعلي اسناد جوړکړي اوهغه بيا په مطبوعاتو کي خپاره کړي ، چي ستاسي دا موجوده ليکنه هم دهمغه کمپاين ادامه ده.لکه چي تا هم پخپله ليکنه کي دځينو ژورنالستانو عادت ته اشاره کړي ده.
ماته افسوس په دي راځي چي کاشکي تا د هيواد دواقعي خاينانو لکه دوستم،مالک ، فهيم،قانوني ،خليلي،محقق…. يادونه کړي واي ،زه خو وايم کوم درواغ او بهتان چي تا په پکتياوال او وردګ پسي ليکلي دي اول خو دا يو هم رښتيا نه دي اوکه بيا رښتيا هم وي نو دا د هغو جناياتوسره هيڅ پرتله کيدي هم نه شي کوم چي دښاغلي کرزي انډيوالانو (دشمال ټلوالي لنډغرو)ترسره کړي دي.
په پاي کي زما يوه مشوره ومنه هغه دا چي هرکله دي کوم مضموه ليکه نو يو وار يي يو چاته ورکوه چي ويي ګوري او ستا املايي غلطياني اصلاح کړي ځکه که سړي ستا (نفوظ، هيسته،ګزار) اوداسي نورو املايي غلطيو ته وګوري نو داسي معلوميږي چي ښوونځي به دي هم نه وي ويلي او پوهنتون خو به لاپيژني هم نه .
وسلام
حلالزی صاحب ته دا ښه ده چې هغه خپل مشکل چی دی یي له پکتیاوال سره لری، روښانه کړی، تر څو د زړه بړاس یې ووځی، ځکه کله چی جلالزی صاحب لومړی د فایننشل تایمز ترجمه لیکلی وه، تر ترجمی دده خپل ملاحظات ډیر وو، له دی ښکاری، چی دغه لیکنه د کومی عقده، یا توطیی په اساس شوی،پکتیاوال اول انګریزانو د اخبار په وسیله تخریب کړ، چی کومه پایله یی ونه لرله، بیا یی، په خپلو خاصو عسکرو، یعنی طالبانو ځانمرګی برید پری وکړ،
زما په اند کیدای شی اوس پکتیاوال ددی لپاره لری شوی، وی چی دا نور پنجرمینان یی لری کړل، نو ترڅو داسی ښکاره نه شی، چی یواځی پنجرمینان لری کیږی، پکتیاوال یی هم لری کړی، خو دا چی ټولو خلکو ته یی خدمت په ښکاره معلوم دی، اتمر صاحب به هم ړوند نه وی، چی یوه بله بهتره دنده ورته وسپاری.
دوستانو ورځ مو په خير
جلالزيه خدای دې تباه کړه چې تباه شې،خالد هادي خو د يوه بېچاره عکس خبرڅ او ځان يې امريکاته ورساوه،تا چې اوس دهغه لمن نيولې لکه چې ته هم دغسې څه کول غواړې؟
خدای دې وشرموه چې په پکتياوال پسې دې دغې لوبې پيل کړي.
زه له پکتياوال څخه هيله کوم چې ددغه جلالزي خوله ورماته کړي..
که چیری دا خبره وی نو کرزی دی ژر تر ژره پکتیاوال خپلی دندی ته راوبلی . کرزی صاحب خو د کرکټ لوبډلی په نا پرواه کیدلو باندی څرګنده کړه چی د پښتنو سره دښمنی لری،،، نو اوس تری څه ګیله …
موده کېږي چې ځینې برتانوي او افغاني رسنۍ او په ځانګړې توګه
فاینانشال ټایمز او بېنوا ټکی کام د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي څېړنو د پخواني مشر
علي شاه پکتیاوال پسې راخیستې ده. په یو او بل تور یې د بدنامولو کوښښونه وکړل او
اخر تر دې چې د بېنوا ټکي کام یو چلونکي (جلالزي) په یوه لیکنه کې د پکتیاوال په
ګوښه کېدو د خوښۍ ډزې وکړې. زه پکتیاوال همدومره پېژنم لکه څومره چې جلالزی پېژنم.
