کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ايا غواړۍ چي د هيواد کرکټ لوبډله له مادي پلوه پياوړې سي ؟

ايا غواړۍ چي د هيواد کرکټ لوبډله له مادي پلوه پياوړې سي ؟

د علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولني د مشرتابه غوښتنه 


اوس موږ په دې نتيجه رسيدلي يو چي افغان دولت او نړېواله ټولنه په هيڅ صورت کي دې ته چمتو ندي چي افغان کرکټ لوبډله تقويه کړي او يا يې و نازوي .ځکه موږ وليدل چي دې لوبډلي په ډيره کمه موده په داسي امکاناتو چي پر نست حسابيږي او په کم تشويق دومره اوږده لار ووهله چي نړۍ ورته حيرانيږي . او موږ دا هم وليدل چي د هري لوبي لپاره چي دا اتلان تللي دي هلته د يوې نه بلکه څو داسي ستونزو سره مخ سوي چي په اوريدلو يې سړى حيرانيږي چي ښه بيلګه يې د جرسي په لوبو کي ددوې خوراک وو ما چي څه وخت په لومړي ځل دا خبره واوريده رښتيا وايم چي زما زړه نه منله ما ويل دا هسي پروپاګنډ دى  افغان دولت کله داسي کوي چي دې دومره وروسته پاته هيوا د کي دي دومره پياوړي اتلان و نه نازول سي .

خو چي کله مي د بي بي سي د ٧ سټوډيو څخه دا خبري ددوى په خپله خوله واوريدې ډير و دردېدلم کمان مي وکړ چي زموږ دولت تير وتنه کړې ده بس هم دا يې بس ده نور به په دې برخه کي تير وتنه نه کوي خو چي افغان لوبدله ارجنټاين ته ولاړه هلته ستونزي يو په لسه وې .

نو اصلي خبره مي داوه چي تر څو پوري به موږ دولت او بهرنيانو ته سترګي نيولي وي راسئ پخپله يو کار وکړو ددې لپاره يوه ډيره اسانه لار موجوده ده . 


دا لوبډله دي د افغانستان په يوه داسي بانګ کي چي په ولاياتو کي تر ټولو ډيري څانګي ولري يو حساب پرانيزي او د هغه اکاونټ شميره دي په عامه توګه په رسنيو کي اعلان کړي چي که هر څوک غواړي ددې لوبډلي سره مرسته وکړي ددې لوبډلي اکاونټ ته دي خپله مرسته جمع کړي .

تا سو څه فکر کوئ چي دا لوبډله په هيواد کي لږ خواخوږي لري چي هر يو ١٠٠ افغانۍ مرسته وکړي دا څومره پيسې کيږي هيڅ دې ته اړتيا نه پيدا کيږي چي چاته د مرستي ووايي .

څومره چي دا لوبډله په هيواد کي دننه خواخوږي لري هم دومره د هيواد بهر لري د هغوى لپاره هم داسي يو ترتيب جوړول پکار دى چي هغوى هم خپل احساسات او خپله خواخوږي ددې لوبډلي سره څرګنده کړي 


په وروستيو کي د کرکټ د فدراسيون د مسولينو څخه هيله کوم چي دا خبره دي جدي و نيسي زما په نظر اول خو ګټه ګټه ده که ګټه نوي نو تاوان هم نه کوي 


ستاسو د جدي توجه غوښتونکي يو

په درناوي

علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولنه هلمند

تبصره نسته

  1. ښه خبره ده، موږ هری همکاری ته اماده یو، د دی د پاره باید یو بانک حساب پرانیستل شی او هغه ته د غه پیسی ولویږی او بیا وروسته د اتلانو د اړتیاوو د پوره کولو له پاره و کارول شی. خو یو شی چی تر هر څه مهم دی چی زموږ لوبډله باید په سیاسی او یا مالی یا مادی لوبو کی راښکیل نه شی.

    ځکه چی دوی خو ملی اتلان دی او ملی اتلان د احمدشاه مسعود رنګه باید د پیسو د ګټلوزریعه و نه ګرځی او نه باید صرف په یو ګوند یا ډله پوری مربوط وی. هغوی باید د ټولو اتلان وی او په خپلو کی متحد وی.

