کور / تازه خبرونه / عامرخان: سياست ته د تګ نيت نه لرم

عامرخان: سياست ته د تګ نيت نه لرم

د باليووډ مشهور ستورى عامرخان وايي سياست ته د تګ نيت لري.
هندي مطبوعاتو په وروستيو اونيو كي د نوموړي په هكله كښلي وو، چي ګنې خان باليووډ پرېږدي او سياست ته مخه كوي.
د عامر خان په باب د سياست آوازې پر داسي مهال راپورته كېږي، چي د هيواد پارلماني انتخاباتو ته يې يوازي څلور مياشتي پاته دي.
عامر خان د ۲۰۰۸ كال د نومبر مياشتي تر تروريستي يرغل وروسته چي په بمبئي كي ترسره سو يوه وينا وكړه، چي له امله يې نوموړى د سياسي حلقو له پراخ ملاتړ څخه برخمن سو او بېلابېلو ډلو له خان څخه غوښتنه وكړه، چي په را روانو انتخاباتو كي له دوى سره ودرېږي، خو عامر خان د هغوى له ټينګار سره – سره سياست ته زړه نه ښه كوي.
عامر خان د باليووډ په ستورو كي تر يوسف خان (ډيليپ كمار) را وروسته يوازينى لوبغاړى دئ، چي د كاميابو فلمونو فيصدي يې تر نورو لوبغاړو لوړه ده.
د عامر خان په باب ويل كېږي، چي لږ، خو – ډېر ښه كار كوي.
نوموړى د باليووډ هغه ستورى دئ، چي له فلمي كمپنيو څخه د خپل كار په بدل كي تر ټولو ډېري پيسې اخلي.