تر اوسه مې د جلالزي سره نه لیدلي دي او نه مې هم خبرې ورسره کړي دي. او نه دلته د
یو دپاره په بل خفه کېږم. خو په خپله پاکه دنده ژورنالیزم ډېر خفه کېږم. زما په
باور د بېنوا ټکي کام بې اساسه رپوټونو او درواغو دربو په افغانستان کې ژیړ
ژورنالیزم ته لا وده ورکړه او زموږ د پاکې دندې حیثیت ته یې زیات زیان ورساوه. که
نور هیڅ نه وي، خلک به اوس د ژیړ ژورنالیزم د نمونې په توګه د بېنوا رپوټونو ته
اشاره کوي.
کله چې د روان کال دتلې په میاشت کې فاینانشال ټایمز په پکتیاوال
پسې داسې رپوټ خپور کړ چې یاد شوي تورونه په کې بې اساسه ښکارېدل، ټول افغان پرې
څېړنه وکړه او دې نتیجې ته ورسېد چې
د فاینانشال ټایمز تورونه بې اساسه ښکاري.
وروسته بېنوا ټکي کام هم د ژیړ ژورنالیزم ډګر ته ودانګل. په دې
پلمه چې د فاینانشال ټایمز رپوټ یې ژباړلی، په پکتیاوال یې نور تورونه له ځانه
ورزیات کړل. ما په
یوه لیکنه کې د ژورنالیزم د پاک مسلک څخه د دفاع په
موخه هغه مهال دا روښانه کړه چې د بېنوا ژباړن د ژباړې له ارونو سرغړونه کړې او
تورونه یې لګولي دي. د محمد کریم نور په نامه یو بل لیکوال هم هغه مهال د دې
سرغړونو په روښانتیا تاکید
وکړ.
د بېنوا ټکي کام لیکوال جلالزي په
تازه لیکنه کې، چې د روان کال د دلوې په ۱۹ نېټه یې
خپره کړې ده، د پکتیاوال په ګوښه کېدو خوښي کړې ده او د پخوانۍ ژورنالیستیکو
تېروتنو د تکرار ترڅنګ یې داسې څرګندونې کړي دي چې د ژورنالیزم د ارونو سره ټکر
خوري. دا سرغړونې د فضلي په نامه یو لیکوال په یوه لیکنه کې روښانه کړي دي. خو ماته
ډېره جالبه دا ده چې جلالزی په دې لیکنه کې د فاینانشال ټایمز سپیناوی کوي او لیکنه
تر ډېره داسې ښکاري لکه د همدې موخې دپاره له بلې ژبې ژباړل شوي وي.
یو ژورنالیست نه شي کولای د یوې بهرنۍ ورځپاڼې، چې هیڅ ډول اړیکې
ورسره نه لري، د سم سلوک ژمنه وکړي. جلالزی په دې باور دی چې فاینانشال ټایمز “د
بریټانیې خاصو قوانینو ته په کتو سره … هیڅ کله هم نه شي کولای چې خپل اعتبار د
یوه معمولي پکتیاوال د مسلې پر سر خام کړي، دا ځکه چې د دې ورځپاڼي میاشتنی عاید تر
لس ملیونه انګلیسي پونډو هم لوړ دی .” که څوک جلالزي ته په جېب کې لس ملیونه
انګلیسي پونډونه کېږدي، ایا دا نو دا مانا لري چې جلالزی به نور ښه ژورنالیست شي؟
نورې مبتذلې ژیړې لیکنې به نه کوي؟ د ژورنالیزم د ارونو او قوانینو احترام به کوي؟
دا تضمین څوک هم نشي ورکولای.
د یوې رسنۍ معتبروالی دا مانا نه لري چې تېروتنه به نه کوي.
جلالزی دا نه مني او وایي چې “د فایننشل ټایمز په څيره یوه معتبره او منل شوي
ورځپاڼه د [فکر کوم مطلب یې “دې” دی] د یوه کس او هغه هم په افغانستان کې په اړه
دومره مغرضانه او خاینانه عمل وکړي.” زه به جلالزي ته د معتبرې رسنۍ د
تېروتنو یو ښه مثال ورکړم. بېنوا ټکی کام ډېره متعبره افغاني رسنۍ وه، په یو څو
لیکنو به یې د مخدوم رهین غوندي متعصب وزیر له دندې ګوښه کاوه، خو اوس یې دا حال دی
چې د ژیړ ژورنالیزم په لومو کې ګېره ده او نیوکې پرې کېږي.
