کور / تازه خبرونه / امريكا: د افغانستان او عراق په باب له سختي پرېكړي سره مخ يو

امريكا: د افغانستان او عراق په باب له سختي پرېكړي سره مخ يو


د امريكا ولسمشر باراك اوباما چي تېره ورځ يې له دفاع وزارت (پنټاګان) څخه ليدنه وكړه، وايي د افغانستان او عراق په باب له سختو پرېكړو سره مخ دئ.
باراك اوباما څرګنده كړه چي په ۱۶ مياشتو كي به له عراق څخه ټول پوځيان وباسي او په افغانستان كي به د خپلو پوځيانو شمېر چي اوس ۳۶۰۰۰ كسه دي، دوه برابره كړي.
باراك اوباما وايي دا چي افغانستان يو منتخب حكومت لري، دى به د حامد كرزي له حكومت څخه ملاتړ كوي، خو پام به يې ټول وجنګ او په دغه هيواد كي د طالبانو ځپلو ته وي.
باراك اوباما وويل په افغانستان كي د بيا رغوني چاري به تر ډېره حده اروپايي هيوادونو ته پرېږدي، خو په ولايتونو كي له سيمه ايزو ادارو سره به دوى مخامخ ځيني مرستي كوي.