کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ناپوهي به پښتانه د یهودو په څېر ذلیل کړي

ناپوهي به پښتانه د یهودو په څېر ذلیل کړي

په لویدیځ کې مبصرین وایي چې په جنګ کې لمړی سرزیان د ریښتینولۍ او حقیقت په برخه کېږي . په دې مانا چې تر هر څه لمړی ریښتینولي او حقیقت مري . هېڅ ښکېل غاړه ریښتیا نه وایي او هره غاړه خپل ولس غولوي . ښه مثال یې دامریکا او طالبانو جګړه ده . که د امریکا تبلیغاتو ته وکتل شي، هره ورځ په لسګونو طالبان وژل کېږي، خو که د طالب آی اېس آیانو تبلیغ ولوستل شي، هره ورځ په لسګونو “صلیبيان” مري او په لسګونو شوبلې او ګاډي یې ویجاړ وي . سړي ته د طالب ویاند قاري یوسف ټوکه ور پر زړه شي چې په خپله مرکه کې یې ویلي ول :
“طالبان خو د کومې فابریکې تولیدات نه دي .”

هو، همدا ټوکه کېدای شي چې د صلیبانو لپاره هم دلیل شي او ووایي چې دغه لویدیځ ځناور خو د کومې فابریکې تولیدات نه دي چې هره ورځ په لسګونو سټېږي خو بیا هم نه ورکېږي .

که له لویدیځ ځناورو څخه  لس، شل یا سل هم ومري، ریښتیا هم نه ښکاري،نو ځکه سړی نه شي ویلای چې آیا دوی د کومې فابریکې تولیدات دي که نه .  خو طالبان بیا په ریښتیا د فابریکې تولیدات دي . ځکه چې یو خوا خو ټولو ته مالومه ده چې طالبان “مېډ اېن پنجاب” یا هم پنجابي ځواک دي او بل دا چې که طالبان تولیدات نه وای او د یوه ټولیز ټولنیز پاڅون استازیتوب یې کولای، نو لږ قدر خو به یې درلودای .
د پنجاب چې زړه شي، وژني یې، چې زړه یې وي، پلورې یې، چې زړه یې وغواړي، ساتي یې او چې زړه یې وغواړي جګړه پې کوي او ښوونکي او زده کړیالان پې وژني .

که د جګړې سرزیان ته بیا راوګرځو، دغه سرزیان بیا په افغانستان کې بل ډول او خورا ډېر پراخه دی . نه یوازې دا  چې ریښتینولي مري، بلکې ورسره-ورسره هممهال ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، هټۍ، لارې، سړکونه، پلونه او . . .هم ویجاړېږي .  همداسې ورسره ماشومان، ښځې، سپین ږیري، زده کوونکي، زده کړیالان، ښوونکي، ملان، دیني عالمان، ډاکتران، انجینران، لیکوال، خبریالان، قومي سرغندویان او مشران، او ان  خوار او غریب ورځباړي د کافر او دوښمن په نامه پانسي کېږي . د ډې ډول پېښو بېلګې دومره ډېرې دي چې نور نو ګرد سره د دې اړتیا نه لیدل کېږي چې سړی د یوه پېښه مثال راوړي .

اوسمهال په افغانستان کې په ځانګړې توګه په سویل، سویل ختیځ او لویدیځ کې نه کوم سړک جوړ پاتې دی نه هم کومه لار او نه هم کوم پول . نه ښوونځی شته، نه مدرسه او نه پوهنتون . همداسې یې روغتون درواخلئ . که سړی سپین ووایي، په افغانستان کې نور هېڅ هم نشته .

د آی اېس آی دغه بلا اوس په پښتونخوا هم راکښته شوه . د دې لپاره چې پښتانه نور هم د نشت، وحشت او غلامۍ کندې ته ور وغورځوي، په پښتونخوا کې یې نه یوازې د طالبانو په نامه سړي خواره راپیدا کړل، بلکې همداسې یې د دوی د سټولو په موخه خپلو یهودي ځواکونو ته امر وکړ چې هر څوک ووژني . د الجزیرې د راپور له مخې طالبانو تر اوسه په سوات کې یو سل او دري اویا 173 ښوونځي سوځولي دي او ډیر بې ګنا مظلوم او خواران یې د دوښمن او صلیبي په نامه پانسي کړي دي . همداسې آی اېس آی پر سلګونو کورونو بمونه غورځولي دي، یو نیم میلیون  کورنۍ یې بې کوره کړې دي او ډېر ځوانان یې د طالبانو په نامه ژوندي له ځانه سره وړي دي .

