پښتانه د افغانستان د نورو قامونو په شان ددې هیواد اوسیدونکي دي. څوک د پښتون کیدو یا نه کیدو له مخې نه د کوم امتیاز مستحق دی او نه د کومې جزا. د پښتنویادونه ځکه کوو چې ټول افغانان په عام ډول او پښتانه په خاص ډول د یوې لویې نړیوالې او سیمه ایزې توطیې ښکار دي. هسې خو ددې هیواد او ملت دښمنان د افغانستان د یوه قام او یوه وګړي دوستان هم نه دي. خو دا چې پښتانه په دې هیواد کې تر نورو ډیراو په حساسو سیمو کې پراته دي د سولې په ټینګوولو او دې هیواد او سیمې ته د ثبات او سوله راوړونکي فکتور په توګه یو ډیر ستر رول لوبولای شي. ځکه که پښتون ارام شو، افغانستان ارامیږي او که افغانستان ارام شو خواوشا سیمه ټوله ارامیږي. نو ځکه زموږ د هیواد د ثبات دښمنان غواړي چې د افغانستان د فلجولو له پاره لومړی د هیواد د بدن پیاوړې مټ یانې پښتانه فلج او بیا ټول تباه او یا مریان کړي. اوس راځو دې ته چې کرزی پشتنونه څه وکړل او څه کوي؟ دې پښتنو ته د هغوی مناسب ځای او دغه سوله راوړونکی او ثبات ټینګوونکی رول ورکولای شي او که نه، چې هم ځان، هم افغانستان او هم ټوله سیمه ارامه کړي؟ راځۍ بې تعصبه او په سړو مغزو یې وڅیړو:
کرکټر: کرزی د کرکټر له مخې یو درون سړی دی. له افغانستان سره یو څه مینه لري، برخورد یې شریفانه دی او د سړي خوښیږي چې ورسره کیني او بنډار ورسره وکړي.
کورنۍ شالید: یې ښه دی. پلار یې تل یو مطرح شخص و او یوې لویې باعزته کورنۍ او لوی قام ته منسوب دی.
جهادي شالید: د روس په خلاف د افغان جهاد په بهیرکې پاتې شوی او له ملت نه نه دی بیل شوی.
د طالبانو پر مهال: یې د هیواد ټوټه کیدو غوښتونکو پر خلاف د ریځ نیولی دی.
تر امریکایي یرغل وروسته: امریکا فرصت طلبه لږکیو ته واک ورکړ او کرزی یې د یو سمبول په شان په سر کې کیناوه. دده تحلیل دا و چې امریکا د روس په شان یو ځبرځواک دی. که دده پر ځای یو غیر پښتون وي نو هغه به امریکا ته هر پښتون د القاعده او طالب په نوم ورپیژني،( لکه څنګه چې به کارمل او کشتمند روسانو ته هر پښتون د اشرار په نوم ورپیژانده.) او امریکایان به یې بې رحمه وژني. دی فکر کوي چې که پښتون ته ګټه نه شي رسولای نو کم تر کمه دومره خو کولای شي چې ضررترې کم کړي. دلته د کرزي نیت تر کارمل ښه ښکاري.
دده اوسنی موقف: دادی چې ټول موجود سیاسي قوتونه دې کمزوري شي، او دی دې بې سیاله او بې جنجاله مشر وي. که نور قوتونه نه شي منحلولای نوکم تر کمه په پښتنو کې خو باید بل څوک نه وي مطرح. ځکه دغې خلا ده ته زمینه جوړه کړه چې اووه کاله مفته ولسمشر پاتې شي. دی په پښتنو کې د تشکل دښمن دی، کله چې لومړی واک ته راغی د پښتنو موجود قوتونه که څه هم کمزوري وو، ټول یې منحل او فضا یې شورای نظار ته پاکه کړه. بیا یې د کار خلک له صحنې ایسته کړل. د پښتنو د ټولو ځواکونو د منحلولوله پاره یې د قانوني او فهیم سره کړې وعدې پوره کړې.
همکاران او ټیم یې: دی کوم خاص همکار نه لري. ده کله هم دا فکر نه شو کولا ی چې د هیواد ولسمشر به شي، نو ځکه یو څو تنه چې پخو ا یې د شعله ای توب پر وخت پیژندل په ځان راټول کړل. نور یې نو د هر ملک سړی له ځان سره ونیو، یا دده په خپله وینا هر ملک جاسوس ورته په کابینه کې ناست دی. دې دومره یې پلانه دی چې کله کله د وزیر په پاره د يو شخص په پیدا کولو پسې سرګردان وي، مشاوران یې ورته خپل یو شخصي دوست وروپیژني.
د بې کفایتۍ سمبول او منفي کفایت: دی دومره بې کفایته ولسمشر دی چې تصور یې نه شي کیدای. کله چې اسد خالد د فساد او بې کفایتۍ له مخې له کندهار ولایت نه ګوښه شي، دې یې وزیر ټاکي. چې داخله وزیر کار نه شي کولای، کور ته یې جرګه ورځي چې که خفه کیږې نه تا ته به بل وزارت درکړم. د براهوي په نوم یې یو وزیر دی عادي سواد هم نه لري. فرهنګ او سپنتا د اولسي جرګې له خوا سلب اعتماد شوي خو دې بیا د هغوی په د فاع کې تکړه دی. له کوره دوه شهرانیان وزیران کوي او هغوی هم په کور کې هره ورځ حساب کوي چې کوم یو ډیرې روپۍ ګټي. د ښو خلکو له کاره ګوښه کولو کې بیا (کفایت) لري. د کار خلک اشرف غني، جلالي، رسول امین، خالق فضل، د مهاجرینو وزیر او نور پښتانه یې ډیر زر له کاره ایسته کړل.
د اقلیتونو پښتون مشر: په دفتر کې یې یوازې ۱۴٪ پښتانه کار کوي، هغه هم زیاتره جمیعتیان او شعله یان دي چې رباني مقرر کړې دي. خو له دې څخه ځوریږي چې په پښتونوالې (تورن) دی.
د جګړه مارو او بې قانونه واکمنو او ځواکمنو کاندید: اوس چې جګړه ماران پوهیږي، د بل ځل ولسمشر کیدو وخت راروان دی، نو ټول دې نتیجې ته رسیدلي دي چې تر کرزي ددوی له پاره بل ښه بدیل نشته، نو ځکه د دوی ستراتیژیک انتخاب دی او کرزی صیب هم خوښ دی.
نتيجه: که کرزی صیب ددې وطن یو فیصد خواخوږی هم وي، باید دا ځل کاندید نه شي، او دې ته زمینه جوړه کړي چې یو جدي او صادق او پرکاره افغان دې هیواد ته نجات ورکړي.