کور / تازه خبرونه / تازه ترين خبر: بانكي مون كابل ته ورسېد

تازه ترين خبر: بانكي مون كابل ته ورسېد


افغان چارواكي وايي د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانكي مون كابل ته رسېدلئ دئ.
د نوموړي د ناڅاپي او پټ سفر جزيات تر اوسه څرګند نه دي، خو تر اوسه يې په ارګ كي له افغان ولسمشر حامد كرزي سره خبري ليدلي او تمه ده چي تر غرمې وروسته به له ولسمشر كرزي سره يوه خبري كنفرانس ته وينا وكړي.
په كابل كي چارواكي وايي د ښاغلي مون او كرزي ترمنځ خبري تر ډېره د ملګرو ملتونو پر مرستو او په دغه هيواد كي د دوى پر فعاليتونو راګرځېدې.