  2. دا یو ګټوره غوښتنه ده، په دي هلکه باید د کرکټ فدراسیون خپلی هڅی ګرندئ کړی، په لومړی ګام کی که کافی مرسته وشوه، لوبغاړو، ته د په هره میاشت کي له دغه پیسو ځخه اضافی معاش ورکړل شی،

    تر ځو دوی مجور نه وی، چی د خپلی کورنئ د مشکلاتو له کبله پل ځای کار وکړی، که د هیوا بحر او د ننه ډیره مرسته وشوه، یو ښه لوی، میدان د ورته جوړ شی، چي د دی امکان هم وی، چي بحرنئ، لوبډلی لوبه پکی وکړی.

    که چیری مرسته ډیره زیاته وه، باید په ټولو پښتنو ولایاتو کی، یو یو میدای جوړ شی، ، او په دی ډول نوی استعدادونه وموندل شی، او وروزل شی، تر څو په دوامداره توګه نوی او تکړه لوبغاړی ولرو.
    مرسته باید په ښه ترتیب سره ورکړل شی، پیسه بید شئ ده هسی نه چي لوبغاړی په تجارت مصروف نه شی!

    چي بیا به د همدغه غریببئ ارمان کوو.

  3. da kaar bayad zaror washai,awo tola pashtana tijaran aow hagha pashtna wrona chi pa dawalt ki dai ,ya pa koma khariji mosisia ki wee,tar khpal tawan aow taqat pori da dagho atalanoo da fora khidmat waki,,,,,,, pashtanoo wrona lasona sara warki wlaka mo his sook nakam kai,,,,,,,faqat 100 afgani war ki,aow da pashtanoo noom pa dunya ki wachat kai,,,,,

  4. thanks tarzai saheb this this a good option to support our national cricket and national heros .inshallah i will promiss to pluss £10 per month because i love cricket .
    pashtoon brothers wake up think why you people vote mr kharzai and why you people support you MNA is really shame for us upssosssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssssss

  5. I totaly agree with opeaning a bank account where we should support this team, beacause the team is facing with a major financial dificulties right now and the Afghan govermnet is not likely to help so this is the right of every Afghan to suport the Afghan team.
    Best Wishes

  6. په لر او بر کی چی څوک تبصره لیکی د اداری له خوا غوښتنه ځینی کیږی چی د قلم او کلام عفت وساتی، خو ځدراڼ صاب نه پوهیږم چی ولی دا اصل نه دی مراعت کړی. ډیر د افسوس ځای دی.

  7. دطرزی صاحب ډیرښه نظر دۍ .
    دملک نه بهرډیر کسان دغه مالی مرستې ته تیار دی .زه ډیرداسی کسان پیژنم چه دغه مرسته خپله ایمانی اووجدانی وظیفه بولي
    اوخپله هم دغه مرستې ته ژمنه کوم.ومنا الله توفبق .

  8. ډېر ښه اوپرځاي نظر دى ،دکرکټ دملي فدراسيون څخه هيله کوم چي په دې اړه جدي اقدام وکړي ترڅو هغه بااحساسه اوپر ملت مين افغانان وکولاي سي
    دکرکټ دلوبي ملي اتلانو سره په خلاص مټ مرسته وکړي .

  9. ګرانو ورورڼو دغه اکونټ نمبر خو یو څل اعلان شوی ووه. یوکار باید شوی وی او هغه داچی دغه مرستی کله راجمع کیدلی نو بیا که اعلاندلی نو ښی به وی ځک چه نور دوستان به هم تشوک کیدلی او مسولیت به یی احساس کولی

  10. په لاندي نظرو کي ځينو دوستانو زما په اند داسي انګيرلې ده چي طرزي په خپله دا ټولنه جوړه کړيده . خو داسي نده ( علامه محمد طرزى ) چي د افغانستان د ژورناليزم پلار بلل سوى دى د حاجي جمال خان بارکزي د ستري کورنۍ غړى وو چي يو وخت يې ( سراج الخبار چولوى ) نو د هغه د نوم د ژوندي ساتلو په موخه ځينو هلمندي فرهنګپالو د هغه په نوم ټولنه جوړه کړې ده
    هيله ده چي پوه سوي به ياست .