اسلامي سیاست څه ته وایې؟
د مملكت مهر :
د يو رياست له پاره سركاري مهر[ الخاتم ] ته بنسټيز اهميت وركول کيږي او د مملكت د مشرخاص مهرد هغه امتيازى نښه ګڼل کيږي. درسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې هم الخاتم ته بنسټيزاهميت وركول شوي و . امام ابوداودپه خپل كتاب سنن ابى داودکې د «كتاب الخاتم» به نوم يوځانګړېى فصل ليكلى دې چې اته برخى لرى او 26حديثونه ئى په کې رانقل کړې دې .
( حَدَّثَنَا آدَمُ بْنُ أَبِي إِياسٍ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ قَتَادَةَ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ لَمَّا أَرَادَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يَكْتُبَ الې الرُّومِ قِيلَ لَهُ إِنَّهُمْ لَنْ يَقْرَءُوا كِتَابَكَ إِذَا لَمْ يَكُنْ مَخْتُومًا فَاتَّخَذَ خَاتَمًا مِنْ فِضَّةٍ وَنَقْشُهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ فَكَأَنَّمَا أَنْظُرُ الې بياضِهِ فِي يَدِهِ)
[ د انس بن مالك رضى الله عنه څخه روايت دې چې كله سيدنا رسول الله صلی الله عليه وسلم عجموته د ليكونو د لیږلو اراده وکړه نو ځينى صحابو رضي الله عنهم ورته وويل چې دا خلك داسى خط چې مهرپرى نه وي لگيدلى نه اخلى، نوهماغه و چې رسول الله عليه وسلم دسپينو زرو يو مهر[ګوته] جوړ کړ چې پرى محمدرسول الله [صلی الله عليه وسلم ليكلى و 1]
(حَدَّثَنِي أَبِي عَنْ ثُمَامَةَ عَنْ أَنَسٍ قَالَ كَانَ خَاتَمُ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي يَدِهِ وَفِي يَدِ أَبِي بَكْرٍ بَعْدَهُ وَفِي يَدِ عُمَرَ بَعْدَ أَبِي بَكْرٍ فَلَمَّا كَانَ عُثْمَانُ جَلَسَ عَلَى بِئْرِ أَرِيسَ قَالَ فَأَخْرَجَ الْخَاتَمَ فَجَعَلَ يَعْبَثُ بِهِ فَسَقَطَ قَالَ فَاخْتَلَفْنَا ثَلَاثَةَ أَيامٍ مَعَ عُثْمَانَ فَنَزَحَ الْبِئْرَ فَلَمْ يَجِدْهُ)
[د ابن عمر رضى الله تعالی عنه څخه روايت دې چې د سيدنا محمد صلى الله عليه وسلم څخه وروسته دا ګوته د سيدنا ابوبكر رضى الله عنه سره وه او د هغه وروسته د سيدنا عمر رضي الله عنه سره وه خو وروسته بيا د سيدنا عثمان رضى الله عنه څخه په اّريس نومى يوه كوهى کې ولويده 2 ]
دا حديث د صحيح بخارى څخه پرته صحيح مسلم ، ترمذى ، ابوداود ، نسائى او ابن ماجه هم رانقل کړې دې .
(حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ حَدَّثَنَا حَمَّادٌ عَنْ عَبْدِ الْعَزِيزِ بْنِ صُهَيْبٍ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اتَّخَذَ خَاتَمًا مِنْ فِضَّةٍ وَنَقَشَ فِيهِ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَقَالَ إِنِّي اتَّخَذْتُ خَاتَمًا مِنْ وَرِقٍ وَنَقَشْتُ فِيهِ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ فَلَا يَنْقُشَنَّ أَحَدٌ عَلَى نَقْشِهِ)
[ابن عمررضى الله عنه فرمايلى چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم حكم ورکړې و چې هيڅوك دې زما دګوتى په څیرګوته نه جوړه وي 3].
(حَدَّثَنَا أَبُو مَكِينٍ نُوحُ بْنُ رَبِيعَةَ حَدَّثَنِي إِياسُ بْنُ الْحَارِثِ بْنِ الْمُعَيْقِيبِ وَجَدُّهُ مِنْ قِبَلِ أُمِّهِ أَبُو ذُبَابٍ عَنْ جَدِّهِ قَالَ كَانَ خَاتَمُ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ حَدِيدٍ مَلْوِيٌّ عَلَيْهِ فِضَّةٌ قَالَ فَرُبَّمَا كَانَ فِي يَدِهِ قَالَ وَكَانَ الْمُعَيْقِيبُ عَلَى خَاتَمِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ)
[ددې سركارى مهر ساتونکې او امين [امين الخاتم] سيدنا معيقيب بن ابى فاطمه دوسى وه4] .
