د پاكستان جمهور رئيس آصف علي زرداري وايي د ترهرګرۍ خلاف جنګ يې پېژندلئ او ترهګر هم معلوم دي، په دې اړه د چا لكچر ته اړتيا نه لري.
نوموړي وويل د امريكا له خوا پاكستان ته وركړي مرستي خيرات نه دئ، بلكي دا د پاكستان حق دئ.
زداري وايي په پاكستان كي د بنسټپالو ډلو د ختمولو دپاره د پاكستانيانو يووالى اړين دئ.
اصف زرداري په يوه ليكنه كي چي يوې امريكايي ورځپاڼي خپره كړې وايي د پاكستان يووالى امريكا ته د ترهګرۍ خلاف جنګ كي هم ګټور دئ.
د سياسي چارو تحليلګران وايي د پاكستان د يووالي په اړه د زرداري څرګندوني هغو ګنګوسو ته يو اندېښمن جواب دئ، چي وايي امريكا غواړي پاكستان تجزيه كړي.