کور / تازه خبرونه / جاپان: د موټرو د خرڅلاو كچه ډېره راكښته سوه

جاپان: د موټرو د خرڅلاو كچه ډېره راكښته سوه


د جاپان هيواد موټر جوړولو مشهوره كمپنۍ ټويوټا وايي د ۲۰۰۹ كال په جنوري مياشت كي يې د توليداتو د خرڅلاو كچه ۹، ۲۷ % اووه ويشت اعشاريه نه فيصده راكښته سوې ده.
د ټويوټا كپمنۍ چارواكي وايي د ۲۰۰۹ كال په جنوري كي يې يوازي ۱۷۴۰۰۰ موټران پلورلي دي، چي دا په تېرو ۳۷ كالو كي د دغي كپمنۍ د توليدانو په خرڅلاو كي تر ټولو ستر كمى دئ.
د اقتصادي چارو ماهران د جاپاني كپمنۍ د پورتنۍ ستونزي لامل په امريكا او لوېديځه نړۍ كي وروستى اقتصادي بحران په ګوته كوي، چي د نړۍ زياتره هيوادونه ورسره مخ دي، او په نړيوالو بازارونو كي يې د صناعتي كمپنيو پر پېر او پلور خورا ډېره اغېزه كړې ده.