مهرجوړول اود هغه له پاره د يوه امين ټاكل ددې خبرى څر گند ثبوت دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د رياست مشرهم و ،او د الله جل جلاله په لوربلونکې [ رسول ] هم او د رياست د چارو پرمختگ د هغه د بلنى او د نبوت د فريضى يوه برخه وه .
په نبوي دورکې سزا وركونکي
مجرمانوته د جزا وركولوپه وخت کې دې ته اړتیاوي چې يوڅوك هغه ته دسزا وركولو په خاطر راوغوښتل شى، په دې خاطر هلته يو څو كسان دهمدې کار له پاره ټاكل شوي هم وو بلكه دا يو ډول پوليسى قوت و چې نومونه ئى په لاندې ډول دې :
(على بن ابى طالب رضي الله عنه ، زبيربن عوام رضي الله عنه ، مقداد بن عمرو رضي الله عنه ، عاصم بن ثابت رضي الله عنه ، محمد بن مسلمه رضي الله عنه ، ضحاك بن سفيان كلابى رضي الله عنه ، قيس بن سعدبن عباده [ وكان قيس بن سعدالانصارى رضي الله عنه منه بمنزله صاحب الشرطه من الامير] او قيس بن سعدرضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دربارکې د پوليسو د صاحب منصب يا كوټوال مقام درلوده 5.)
په نبوي دور کې د بازارونوڅارونکي
د بازارونو اوماركيټونو څارنه كول هم د حكومت په غاړه وي، ترڅو غير شرعي سوداګانى ونه شى ، د ټاكلى نرخ نه زيات قيمت وانه خيستل شى، او دغو لونى، فريب ګډون او غش څخه مخنيوي وشى، دغه كار ته «الحسبه» او د دغه كاركوونکې ته «المحتسب» ويل کيږي، د مکې د فتحى څخه وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم سعيد بن عاص رضي الله عنه د مکې د بازار د څارونکې په څیرټاكلى و 6 .
دمدیني منورى د بازارونو د څارنى كار په يووخت کې سيدنا عمر رضي الله عنه ته سپارل شوي و 7.
په نبوي دورکې
د اسلامي حكومت سفيران
اسلامي رياست يوفكرى او په اصولو ولاړ رياست وي ، نوپه دې خاطر د سوچه مادې غوښتنو په بنسټ ولاړحكومت په مقابل کې اسلامي حكومت ته د بهرنيو اړيكو د ټينګولو له پاره سفيرانو اوقاصدانو لیږلوته زياته اړتیاوه، نبي اكرم صلی الله عليه وسلم د الله جل جلاله رسول و او دا د هغه مسئوليت و چې د توحيد پيغام د عوامو پرته حكمرانانو او سردارانوته هم ورورسوي. ددې مقصد د ترسره كولوله پاره هغه په خاصه توګه كسرى اوقيصرته سفيران ليږلې وو چې هغوی نبوي ليكونه دې دواړو پادشاهانوته رسولى وو. ددې نه پرته یو شمیر نوروبيلوبيلوځايونوته هم سفارتى استاذى ليږل شوي وو .
ابن حزم د هغه لسوليكونو يادوونه کړې چې هغه صلی الله عليه وسلم د لسو پادشاهانو په نوم ليږلې وو او د هغى ډلې څخه څلوروكسانو اسلام قبول کړې و8.
خو ابن هشام د نهوكسانود سفارتونويادوونه کړې ده او د حلبيى په سيرت کې د اته پادشاهانوپه نوم دخطونويادوونه شوي ده 9.
په دې هكله د ټولو زيات څخه تفصيلات ابن سعد رحمه الله عليه بيان کړي دي، هغه د سلو هغو وړواو لويو خطونو يادونه کړې چې د پادشاهانو يا قبايلى مشرانوپه نوم لیږل شوي وو،ددې ليكونو څخه یو شمیر تبليغى او بلنيزه بڼه لرى او یو شمیر نور بیا د تړونونو په خاطر وو اوپه ځينو نوروکې د شرعي احكامو تفصيلات بيان شوي دې خو د پنځلسو ليكونو پرته دنور وليكونوپه هكله دانه ده معلومه شوي چې دكوموصحابو رضي الله عنهم په لاسو لیږل شوي وو. د هغو پنځلسو سفيرانونومونه په لاندې ډول دي :
(عمروبن اميه ضمرى رضى الله عنه دحبشى پادشاه نجاشى ته ، دحيه بن خليفه كلبى رضي الله عنه د روم قيصرته، عبدالله بن حذافه سهمى رضي الله عنه دایران كسرى ته ، حاطب بن ابى بلتعه الخمى رضي الله عنه مقوقيس مصرى ته ، شجاع بن وهب اسدې رضي الله عنه حارث غسانى سوريه ته ، سليط بن عمروعامرى رضي الله عنه هوزه بن على يمامه ته ، عمروبن عاص رضي الله عنه دعمان جيفرته ، علاء بن الخصرمى رضي الله عنه دبحرين منذرعبدې ته ، مهاجربن ابىاميه مخزومى رضي الله عنه ديمن حارث عبدالكلال ته ، معاذبن جبل رضي الله عنه يمن ته – مالك بن مراره رضي الله عنه يمن ته – جريربن عبدالله بجلى رضي الله عنه ذوالكلاع ديمن ته ، عمروبن حزم رضي الله عنه يمن ته ، ابوموسى اشعرى رضي الله عنه يمن ته عياش بن ابى ربيعه يمنى حارث ته 10.)
