افغانستان دکرکټ د نړيوالې ټولنې د دريم پړاو په سياليوو کې ارجنټينا ته په ۱۹ منډو ماتي ورکړه.
افغانستان پچه وګټله او د لومړي بيټنګ کولو په ترڅ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۵ منډي جوړي کړي. د افغانستان له خوا احمدشاه له ټولو ډيرې ۴۴ مڼډې وکړي. د ارجنټاين بارټن درې افغان لوبغاړي اوټ کړل.
دافغانستان له خوا احمدشاه ۳ او حميد حسن او سميع الله شينواري دوه دوه تنه اوټ کړل. احمدشاه د ۴۴ منډو کولو او دريوو لوبغاړو د اوټ کولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
نن د افغان لوبډلې مشر نووز منگل په لوبه کې نه وو او پر ځای يې احمدشاه ولوبيد. هغه له دې امله له دوو لوبو وويستل شو چې له هانگ کانگ سره افغانستان په خپل ټاکلي وخت کې اوورونه نه و بشپړ کړي. د قانون له مخې بايد د لوبډلې له کپتان او ياهم نورو لوبغاوړو دمعاش څخه د ناغې (جريمې) په توګه پيسې گرځول شوې واى خو افغان لوبډله معاش نه لري نو په بدل کې يې کپتان له دوو لوبو وويستل شو .
د دې پړاو په دوو نورو لوبو کې پاپوا نيوګيني يوګانډا ته په ۲۶ او هانګ کانګ کيمن آيلنډ ته په ۴۹ منډو ماتي ورکړه.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د يوګانډا څخه په ۱۴ منډو بايللي وه او په دوهمه سيالۍ کې يې هانګ کانګ ته په ۱۳ منډو ماتي ورکړه. افغانستان دا مهال څلور پواينټونه لري او دوه لوبې يې پاتې دي. دوی به خپلې راتلونکې لوبې د د چار شنبې په ورځ د پاپو نيو ګيني او د جمعې په ورځ د کيمن آيلنډ سره کوي.
دا مهال د ټولو لوبډلو پواينټونه په لاندې ډول دي.
لوبډله کړي لوبې ګټلي بايللي پواينټونه
پاپوانيو ګيني ۳ ۳ ۰ ۶
هانګ کانګ ۳ ۲ ۱ ۴
يوګانډا ۳ ۲ ۱ ۴
افغانستان ۳ ۲ ۱ ۴
ارجنټينا ۳ ۰ ۳ ۰
کيمن آيلنډ ۳ ۰ ۳ ۰
د افغانستان د کریکټ ډلي نن د سه شنبه په ورځ پچه وگټله لومړى يې مندې وکړې ١٦٤ ټول وسوځيدل، ارجنتاین په پیل کی ډیر تیز روان وه چی په لسو اوورونو کې ارجنتاين تر پنځو سو ډيرې منډې کړې وی خو احمد شاه د لومړی کس په سوځولو لوبی ته رنګ ورکه، د منډو او سوځیدلو شمیر تر ۱۴۴ او ۹ ته ورسید، چی ارجنتاین ته ۲۰ منډی په ۲۴ بالونو اړتیا وه او ۱ لوبغاړی پاتی وه نو دغه وه چی حمید په خپل وروستی بال باندی افغانستان ته بریالیتوب په برخه کړه.
د افغانستان اولس ته دی دغه بری نیکمرغه وي.
der khoshala swom
inshaallah mong hamisha po sport ke baryalitob ter lasa kawoo
mongh afghananan yow .
toll larawbar afghananow ta de zra lekome mobaraki wayam
aow po ommeed yam che 2011 cup television ta ba mong hum keneow
سلامونه مې ټول دوستان ومنئ انورشاه ځدران ته مینه اوسلامونه وروره هیڅ درک دې نشته ښه شوه چې ددې تبصرې يه لیدو دې په حال خبر شوم . ټولوافغانانوته دې دا ویاړ مبارک وي خدای دې هغه ورځ زر راولي چې دافغانستان لوب ډاله دپاکستان لوبډالې ته ماتي ورکړي
بختیارځدران
tolo ta de mubarak we ao allah de tal hamdase baryalitobona de tolo afghanano pa barkha kre pa har arkh de zhwandana ke !
kho zama heela la afghan takra lobgharo na da daa che dade tarsang che khpal criket kawe lag de nor de badan de shkola sport ham wakree hagha da che zeeni lobghari de khapa nashi kho da de doi pa gata wayam che de zeeno khete ghate dee ao de zeeno konatee no ka doi lag khpal andam ta ham pamlarana wakri no dade tar sang che kha lobghari dee khkole andamona ba ham walari laka sanga che de noro malkono lobghare de kha andam khawandan dee no doi de ham lag wrezhi ao ghwakho ao de ghwaro khwarakono sakha zan wasatee tar so na kheeta ghata shi ao na ham konatee ao ka doi kha da dwa shayano ta pamlarana wakri no wos che domra baryali dee mashallah no ka doi lag zanona dangar kree no kasam pa allah che da ba nora ham pa mando wahalo tezai ao chabakay ke la doi sara mrasta wakri!!! heela da che drana lobghari ao de criket meenawal zama pade khabaro khapa nashi ao ka cherta tase khpala de noro malkono lobgharo aksona ao zamog de gran hewad da lobgharo aksona sara partala krai no tase ba ham zama nazar ao salema newaka tayed krai.
pa kaliwala meena