په لوېديځه اروپا كي د سختي واوري د اورېدو له كبله خلګ له ستونزو سره مخ دي.
په لندن، پاريس او يو نيم نورو سيمو كي خلګ د مشكلاتو سره مخ دي، چي له كبله يې د تګ راتګ ټرانسپوټي نظام ګډوډ سوى دئ.
د لندن سړكان څلور انچه واورو پټ كړي دي، چي د موټرانو چلوونكي يې له سختو ستونزو سره مخ كړي دي او په ځينو سيمو كي د ښوونځيو زدكوونكي تر يوې نامعلومي مودې رخصت سوي دي.
د اروپا د هوا دحالاتو اداره په دغو سيمو كي د نورو واورو د اورښت خبر وركوي او وايي په تېرو اتلسو كلونو كي په دونه اندازه واوره نه وه سوې.
همدا راز د لندن د هوايي چلند ادارې دغه ښار ته تلونكي ټول پروازونه درولي دي.