په پورته خلكوکې د پيل نه اوه تنه صحابه كرام رضي الله عنهم په يوه ورځ [دمحرم په اومه نيټه] خپلى وظيفى پسى ليږلې شوي وو او ټولو د هغى قومونو په ژبه خبرى كولاې شوي كوم ته به چې لیږل كيده، رسول الله صلی الله عليه وسلم به خطونه د ليكلو وروسته اوريدل. په دې هكله زيدبن ثابت رضي الله عنه فرمايلى دې چې :
كله به چې زه دقراّن كريم دليكلوڅخه فارغ شوم نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به وفرمايل] ولوله او راته ئى واوروه ،] مابه لوسته كه چيرى كوم ټکې به پاته شوې و نو هغه به ئى راته اصلاح کاو ه او بيا به ئى دا ليكنه اخيسته اوخلكوته به ورتللو11.
عبدالله بن ارقم رضي الله عنه يوځل درسول الله صلی الله عليه وسلم په نوم د يوه رالېږل شوي خط ځواب وليكه او بيائى هغه ته واوراوه،نوهغه ورته وفرمايل ډیرښه دې ليكلى دې 12.
د محمد صلى الله عليه وسلم په دربار کې
د حكومتونو او قبيلو جر گى او هيئتونه
(قُلْ ياايُّهَا الْكَافِرُونَ[]لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ[]وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ[]وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدتُّمْ[]وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ[]لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ)
[ووایه آی ،های ، کافرانو! زه نه کړم عبادت دهغه څه چې عبادت یې کوئ تاسې ، او نه تاسو عابدان دهغه څه یاستئ چې زه یې عبادت کوم ، او نه زه یم عابد دهغه څه چې عبادت یې وکړ تاسو ، او نه تاسو عابدان دهغه څه یاستئ چې زه یې عبادت کوم ، تاسو ته دې خپل دین وي او ماته دې خپل دین .]
(اذا جآء نصر الله و الفتح ، و رأیت الناس یدخلون في دین الله افواجاً، فسبح بحمد ربک و استغفره ، انه کان توابا )
[كله چې د الله مرسته راشي او برى [در] په برخه شي او اى [پيغمبره !] ته وګوري چې خلك ډلې ډلې د الله په دين کې داخليږى نو د رب د ثنا او ستاينى سره د هغه تسبيح وکړه او له هغه نه بښنه وغواړه بيشكه هغه ستر توبه قبلوونکې دې ].
دا سورت دحجه الوداع په وخت کې په منا کې نازل شوي دې په دې کې د مکې د فتحى او د9 هجرى كال دعام الوفود په لور اشاره شوي ده ځكه كله چې د اسلامي رياست د قوت د مقابلى له پاره په جزيره العرب کې كوم قوت پاته نه شو، نو د عربو د هرى څنډى څخه جر گى او د بيلو بيلو حكومتونو او قبيلو سفيران د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دربار کې راحاضر شول. ځينى هيئتونه د نهم هجرى كال څخه ترمخه راغلى وو خو ډیر په همدې كال راغلل نو د دې امله دې كال ته د عام الوفود كال هم وائى . په صحيح بخارى اود احاديثو په نورو كتابونوکې د ځينو هيئتونو يادونه شوې ده خو تاريخ پوهانو او مغازي او سيرت ليكونكو د هغوی ډیرتفصيل بيان کړې دې .
ابن جرير – ابن هشام اوبن اثيررحمه الله عليهم د دې هيئتونوتفصيلات رانقل کړې دې ، ابن كثيررحمه الله عليه په البدايه کې دكتاب ” الوفودالواردين الې رسول الله صلی الله عليه وسلم” په نوم يو ځانګړېى فصل ليكلى دې او ډیر گټه ورتفصيلات ئى بيان کړې دې 13.
