کور / تازه خبرونه / اوباما د افغانستان او عراق پر پاليسيو غور كوي

اوباما د افغانستان او عراق پر پاليسيو غور كوي

امريكايي منابع وايي تمه ده چي ډېر ژر به ولسمشر باراك اوباما د امريكا له دفاع وزارت څخه ليدنه وكړي او هلته به د افغانستان او عراق په اړه د پوځي قومندانانو پاليسۍ تر نظر وباسي.
د سپيني ماڼۍ وياند رابرټ ګيس وايي ښاغلى اوباما به هلته له عراق څخه د امريكايي پوځيانو پر ايستلو او ژر افغانستان ته د هغوى د لېږلو په باب خبري وكړي.
د انتخابي مبارزې پر مهال باراك اوباما ژمنه كړې وه، چي كه د امريكا ولسمشر سي په شپاړسو مياشتو كي به له عراق څخه د خپلو پوځيانو ډېره برخه وباسي.
ټاكل سوې ده چي باراك اوباما به د امريكا په دفاع وزارت پنټاګان كي د امريكايي پوځ له قومندان مايك مولن او جنرال ډيويډ پيټريوس سره خبري وكړي.
باراك اوباما تر دې مخكي د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګيټس او د پوځ له اعلى قومندان ايډمرل هم ليدلي، او وايي تر دې وروسته به د امريكايي پوځ له هغو قومندانانو سره مخامخ وګوري چي عملاً په جګړه كي ولاړ دي.