کور / تازه خبرونه / قرغزستان پر امريكا بنديز ولګاوه

قرغزستان پر امريكا بنديز ولګاوه


د قرغزستان حكومت په خپل هيواد كي د امريكايي پوځيانو د هغي اډې د بندېدو خبر وركوي، چي امريكايانو له ۲۰۰۱ كال راهيسي پر افغانستان د بريدونو دپاره كار ځني اخيست.
د قرغزستان حكومت وايي كه امريكا له دغه اډې څخه كار اخلي، نو بايد په مقابل كي يې ډېري مرستي له دغه هيواد سره وكړي.
قرغز حكومت وروسته له هغه د دغي اډې د بندېدو خبر وركوي، چي د روسيې جمهور رئيس ديميتري ميديوف له دغه هيواد څخه ليدنه وكړه، او د قرغزستان له حكومت سره يې د دوه مليارډه ډالرو پور ژمنه كړې ده.
د قرغزستان د حكومت دغي پرېكړي ته امريكايي حكومت تر اوسه غبرګون نه دئ، ښودلى خو د څېړونكو په وينا كي دغه اډه بنده سي، امريكا ته چي افغانستان ته يې د ۳۰۰۰۰ پوځيانو د لېږلو پرېكړه كړې د خپلو پوځيانو په لېږلو كي ډېري ستونزي رامخته كړي.