خو د ابن سعدرحمه الله عليه په كتاب الطبقات الكبرى کې د هيئتونو شميرهم ډیرنقل شوي دې او ترتيب ئى هم ډیرښه دې،نو د دې امله مونږ د ابن سعد رحمه الله عليه دكتاب څخه يومجمل فهرست رانقلووخو تفصيلات ئى اوس ضرورى نه ګڼو. په طبقاتوکې چې د هيئتونو د شميراو د هغه دراتللود نيټى په هكله چې كوم معلومات شته هغه موليكلى دې- اوكوم چې معلوم نه دي نو د هغه ځاې موسپين پرى ايښى دې، په شميراوتاريخ کې كه چيرى د نوروكتابونو سره كوم اختلاف په نظر راځى ،نو د هغه يو علت د څیړنې اختلاف هم دې خو يوعلت ئى دا هم دې چې د ځينى قبيلومشران څوڅو ځله راغلى دې .
د مزينه هيئت پنځم هجرى قمرى كال 400 تنه ، د بنواسد هيئت نهم هجرى قمرى كال 10 تنه ، د بنوفزاره هيئت نهم هجرى قمرى كال 13 تنه ، د بنومره هيئت نهم هجرى قمرى كال 13 تنه ، د بنوثعلبه هيئت لسم هجرى قمرى كال 10 تنه ، د بنوسعد بن بكر هيئت پنځم هجرى قمرى كال 1 تن ، د بنوكلاب هيئت نهم هجرى قمرى كال 13 تنه ، د بنوقشيربن كعب هيئت اتم هجرى قمرى كال 3 تنه ، د بنوالبكاء هيئت نهم هجرى قمرى كال 3 تنه ، د بنوكنانه هيئت نهم هجرى قمرى كال 1 تن ،د بنواشجع هيئت پنځم هجرى قمرى كال 100 تنه ، د بنوباهله هيئت اتم هجرى قمرى كال 1 تن ، د بنوسليم هيئت اتم هجرى قمرى كال 900 تنه ، د بنوثقيف هيئت نهم هجرى قمرى كال 13 تنه ،د بنو ربيعه هيئت اتم هجرى قمرى كال 20 تنه ، د بنونجيب هيئت نهم هجرى قمرى كال 13 تنه ، د خولان هيئت لسم هجرى قمرى كال 10 تنه ، د صدار هيئت نهم هجرى قمرى كال 13 تنه ، د بنوزبيد هيئت لسم هجرى قمرى كال 10 تنه ،د بلى هيئت نهم هجرى قمرى كال ، د بهراء هيئت 13 تنه ، د بنوعذره هيئت نهم هجرى قمرى كال 12 تنه ، د سلامان هيئت لسم هجرى قمرى كال 7 تنه ، د بنوغسان هيئت لسم هجرى قمرى كال 3 تنه ، د بنو الحارث هيئت لسم هجرى قمرى كال 7 تنه – د بنو الدا ر هيئت نهم هجرى قمرى كال 10 تنه ، د رهاوبين هيئت لسم هجرى قمرى كال 15 تنه ، د بنوعامر هيئت نهم هجرى قمرى كال 10 تنه ، د بنو النخع هيئت لسم هجرى قمرى كال 200 تنه ، د بنو بجيله يمنى هيئت لسم هجرى قمرى كال 250 تنه ، د بنوالحمص يمنى هيئت لسم هجرى قمرى كال 7 تنه ، د الاشعيربين يمنى هيئت اوم هجرى قمرى كال 50 تنه ، د دوس هيئت اوم هجرى قمرى كال 80 تنه ، د ثماله والحدان هيئت اتم هجرى قمرى كال ، د بنوخشعم هيئت لسم هجرى قمرى كال ، د بنوجزام هيئت شپږم هجرى قمرى كال ، د ملوك حمير هيئت نهم هجرى قمرى كال 7 تنه ، دنجران يمنى هيئت 14 تنه ، د بنومحارب هيئت 80 تنه ،د بنوعيس هيئت 80 تنه ، د راس بن كلاب هيئت 1 تن ، د بنوعقيل هيئت 3 تنه ، د بنوجعده هيئت 1تن ، د بنوعبد بن عدې هيئت 4 تنه – د بنوهلال هيئت 3 تنه ، د بكربن وائل هيئت 5 تنه ، د بنوتغلب هيئت 16 تنه ، د بنوحنيفه هيئت 13 تنه ، د بنوطى هيئت 13 تنه ، د جعفى هيئت 2 تنه ، د بنومراد هيئت 1 تنه ، د بنوكنده هيئت 13 تنه ، د بنوالصدف هيئت 13 تنه ، د خشين هيئت 17 تنه ، د جهينه هيئت 1 تنه ، د بنوكلب هيئت 2 تنه ، د بنوجرم هيئت 2 تنه ، د بنوالازد هيئت 13 تنه ،د بنو همدان هيئت 1 تن ، د سعد العشيره هيئت 1 تن ، د بنوعنس هيئت 1 تن ، د نجران يمنى هيئت 14 تنه ، د بنوعامر هيئت ، د شيبان هيئت ، د سعد هذيم هيئت د ملوك سيدنا موت هيئت ، د ازد عمان هيئت ،، د بنو نوغافق هيئت – د بنوبارق هيئت ، د بنواسلم هيئت ، د بنومهره هيئت ، حبشيان هيئت 14.
