لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد ،سلطانزی ځدراڼ دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمدسلطانزی ځدران دجرمني هیواد، نیټه : دجنوري میاشتې شپاړسم ۱۶ / ۱/٢٠٠۹ دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرو سرچینه Hematopoietic stem cells Source : دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرې HSCs دسترسړي د پلنوهډوکوپه مغزکې لکه د پښتۍ ribs هډوکي ،دملاتیر Spine ، حوصله Pelvis ، دسرکوپړۍ Skull اودسټرنوم sternum په هډوکوکې شتون لري . په ۱–شکل کې دوینې هغه حجرې ښوول شوې دې چې دهډوکي په مغزکې پیداکیږي . دبیلګې په توګه میلوسایتMyelocyte ، وازده Fat ،میلوپلاکسMyeloplaxe ، سره کرویات Erythrocyte ،نورموبلاست Normoblast،اییزینوفیل Eosinophil cell، سړی کولای شي چې بنسټیز حجرې دحوصله Pelvis هډوکي څخه دیوې ځانګړې ستنې په مرسته ترلاسه کړي . همدارنګه دکلینیکي اوساینسي څیړنوپه موخه کیدای شی چې HSCs بنسټیزحجرې دنامه په غوټی پورې اړوندبرخې اویا دبلاربښت هډیانې پلاسنتا Placenta څخه راویستل شي . په بدن کې بهیدونکې وینه هم کیدای شي چې د بنسټیزحجرودسرچینې په توګه وکارول شي . دنوموړې موخې لپاره اړین ده چې مخکې له دې د یوډول پروتین Cytokines په مرسته وپارول شي . په دغه ډول چلنلاره کې د (granulocyte colony-stimulating factors), فکټورپه کارولوسره دهډوکوپه مغزکې دوینې پرتې حجرې هڅول کیږی چې دمغزڅخه ووځی اودبدن د وینې جریان ته ورننوځي . دتجربوپه موخه دمورپه رحم کې دودې په حال کې دجنین ینه Fetus liver او طحالSpleen دوینې ا ړین سرچینې تشکیلوي . انتي باډي Antibodies : انتي باډي یوپروتین دی چې دبدن معافیتي سیستم له خوا دانتیجین دشته والي په وړاندې دځواب په توګه تولیدکیږي . په ۲–شکل کې دیوه اریتروسایت (سره کرویات) په سطحه باندې ګڼ شمیر انتيجن شتون لري اوپه وړاندې یې انتي باډي تولیدشوي دي . په پایله کې انتي باډي دانتیجن سره یوګډکیمیاوي تعامل منځ ته راولي Antigen-antibody reaction . ۲-شکل : دانتيجن اوانتي باډی ترمنځ یوګډکیمیاوي تعامل منځ ته راغلی دی . . انتي باډي دایمونوګلوبولین immunoglobulins په نامه هم یادیږي او لنډیز یې په Ig سره کیږي . انتي باډی دګاماګلوبولین پروتینود ډلې څخه شمیرل کیږي اودشمزی لرونکوژووپه وینه اودبدن په مایعاتوکې پیداکیږي . انتی باډي دبدن ایمون سیستم څخه دپردیوشیانو اواورګانیزمو لکه باکټریاوو bacteria اووایروسونو viruses دخنثی کولواو پيژندلوپه موخه کارول کیږي . انتي باډي یوبنسټیزجوړښت لري چې ددوواوږدودرندو ځنځیرونو heavy chains اودوولنډوسپکوځنځیرونو light chains څخه جوړدي . په ۳–شکل کې انتي باډي دکارکولواوجوړښت بڼه ښوول شوې ده . دایمونوګلوبولینوIg درندوځنځیرونوڅخه پینځه ډوله پيژندل شوي دي اوپه یونانې ټکولکه ګاما،دیلتا،الفا،میو اوایپسیلون ښوول کیږي (γ, δ, α, μ and ε ). په ۵-شکل کې دانتي باډي اوانتیجن ترمنځ دغبرګون کړنلاره ښوول شوې ده کله چې دبدن ایمون سیستم دیوه اورګانیزم سره په تماس کې راشي . په دې ترځ کې دانتي جین په وړاندې دټي لموسایتونو اوپلازما حجروڅخه ایمونوګلوبولین تولیدکیږي اودبدن مایعاتوته وربهیږي . په پایله کې دانتیجن –انتی باډي دغبرګون یوځانګړی غبرکون منځ ته راځي . څرنګه چې انتي باډي د وینې په جریان کې ازادګرځي نوویل کیږي چې هغوی دبدن په هومورل معافیتي سیستم humoral immune system پورې اړه لري . داځکه چې دغه ډول انتي باډی دبدن مایع ته داسې توکسیک موادافرازکوی چې پتوګین مایکرواورګانیزم خنثی کوي، ویلې کوی اودپرڼ کولوله لارې یې بیخي دمنځه وړي . ۳-شکل : په وینه کې دهراړخیزوحجروبڼه ښوول شوې ده . په کیڼ شکل کې دانتيجن –انتي باډی کیمیاوي تعامل antigen-antibody reaction ښوول شوی دی. انتي باډي دځینوناروغیولکه الرژي (حساسیت) او autoimmune diseases په اړوند ډیراړین رول لوبوي . په وروستی ناروغۍ کې دبدن معافیتي سیستم د خپل ځان انتیجین موادواونسجونوپه وړاندې غبرګون ښيي. په پایله کې دبدن معافیتي