میر ویس بابا آدم یې د افغان دآزادۍ
وطن کې تا روښان کړل چراغان د آزادۍ
د مرګ په توره شپه کې بل څوک نه وو د پښتون
یو ته وې تا سحر کړ شبستان دآزادۍ
غیرت او سیاست او قومیت کې داسې څوک وو
چې تا سره به سیال شي په جهان د آزادۍ
سر دار وې ته امام وې ته رښتیا لیډر د قام وې
په ملک کې د افغان وې ته جانان د آزادۍ
که ته نه وای پښتون کله لیدای شول په ژوندون کې
باغونه چمنونه ګلستان د آزادۍ
غلجۍمور که پیدا کړ یو مرویس په بل وطن کې
پښتون به بیا دوران شي پ آسمان د آزادۍ
دسید الرحمان بهیر رالېږنه