حجه الوداع
د23 كاله نبوت او لس كاله حكومت كولو وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم په 25د ذى القعدې په لسم هجرى كال كى د حجه الوداع اّخرى سفر وکړ. دا چې په سفرکې دګډون كونكوشميرڅومره و په دې هكله كوم صحيح شميرمعلوم نه دې خو د سيرت په ټولوكتابونوکې راغلى دې چې« جموع كثيره” او “عدد لا يحصون» [ ډیرى ډلې وي اوبى شماره خلك وه] .
په سيرت الحلبيه کې لاندې ويناوي راخستل شوي دې : څلويښت زره – اويا زره – نوي زره – يولك څوارلس زره – يولك شل زره ددې نه هم ډیر 15.
دهلوي محدث عبدالحق رحمه الله عليه د يو لكوڅوارلس زره او يو لكو څلورويشت زرودوه روايتونه رانقل کړې دې16.
قاضى منصور پورى رحمه الله عليه د يولكو څلورويشت زره او يو لكو څلور څلويښت زرو دوه روايتونه راخستى دې 17.
د صحابه كرامو رضي الله عنهم د ټول شميرپه هكله كوم قطعى ثبوت او روايت هم نه شته. ابن حجررحمه الله عليه د امام ابوزراعه رازى رحمه الله عليه وينارا نقل کړې ده چې: [ټولو هغه ښځواو نارينوچې رسول الله صلی الله عليه وسلم ئى ليدلى وو اود هغه څخه يي روايت هم کړې دې د هغوی شميرديولك څخه زيات دې .]
ابن كثيررحمه الله عليه ليكلى دې چې : [د ابوزراعه رازى رحمه الله عليه څخه رانقل شويدې چې د صحابو رضي الله عنهم شميريولكوشل زروتنو ته رسيده18.]
دامام شافعى رحمه الله عليه څخه روايت دې چې: [هغه مسلمانان چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ئى ليدلى و يا يى د هغه څخه څه اوريدلى وو شميريي شپيته زره دې] .
امام حاكم ابوعبدالله ويلى دې.چې دويونكوصحابورضي الله تعالی عنهم شميرنزدې پنځه سوه كسان دې خوامام احمدرحمه الله عليه چې كثيرالروايات دې هغه يواځى 987 كسه صحابو رضي الله عنهم روايات رانقل کړې دې او په «صحاح سته» کې د هغوی پرته درى سوه صحابو رضي الله عنهم څخه روايت کړې دې 19.
د صحابو رضي الله عنهم په حالاتو باندې څلورو كتابونو ډیر شهرت موندلى دې ( الاستيعاب فى معرفه الاصحاب د ابن عبدالبر رحمه الله عليه چې د3500 صحابو رضي الله عنهم پيژند گلوي په كى شوي ده بل كتاب د ابن الاثير جزرى اسدالغابه فى معرفه الصحابه دې چې په کې د 755 اصحابوو رضي الله عنهم پيژندنه شوي ده اود شمس الدين ذهبى به كتاب التجريدکې د8808 صحابو رضي الله عنهم حالات بيان شوي دې . څلورم كتاب دابن حجر رحمه الله عليه الاصابه فى تميزالصحابه دې دا كتاب ډیرجامع دې په دې کې د12894 صحابو رضي الله عنه ذكرشوي دې خو په هغه کې تكرارهم شته او هغه كوچنيان هم په کې شميرل شوي دې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې لابلوغ ته نه وه رسيدلى او د هغو خلكو يادوونه هم په کې شوي ده چې صحابه نه وو خو د غلطۍ په اساس ځينو خلكو په صحابوکې شميرلى ) [الله تر ټولو ښه پوهيږي].
د حجه الوداع خطبه
په حجه الوداع کې رسول الله صلى الله عليه وسلم درى ځلى خلكو ته ويناوی وکړې .
(۱) دذوالحجى په اتم تاريخ په يوم الترويه کې .
(۲)هم ئى دعرفى په ورځ د عرفات په ميدان کې،
او دريمه په يولسم يا دولسم دذى الحجى په منى کې )
د دې درى واړو خطبو نه پرته رسول الله صلی الله عليه وسلم د حج په وخت کې په نورو مختلفو ځايونوکې هم ويناوي کړي دي. په صحيح مسلم کې د عرفات خطبه دا ډول را نقل شوي ده .
[ بى شكه چې ستاسى وينه او ستاسى مال يو په بل داسې حرام دي لكه څنګه چې دنن ورځى د دې ښاراو د دې مياشتى حرمت دې .
ښه وپوهيږئ چې د جاهليت هريوه طريقه او هر يو رواج زما د پښولاندې پا یمال شوې دې[ هغه بيا مه را ژوندې كوئ ].