ایا یو ژورنالیست کولای شي د یو چارواکي د ګوښه کېدو سبب دا وښایي
چې نوموړی ګناه ګار وو؟ جلالزی په دې باور دی چې د پکتیاوال ګوښه کېدل دا مانا لري
چې د انګرېزۍ ورځپاڼې تورونه سم ول، او ” د پکتیاوال په اړه د خپلې ادعا لا ښه ثبوت
اوس له اتمر څخه تر لاسه کولای شي.” رښتیا! دا خو دا مانا لري چې جلالزی خبر دی چې
اتمر د پکتیاوال د جرم ثبوت لري او دا ثبوت یې ورسره لیدلای دی.
د دې لیکنې موخه په افغاني ټولنه کې د فاینانشل ټایمز د بایللې حیثیت
بېرته په ځای کول ښکاري. که نه څه مانا چې جلالزی د فاینانشال ټايمز د دفاع چارې په
غاړه اخلي او ژمنه کوي چې “معتبره” ده، “د معمولي پکتیاوال دپاره خاینانه او
مغرضانه عمل نه کوي”، “ثبوت په لاس ورغی”، او برڅېره پر دې لا تاکید کوي چې د
فایننشل ټایمز “رپوټونه د میاشتو میاشتو لپاره د دې ورځپاڼي د روزل شوي څيړندوي ډلي
له خوا څیړل کیږي او بیا د حقیقت تر موندلو وروسته خپریږي.” د فاینانشل ټایمز د
رپوټ “د میاشتو میاشتو” د څېړنې حقیقت خو موږ ولیده چې د ټول افغان ټکی کام د څو ساعتونو سمې څېړنې وروسته بربنډ
شو.
داسې ښکاري لکه د جلالزي لیکنه چې له بلې ژبې ژباړل شوي وي. که
داسې نه وي نو ایا افغان لوستونکي دې اړتیا لري چې پوه شي چې “د پکتیا په ولایت کې
… زیږیدلي پکتیاوال”، ځکه په افغانستان کې هر سړی پوهېږي چې پکتیاوال هغه چا ته
وایي چې د پکتیا د ولایت سره تړاو لري. دا د بهرنیو لیکوالانو سبک دی تر څو خپلو
لوستونکو ته روښانه کړي چې دا سړی د پکتیا په ولایت کې زېږېدلی دی.
کېدای شي دا لیکنه هم د فاینانشال ټایمز کاري ډلې د “میاشتې
میاشتې” څېړنې څخه وروسته د بېنوا د لیکوال په مرسته لیکلې وي. خو باید ووایم چې بې
خلتې فیر یې کړی دی. د پکتیاوال پر ځای یې ژورنالیزم په تندي ویشتی دی او په افغاني
ټولنه کې یې د ژیړ ژورنالیزم په وده کې مرسته کړې ده.
محمدقدير،هجران، ګران ورور ،فضلي، ته ډېره مينه اوسلامونه وړاندې کوم٠
دښاغلي
پکتياوال او ردګ په اړه مې دجلالزي ليکنه ولوسته دډېرافسوس خبره ده چې خپل هېواد
وال دومره بې غيرته شي له انګرېزانو به څه ګيله کوو ځکه چې هغوی دوزيراکبرخان
اوغازي امان الله خان لخوا دډبولو او په ګونډو کولو بدل اخلي٠او ستا نه مننه کوم چې
داسې کسانو له مخه پردۀ پورته کوې،٠
مننه، خدمت ته مو تيار يو
پښتانه وايي ګيدړه ……. او نكل يې.
فضلي صاحب ستاسو نوم هم خپل نه دى ځكه دي نه پېژنم چې ټوكه درسره وكړم. خالد هادي ته داوخت دكندهار پخوانى والي اسدالله خالد معاش وركوي او اسدالله خالد څو څو ځله ويلي دي چې بېنوا يې په پيسو اخيستې ده. او په دې خوزه هم خبر يم چې خالد هادي بيا ميرويس جلازى دخپل نوكر په څېر كاره وي . نو ښاغلى جلالزى خو هسي هم خپله ااراده نه لري او ده بل نوكر دى بيا ته ولي ګيله ورنه كوې ؟اوبله خبره داده چې جلالزى خوار په دې نه ارزي چې ته يې ده هري ليكنې سپينا وى كوې . بيا پكتيا وال چې هرڅه دى يو نر پښتون دى دجلالزي دي ملا ماته شي چې پكتياوال تخريبه وي .
په پښتني مينه
Grano hewadwalo salamona da be itefaqe kho mong ke pokhwa na da kho (Jalalze)bad kare de che da ghwal ye khwarale de za itmenan dar kom che bya ba da ghwal na khwre