سربېره پر دې سرزیان، طالبان د خپلې بریا ساټې باټې کوي، خو پنجابي یهودي فوځ د ترهګرو په وژنه مستي او مېلې کوي . خو ټولو ته مالومه ده چې که ریښتینولي مړه هم شي، خو خپل رنګ له لاسه نه ورکوي  او ځان به تل په آره بڼه ښیي :
یوازې او یوازې خوار او مظلوم پښتانه وژل او کړېږي . خو دغه مظلوم پښتانه نه هم په خپله پوهېږي چې ولې او نه هم خوشحال بابا ته غوږ نیسي :
ما خوشحال په ځان په خپله چارې وکړې
چه په ملک کی کوم ناترس وي زه یې یار کړم

پښتانه باید پوه شي چې نور نو د هر پنجابي مرتد او یهودي سره ملګري او خواخوږي په خپله د دوی تباهي ګرځي . پښتانه باید پوه شي چې په تورو تیارو، ناپوهۍ او جهالت سره جهاد نه کېږي . د طالبانو ساټې باټې د دوی خبرې نه دي، بلکې د دوی د بادارانو . او د همدې ساټو باټو پر بنسټ طالبان خلک جنګ ته راغواړي او پنجابي یهودي او صلیبي ځواکونه د همدوی له ساټو باټو ناوړه ګټه اخلي او د سټولو لپاره یې  یو دلیل جوړوي . خو طالبان بیا هم خوښ دي چې نن یې پر دې سړک بم والوزوه او سبا ته به بل ښوونځۍ وران کړي . یا یې هم نن د کوز کلي مومندخان وواژه او سبا ته به د برکلي سپین ګل ووژني . څومره یې چې وس رسېږي، همدومره یې د پنجابي بادارانو په بولنه ترهګري کوي، خو د خوشحال بابا کریغو ته غوږ نه نیسي .

په دا لوڅو پوڅو نه رسم تر سرایه
د سیمیا علم مه نشته چې مرغه شم

پښتنو وروڼو،

جهاد فرض دی، خو یوازې پر تاسو نه!!!
. که عربي جاهلان مو په افغانستان کې جهاد ته راغواړي، ورته ووایاست چې دوی ولې  د سعدي عربستان څخه چې د اسلام مرکز دی، صلیبي ځواکونه نه وباسي . دوی وپوښتئ چې ولې د حماس ملاتړ نه کوي، په داسې حال کې چې اوس هم پرې یهودي ځواکونه بمونه غورځوي . ولې  د اسلام تر ټولو ستر پاسوال او دعواګر مصر، وسلې خو پرېږدئ، ډوډۍ هم نه ورپرېږدي ؟  خبر یاست چې سعدي عربستان حماس ملامټ وګڼه؟
آیا پوهېږئ چې اوس هم سعدي عربستان او مصر، حماس ته هغه روپۍ نه ورکوي چې عربي ملکونو د غزې تراړې د جوړښت لپاره بسپنه کړې دي؟

زما سپین زړو او ساده پښتو وروڼو،
تاسې ولې پنجابیان نه پوښتئ چې یوخوا د اسلام داوه کوي، خو بلخوا بیا د همدغو صلیبي ځواکونه سره مرستې کوي او تاسې مسلمانان پې وژني . آیا تاسې پوهېږئ چې د امریکا او ناټو نظامي پروازونه له کومه ځایه کېږي؟ د ښاغلي حکمتیار د یوې لیکنې پر بنسټ امریکا او ناټو له پاکستانه اته اویا زره  78000 نظامي پروازونه کړي دي . آیا تاسې پوهېږئ چې د دې الوتنو موخه څه وه، چیرته یې بمبار وکړ، څوک یې ووژل شول، څوک یې بې موره او بې پلاره کړل، څوک یې کونډې کړې، څوک یې د ماشومانو په غم کښېنول، پر چا یې کورونه راوغوځول، او څوک یې له ناوې سره شهیدان کړل؟

تاسې خو پر اسلام ډېر مین خلک یاست ، او هڅه کوئ چې هر څه مو له اسلامي شرعیت سره سم وي، نو پنجابیانو ولې په لاندې مبارکه آیۀ سره نه ننګوئ  :
وَإِذَا لَقُواْ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوۡاْ إِلَىٰ شَيَـٰطِينِهِمۡ قَالُوٓاْ إِنَّا مَعَكُمۡ إِنَّمَا نَحۡنُ مُسۡتَہۡزِءُونَ .

(( او کله چې منافقان ملاقات وکړي له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی دی، نو دوی وایي چې ایمان مو راوړی دی او کله چې له خپلو شیطانانو او مشرانو سره یوازې شي، نو دوی وایې چې بېشکه موږ له تاسو سره یو . بې شکه همدا خبره ده چې موږ مسخرې کوونکي یو په مؤمنانو پورې .))
هو، بېشکه چې همدا منافق آی اېس آی او سیاسي او نظامي پنجابیان او بې غیرته او بې عزته عربي جاهلان تاسې ته وایي چې جهاد وکړئ او موږ له تاسو سره په څنګ کې ولاړ یو، خو خپلو صلیبي امریکایي بادارانو او مشرانو ته تاسې ترهګر ورپېژني او په سټولو مو له هر ډول وسلې څخه کار اخلي .
بله لوبه یې لا تر دې هم ډېره ستاسې په سټولو کې اغېزمنه ده :
ستاسې یوه ورور ته چاړه په لاس ورکړي او بل ورور مو ورته کافر کړي . بیا نو پانسي کول هم ستاسې دنده شي .