د جاهليت د زمانى [ د اسلام ترمخه ] د قتلونو اوجنګونو دعوي ختم کړل شوي دې لومړې زه د خپلى كورنى وينه ختموم يعنى د ابن ربيعه بن حارث وينه چې په بنو سعدکې ئى شيدې څكلى وې او بنوهذيل هغه قتل کړې و [ دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم دكاكا لمسى و ] .
د جاهليت دزمانى سود ختم کړل شوي دې، تر ټولو لومړې زه دخپلى كورنۍ سود ختموم [ د سيدنا عباس بن عبدالمطلب سودڅومره چې و ټول پرى ښوول شو] .
د خپلو ښځوپه هكله دالله جل جلاله نه ويريږئ تاسو هغوی د الله جل الله جل جلاله په نوم د مسئوليت په اساس خپلى ښځى ګرځولى دي او د الله جل جلاله د حكم په اساس تاسى د هغوی جسمونه خپل ځانته حلال ګرځولى دي .
په ښځو دا ستاسى حق دې چې هغوی ستاسوپه بستره بل چاته د راتلواجازه ورنکړي ،كه چيرى هغوی داسى وکړې نوهغه دتعزيرپه خاطر دومره ووهئ چې دوهلو نښى ئى ښكاره نه شى [د دې څخه زنا مقصد نه دې بلكه شرعي پرده نه كول ترى مقصد دې ] .
ښځى په تاسو دا حق لرى چې هغوی ته په نيكه طريقه خوراك اوكالي ورکړئ .
زه تاسوته هغه څه پريږدم اوځم چې كه چيرى تاسوهغه ټينگ ونيسئ نوهيڅكله به بى لارى نه شئ [د الله جل جلاله كتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت].
د قيامت په ورځ به له تاسى څخه زماپه هكله پوښتنه وشى، نو وواياست چې تاسى به څه ځواب وركوئ؟ ټولو وويل چې[ مونږګواهي وايوچې تا د الله جل جلاله احكام ترمونږ پورى رارسولي و ] .
په دې خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم دشهادت ګوته پورته کړه او بيا ئى دخلكوپه لور د ښكته كولوپه وخت کې وويل( اللهم اشهد- اللهم اشهد-اللهم اشهد) [اى الله جل جلاله ته ګواه اوسه ، اى الله جل جلاله ته ګواه اوسه ، اى الله جل جلاله ته ګواه اوسه20 ].
وفات
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات په هكله ټول اهل سير رحمه الله عليهم اومحدثين رضي الله عنهم متفق دې چې دا د دوشنبې ورځ وه. ددې ذكر د صحيح بخارى په يوه روايت کې هم راغلى دې په دې هكله اجماع ده چې د وفات مياشت دربيع الاول مياشت وه خو د وفات تاريخ په يقينى اوقطعى توګه نه دې تاكل شوې . محمدبن اسحاق ، محمد بن سعد، واقدې ، ابن حزم ،، ابن هشام او د ابن كثير رحمه الله عليهم څیړنه دا ده چې هغه په 12د ربيع الاول 11هجرى قمرى كال د دوشنبې په ورځ په غرمه کې وفات شوې دې خوموسى بن عقبه ، ليث بن سعد ، ابن شهاب زهرى ، عروه بن زبير ، سليمان بن طرحان التيمى ، محمدبن قيس او ابونعيم فضل بن دكين رحمه الله عليهم نظريات دا دې چې هغه په دوهم د ربيع الاول وفات شوي دې _ حافظ ابوالقاسم سهيلى او ابن حجر رحمه الله عليهم اونورو همدې وينا ته ترجيح ورکړې ده په دې لړکې ځينى نورى ويناوي هم شته خو ډیره مشهوره همدا ده چې په دولسم د ربيع الاول وفات شوي دې [ الله جل جلاله ډیر ښه پوهیږي ]21 .
دريم فصل
د اسلامي حكومت بنسټونه
لومړې بنسټ
[د الله جل جلاله حا كميت ]:
په سیاسى اصطلاح کې اعلى اقتدار یا مطلق ځواک ته حاكميت واىي نوپه دې اساس هغه څوک چې اراده او خوښه ئى د قانون سرچينه او حكم ئى په ټولو لوړ وي،د ځواک خاوند او اعلى حاكم ورته ويل کیږي چې په شرعي اصطلاح کې ورته تشريعى حاكميت هم ويلاې شو . يعنى د قانون د حاكميت ، د اسلامي حکومت نظام او د شرعي سیاست ، لومړې بنسټیز اصل دا دې چې حاكميت او اعلى اقتدار د مخلوقاتو د څښتن يو صفت دې . د قانون سرچينه انساني عقل نه ، بلكه دالله جل جلاله له خوا وحى ده او قراّن او سنتوته په کې د لمړیتوب حق ورکړل شوي. د الهي حاكميت ثبوت د قراّن ، سنتو، د راشيدنو خلفاو د کړنلارې ، د امت د اجماع ، عقل او قیاس ټولوڅخه کیږي چې د همدې عنوان لاندې د دغى اساسى اصولو وضاحت او څیړنه كوو .
