د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د نیټې په سر په پورته شوې لانجې تبصره کړې او ددې لانجې د هواري لپاره يې د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو سره د ولس مشر کرزي لیدنه ګټوره بللې ده.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د امریکا د یو نوي رپورټ ځینې برخې خپرې کړي چې ویلي په افغانستان کې القاعده او طالبان ځواکمن شویدي.
ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د القاعده او طالبانو په حملو کې هم په سلو کې یو دیرش زیاتوالې راغلې دې.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملي امنیت د ریاست د تیرې ورځې څرګندونو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې د ترورزم اصلي مرکز په کوم ځاې کې دې.
ورځپاڼې د هغې غونډې خبر هم ورکړې دې چې د انتخاباتو د نیټې د اعلان په اړه د ولس مشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې پدې غونډه کې د اساسي قانون په رڼا کې د انتخاباتو د ترسره کولو په لارو چارو غور وشو.
د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په افغان دولت او خصوصي سکتور دا انتقاد کړې دې چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ملاتړ نه کوي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې یوازې حکومت او خصوصي سکتور نه بلکه رسنیو هم قصدي او یا هم په غیر قصدي ډول د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په اړه له غفلت نه کار اخستې دې.
دې ورځپاڼې هم د انتخاباتو د نیټې د اعلان لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د صلاحیتونو په سر اختلافاتو ته کتنه کړې خو د ولس مشر کرزي د ویاند په حواله لیکلي دي چې د اساسي قانون له مخې د انتخاباتو خپلواک کمسیون دا حق لري چې انتخابات وځنډوي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د انتخاباتو د نیټې او په افغانستان کې د قدرت د خلا په سر پورته شوې لانجې ته په اشارې لیکلي دي چې د مشرانو جرګې مشر به د قدرت خلا ستونزه هواره کړي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو فعالیتونه څیړلي او لیکلي دي چې دغه ځواکونه باید د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره خپله تګ لاره بدله کړي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو په اړه د ولس مشر کرزي پرونۍ غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې د هیوادنیو ګټو خوندي کول پیاوړې ملي دریځ غواړي.
خو اصلاح بیا په ولایتونو کې د غنمو د ویش په اړه د خلکو شکایتونه راغستي او ویلي دي چې خلک د غنمو په ویش له بې عدالتۍ نه سر ټکوي.
د کابل ټایمز انګلیسي ژبې دولتي ورځپاڼې د افغانستان د شتو ستونزو په حل کې د بارک اوباما رول څیړلي او هغه يې د عمل سړې بللې دې.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي چې اوباما ویلي وو چې د ترورزم سرچینې به په نښه کوي او اوس د افغانستان خلک غواړي چې اوباما لاس په کار شي او په عمل کې وښۍ چې د ستونزو د هوارولو هڅه کوي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د ترورزم په خلاف د پاکستان کړنو ته په اشارې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې پاکستان اوس هم د ترورزم اصلي سرچینه ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د پاکستان په اړه د ناټو د عمومي قومندان څرګندونې څیړلي او هغه يې د پاکستان د انزوا په لور یو بل ګام بللې دې.
ورځپاڼې د سوداګرۍ او د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه هم یو مطلب خپور کړې او ددوې د ستونزو د هواري غوښتنه يې کړیده.