کور / تازه خبرونه / كندهارښاريان: چي والي نه وي برېښنا هم نه وي

كندهارښاريان: چي والي نه وي برېښنا هم نه وي


د كندهار ښاريان شكايت كوي، چي له ښاره والي ووزي ورسره سم برېښنا هم قطع سي.
ښاريان د پورتنۍ ادعا د زبات په خاطر وايي، په هغه ورځ چي پخوانى والي جنرال رحمت الله روفي كابل ته وغوښتل سو، برېښنا هم ورسره ولاړه، د پوهنوال ويسا په راتګ يو څه ښه سوه، خو دا چي نوموړى په يوه بهرني سفر تللى، ورسره سم برېښنا بيرته خراب حالت ته ګرځېدلې ده.
د ښاريانو په وينا له دوو مياشتو راهيسي چي پوهنوال توريالى ويسا د كندهار د نوي والي په توګه مقرر سوى دئ، د ښار په برېښنا كي نسبي ښه والى راغلى وو، خو له نيژدې لسو ورځو راهيسي د ښار برېښنا بيرته خرابه سوې ده.
د كندهار ښاريان پر چارواكو تور لګوي، چي د ښاريانو پر حق تېرى كوي او د جنراتورونو دپاره تېل رانيول سوي تېل غلا كوي او د والي په غياب كي دونه څوك نه وي چي له دوى سره حساب وكړي.
ښاريان شكايت كوي چي له ۲۰۰۱ كال راهيسي كال په كال د برېښنا له نعمت څخه بې برخه كېږي.
د طالبانو پر مهال دغه ولايت ته د هلمند له كجكي بند څخه برېښنا راوستل سوې وه، چي ۲۴ ساعته به يې دوام درلودئ.
د اوسني نظام په لومړيو كلونو كي چي ګل آغا شېرزى د دې ولايت والي وو، هم يې برېښنا سمه وه، خو ښاريان وايي تر شېرزي وروسته د اسدالله خالد په راتګ سره نه يوازي برېښنا قطع سوه، بلكي نوري بدبختۍ هم ورسره ډېري سوې.