د حكم لغوي مفهوم :
دحاكم ماخذ حكم دې چې معنى ئى پریکړه او فرمان وركول هم راتلاې شي او پوهه او حكمت هم . ابن منظورافريقى رحمة الله عليه لیکلي دي چې: (والحكم العلم والفقه والقضاء بالعدل )
[حكم، علم او پوهى ته هم ويل کیږي اوعادلانه پریکړى ته هم22] .
ابن دريد چې په 321 هجري قمري کې وفات شوي لیکي چې :
( فكل كلمه وعظتك او زجرتك او د عتك الى مكرمه او نهتك من فبيح فهى حكمه وحكم)
[ هره هغه خبره چې تاته پند درکړي یا تاكومى سهوي ته متوجه کړي ، یا تا دكوم بد شي څخه منع کړي ،دا رازخبرى ته حكمت اوحكم هم ويل کیږي ] 23.
علامه جمال قرشي لیکي چې : (حكم بالضم فرمودن … و دانش وحكمت) [حكم فرمان … پوهى اوحكمت ته ويل کیږي ] 24.
لنډه دا چې حكم په لغت کې شاهى فرمان او عادلانه پریکړى ته وايى چې په مروجه ژبه ترې مراد د امر او نهى قانون دې ] .
د شرعي حكم فقې مفهوم
د اصولو د علم پوهانو،شرعي حكم په دې توګه تعريف کړي دې :
( خطاب الله المتعلق بافعال المكلفين بالا قتضاء والتغير)
[ شرعي حكم د الله جل جلاله هغه فرمان دې چې د هغه په واسطه د بندګانوله پاره ځینې افعال واجب یا مستحب ګرځولى شوي وي او ځینې نور پرى حرام او بد] ، دغى الهي احكاموته شرعي احكام یا شريعت ويل کیږي او د هغى رالیږونکې ته حاكم یا شارع يعنى قانون جوړونکې ويل کیږي.
د الهي حاكميت په هكله قراّنى ایاتونه
په قراّنكريم کې د الله جل جلاله د حاكميت او قانون جوړونى په هكله ګڼ شمیر اّيتونه راغلي دي . په 22اّيتونوکې دحكم د كليمى او د هغى د مشتقاقوڅخه ثابتیږي چې الله جل جلاله حاكم، شارع او قانون جوړونکې دې . ددې اّيتونونقشه په لاندې توګه ده :
{د البقره سورت 313 }-
{د ال عمران سورت 23}-
{ د المائده سورت42، 43 ،44 ،45، 47 ،50 ایاتونه }
{د الانعام سورت 57 ، 62 ، 114 ایاتونه
{د يوسف سورت 40 اّيت
{د الرعد سورت 37 اّيت
{د الكهف سورت 26 اّيت
{د النور سورت 48 – 151 ایاتونه
{د غافرسورت 12 اّيت
{د الشورى سورت 10 اّيت
{د الممتحنه سورت 10 اّيت
{د الطور سورت 152 اّيت
{د القلم سورت 48 اّيت
{د الدهر سورت 24 اّيت.
ددې دوويشت اّيتونوڅخه يوڅو د مثال په توګه وړاندې كوو:
(أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنْ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ )
[د المائده سورت 50 اّيت ]
[ نو ایا بیا د جاهليت پریکړه غواړي؟ پداسى حال کې چې كوم خلك په الله باور لرى نو د هغوی په وړنداې له الله نه بل غوره پریکړه كوونکې نشته ] .
د دې اّيت څخه دا څرګندیږي چې د انسان په جوړشوي قانون پریکړه كول جاهليت دې او شرعي قانون د يوبهترين قانون په توګه منل د ايمان، باور او يقين غوښتنه ده.
امام ابن كثير رحمة الله عليه ددې اّيت په تفسيرکې د چنګیزخان دكتاب په حواله لیکلي دې چې: (هرڅوک چې داسى کړنلاره اختیارکړي لكه چنګیز خان چې غوره کړې وه نوهغه كافر دې او دهغه په خلاف جنګ كول واجب دې ترهغه پورى چې هغه د الله جل جلاله او د هغه د قانون په لور را ونه ګرځي، او د قراّن او سنتو په مطابق د هرى وړى او غټې معاملى پریکړى كولو ته تیارنه شي25.)
(أَفَغَيْرَ اللَّهِ أَبْتَغِي حَكَمًا وَهُوَ الَّذِي أَنزَلَ إِلَيْكُمْ الْكِتَابَ مُفَصَّلا)
[د الانعام سورت 114 اّيت ]
[ایا زه د الله نه پرته بل كوم پریکړه كوونکې ولټوم پداسى حال کې چې هغه تاسو ته پوره مفصل كتاب لیږلې دې ] .
