ايتلافي ځواكونه وايي د زابل په ولايت كي يې يو طالب قومندان نيولى دئ.
د ايتلافي ځواكونو يوه خبرپاڼه چي لر او بر ته رسېدلي وايي دغه قومندان يې د زابل په شاجوى ولسوالي كي د يوه راپور پر اساس نيولى دئ.
په خبرپاڼه كي د نيول سوي قومندان هويت نه دئ په ډاګه سوى، خو وايي دې كس د كابل او كندهار پر لويه لاره په وسله والو بريدونو او تر پلونو لاندي د بمونو په ښخولو كي لاس درلود.
تېره اونۍ په كندهار كي هم د دوو طالب قومندانانو د وژل كېدو خبر وركړل سوى و، چي يو يې آدم خان او بل ملا عبدالرحيم نومېدئ.
طالبانو تر اوسه د خپلو دغو قومندانانو د وژل كېدو او نيول كېدو په باب څه نه دي ويلي.