سیستم اوتوانتی باډيautoantibody اوټي لمفوسایت جوړوی . نوموړي دخپل ځان غړوځانګړوانتیجینو،دخپل بدن نسجونواړوند اوتوانتیجینو اودخپل ځان په حجرويرغل کوي . داسې اټکل کیږي چې نوموړې یوه ارثي ناروغۍ ده اود HLA-System سیستم نیمګړتیا سره تړاولري . HLA دپیوند کولو یوځانګړی انتیجین دی چې دبدن هرې یوې حجرې په سطحه پیداکیږي . دانتیجین نوموړی مالیکول دټي لمفوسایت څخه پيژندل کیږي اوله دې کبله دنسجونود پيوندکولوپه کړنلاره کې دغبرګون ښکاره کولویانې ردکولو اویا زغملو په هکله بنسټیزرول لوبوي . دمعافیتي سیستم دډیرحساسیت دکمښت په موخه د ځینودرملنوimmunosuppressives لکه Cyclophosphamid, Azathioprin ، Glucocorticoide ، 1-Anti-CD3 (OKT3), Anti-TCR ، Corticosteroids څخه ګټه پورته کیږي . سره کرویات Erythrocytes: سره کرویات په وینه کې دنوروحجروپه پرتله ډیره برخه تشکیلوي اوسوررنګ لري . دسروکرویاتوپه منځ کې یونامتومالیکول شتون لري چې د هېموګلوبین په نامه سره یادیږی . دهېموګلوبین پروتین دسروکرویاتو په سل کې پینځه دیرش ۳۵ ٪ برخه جوړوي او دهیم په ګروپ باندې یې دوه قیمته اوسپنه Fe ++دیوه کمپلکس مرکب په بڼه تړلې ده . همدااوسپنه ده چې سروکرویاتوته یې سوررنګ بښلی دی . دسروکرویاتودنده داکسیجن اوکاربن دای اکسایدانتقال دی . سره کرویات دسږوڅخه اکسیجن رانیسي او دبدن هرغړي اونسج ته یې لیږدوي . همدارنګه سره کرویات د هېموګلوبین په مرسته دنسجونوڅخه کاربون دای اکساید رانیسی اوسږوته یې لیږدوي . سره کرویات ترمایکروسکوپ لاندې لږڅه ټول په یوه اندازه غټ ، ګردپلن ښکاري اوپه منځ کې دیوه ډیسک په توګه ورننوتلې بڼه لري ( biconcave disks) . دیوه پتولوژيکي سره کروي بڼه اوقطرکیدای شي چې دنارمل قیمت نه ډیربدلون وښيي . په ۴–شکل کې دپتولوژیکي سروکرویاتوبڼه هم ښوول شوې ده . دژوندموده یې لږڅه یوسلوشل ورځې۱۲۰ ده اوبیاوروسته دوینې ټاکلوحجرو یانې Phagocytes له خوا په ینه اوتوري کې دمنځه ځي . په ۴–شکل کې دسروکرویاتو،سپینو کرویاتواویوه ترومبوسایت بڼه په سکین الکترون مایکروسکوپ (scanning electron microscope (SEM کې شوول شوې ده . هغه کړنلاره چې سره کرویات پکې وده کوي او منځ ته راځي د اریتروپویسیس په نامه سره یادیږي Erythropoiesis . دماشوم دزیږدنې ترمخه اریتروپویسیس کړنلاره په لوړه کچه په ینه کې ، یوڅه برخه دهډوکوپه مغز کې ،په طحال یانې توري کې ، ژبړکڅوړه yolk sac خوبیا وروسته دسروکرویاتوتولیددغټوهډوکوپه مغزوکې ترسره کیږي . اریتروپویسیس دیوه هارمون په مرسته چې Erythropoetin نومیږ ي لمڅول کیږی اوپه دې توګه پیاوړی کیږي . که چیرته د اریتروپویسیس کړنلاره نیمګړې شي نودوینې کمښت منځ ته راځي . ۴-شکل : دبنسټیز حجرې څخه دسروکرویاتو، سره کرویات دهډوکي په مغزکې دبنسټیزحجروڅخه منځ ته راځي چې په لومړي پړاوکې یوهسته لرونکی ایروتروبلاست Erythroblast تولیدکیږي اوورپسې دځانه څخه هسته بهرته شړي اوپه ریتیکولوسایتونواوپه اخیر پړاوکې په ایروتروسایتونواوړي . سره کرویات هسته نه لري اوددې وړتیا لري چې پروتین پخپله جوړکړي . سره کرویات دپلازماڅخه دسنتریفوګ تخنیک په مرسته ترلاسه کیدای شي . (په ۲۰۰۸ ز کال کې داسې خپرونې وشوې چې درشیم (جنین ) بنسټیزحجرو Embryonic stem cells څخه په لابراتوارکې په مصنوعي توګه سره کرویات ترلاسه شوه . ترټوله ستونځمنه کړنلاره داوه چې حجرې ودې ته وهڅوي ترڅو هسته دځان څخه وشړي . بریالیتوب هغه مهال ترلاسه شه کله چې بنسټیزحجروته دهډوکودماغزوپه stromal cells حجروکې وده ورکړه شوه . اوس ددې هیله کیږی چې دغه ډول مصنوعی سره کرویات به دپیوندکولوپه کړنلاره کې ډیرګټورتمام شي .) ۵-شکل : هیموګلوبین دسروکرویاتوپه سایتوپلازماکې پروت دی اوپه چاپیره یې څلورهیم ګروپونه تړل شوي دي . دوینې لاندې ناروغۍ دسروکرویاتوسره تړاولري : وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دوینې حجرواودوینې پلازما څخه جوړه شوې ده . (پای) اخځلیک :
پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران
( طبي لکچرنوټ : پینځمه برخه )