یعنې دا چې هغه تاسو ته واضحه اوڅرګندكتاب رالیږلې دې نو د هغوخلكو کړچار د حيرانتیا وړ دې چې د الله جل جلاله رالیږل شوي قانون پریږدي او د بشر د جوړ شوي قانون لټه كوي .
(إِنْ الْحُكْمُ الا لِلَّهِ أَمَرَ الا تَعْبُدُوا الا اِیََّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَالنَّاسِ لا يَعْلَمُون )
[د يوسف سورت 40 اّيت ]
[ د فيصلى واك يوازى له الله جل جلاله سره دې. هغه امرکړي چې د هغه پرته د بل هيچا بندګي مه كوئ دا د ژوند سمه سيخه لاره ده خو زیاتره خلك نه پوهیږئ ] .
(وَأَنزَلَ مَعَهُمْ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ )
[د البقره 213 سورت 50 اّيت ]
[ او د هغوی سره يى حق كتاب رالیږلې ترڅود هغو اختلافونو په هکله چې د حق په اړه ددې خلكو تر مینځ راپیدا شوي، پریکړه وکړي ] .
كه د حاكميت مقام د انساني عقل پورى تړلې وايى نو بیا به د انبیاؤ كرامو د رالیږلو اړتیا څه وه؟ او د كتابونو د رالیږلو به څه حاجت ؤ . كتابونه دهمدې له پاره رانازل شوي دې چې د هرى شخړې اومعاملى پریکړه د هغو په اساس وکړل شي ،او د ژوندانه واجب الاطاعت قانون وګرځول شي .
(وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَاو لئِكَ هُمْ الْفَاسِقُونَ ….. )
(وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَاو لئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ…… )
(وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَاو لئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ ……. )
[ اوكوم خلك چې د الله د نازل کړي قانون سره سمه پریکړه ونکړي هماغوي فاسقان دې … هغوی ظالمان دي … هماغوي كافران دي … 26] .
كفرپه دوه برخوويشل شوي دې.(۱) اعتقادې كفراو(۲) عملى كفر.
كه چيرى د الله جل جلاله په حاكميت اود هغه په قانون باندې اعتقاد او ايمان نه وي،نوهغه ته اعتقادې كفرويل کیږي اوكه چيرى ايمان وي خو د پوهى سره سره په عملى توګه د هغى په اساس عمل ونه کړاى شي نو دې ته عملى كفر وائى-
ظلم هغه څه ته ويل کیږي چې د يوه حق بل ته ورکړل شي یا حق لرونکې ته د هغه حق ورنکړاى شي. هغه څوک چې په بشرى قانون پریکړه كوي نوهغه دالله جل جلاله حق مخلوق ته وركوي. نو دې ته شرك فى الحكم وائى چې په قرانكريم کې ورته لوي ظلم ويل شوي دې.
( إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ)
[د القمان سورت 50 اّيت ]
همدا ډول شرك هم په دوه برخوويشل شوي،(۱) عملى شرك او(۲) اعتقادې شرك .
اوپه همدې توګه د فسق معنى بغاوت ،سركشي او دالله جل جلاله د بندګۍ څخه دباندې كيدل دې دا هم په دوه برخو ويشل شوي دې. (۱) اعتقادې فسق او(۲) عملى فسق .
سیدنا عطا اوطاوس رحمة الله عليهم همدې لورې ته د اشارى كولوپه ترڅ کې فرمايلى دې :(كفردون كفروظلم دون ظلم وفسق دون فسق )
[كفرهم څو درجى لرى، ظلم هم څو درجى لرى او فسق هم څو درجى لرى]27.
همدا راز محمد بن اسماعيل بخاري رحمة الله عليه هم د كفر اوظلم د پورته یاد شوو درجو په هكله توضيحات ورکړي دې28 .
يو چا د سیدنا حذيفه رضى الله تعالى عنه څخه پوښتنه وکړه چې دا اّيتونه خو د بنى اسرائيلو په هكله رانازل شوي دي. هغه ورته وفرمايل چې بنى اسرائيل خو بیا ستاسو ډیرښه ورونه دي چې ترخه ټول د هغوی له پاره شول اوخواږه خواږه ټول ستاسو له پاره ، هیڅکله داسى نه ده، تاسو به هم د هغوی په قدم قدم اخلئ .
حسن بصرى رحمة الله عليه او ابراهيم نخعى رحمة الله عليه دواړو ويلى دې چې دا اّيت خوپه ښکاره توګه د بني اسرائيلوله پاره راغلي دې،خو زمونږ له پاره هم همدا ډول حكم دې .
پاته په دیارلسمه برخه کې ولولئ…