خو اې په غم لړلو پښتنو وروڼو!
هېرده د نه وي چې تر څو تاسې همداسې له اسلامه ناخبره، او خپل د علم مرکزونه سېزئ، او تر څو چې همداسې جاهل او بې پروا یاست، او تر څو مو چې د ورور په وینو لاسونه سره وي،  همدا به مو حال وي او ډېره نیږدې ده چې د یهودو ذلت ستاسې په برخه شي .
بیا به بر افغانستان د مغل او پاړسو تر ژغ لاندې وي او د کوز افغانستان پېغلې به پنجابي تور لنګ واغوندي .

تبصره نسته

  1. محمد کریم نور وروره سلامونه اونیکی هیلی ځولی ځولی دراستوم !
    ستاقلم دی تل بهاند اوژبه دی تل ویانده اوسه ترڅو وکولی شی زموږ دخواراوپه زړه ساده اوژرباوره قوم لپاره دیوه ښه هادی اوسرغندوی دنده په غاړه واخلی .

    نورانی وروره !
    که دپښتنوغیرت ، میړانه ، زړورتیااوسرښندنه ټولوته روښانه او ښکاره صفت اودستاینی وړوه ، خو دریغا دریغا چی دغه صفات تل په مثبت اواړینه خوا ندی کاریدلی اوتل ددښمنود ګټولپاره کاریدلی ، پښتانه تل دنورودګټولپاره قربانی ورکړی ، سرښندنی کړی ، سراومال یی دغیرت اومیړانی په نامه قربان کړی ، مګرددغوټولوقربانیوثمراو حاصل دغلیم دبریاواوګټوپانګه ګرځیدلی ، داولی ؟

    داځکه چی دوی لاتراوسه هم خپل دوست اودښمن نه پیزنی اواکثرا ددوست پرځای ددښمن په چوپړکی بوخت شوی ، داځکه چی دوی د ناپوهی په لوموکی ښکیل پاته دی اوله پوهی سره دښمنی ته هڅول شوی اوعلم اوپوهه ، پرمختګ اومدنی ژوند ورته ناروااونادوده څیزونه ښودل شوی اودوی هم منلی دی چی ګنی غیرت یوازی دټوپک کارول ، تربګنی ، دښخو زندانی کول ،او… دی .

    ګرانه وروره ! غمونه اودردونه ډیراودزړه خواله هم پریمانه دی خو خدای ( ج ) دی ټول پښتانه دپوهی اوسنجش له نوره برخمن کړی ترڅودوست اوددښمن توپیر وکولی شی اوپه افغانی اتفاق اوغیرت سره د۲۱ پیړی له غوښتنوسره سم له سیالانوسره سیال اودنیکمرغه ژوند له نعمته برخمن شی ، رب العالمین دی موږټول د منځنیوپیړیو له خوبونو اوخیالی ویاړنواوافسانه یی باورونو را ویښ کړی .

    خدای دی لراوبرسره یوموټی اوپیاوړی مټ وکړځوی چی ستاسو ځوانانونیکی اوشریفانه هیلی اورواغوښتنی دنړی دنورومنوروخلکو په شان ، ترسره شی . آمین یارب العالمین

  2. محمد کریم نور په خپله لیکنی کي دنښی مینخ وویشت.

  3. رشتیا هم خبره تر ډیره ځایه همدا ده. خو موږ سر نه خلاصوو. طالبان صاحبان خو ملامت په دی نه دی چی دوی خپله فکر نه کوی. څه چی ملاصاب ورته وویل دی هغه کوی. او د هغه خبره اسلام بولی. او د طالبانو په لیکو کی جنګیدونکی خلک اوس هر څوک پیژنی چی مطلق بی سواده، او د تاریخی حقایقو څخه بی خبره خلک دی.

    دوی چی مکتبونه نړوی یا یی سوځی دوی یی پر دی نه دی چی څه فایده یی وکړه خو دوی پر دی دی چی ماښام بیا د یارانو په منځ کی کښینی او په لوړ آواز ووایی چی ښوونځی چی د کفر ځاله وه و می سوځوله او هغوی کتابونه می وسوځول (که څه هم اسلامی کتابونه وی) او د صلیبیانو مزودران او همکاران( هر عام افغان اوس د دوی په نظر صلیبی دی) می حلال کړل. بس نو وروڼو د مسلمانانو او د افغانانو دا وژنه به روانه وی تر څو د امریکایانو موخی سر ته رسیږی. او طالب نما ځواک د امریکایانو مهم عسکر دی چی د افغانانو د نابود کولو دنده ور ګومارل شوی ده. خو یوه بله ورځ هم شته چی هلته بیا داسی یو قضاوت کوونکی شته چی هرڅه به په انصاف کوی. په مننه