کور / تازه خبرونه / اروپا: د ګوانتانامو د بي زندان تړل يو ښه ګام دئ

اروپا: د ګوانتانامو د بي زندان تړل يو ښه ګام دئ


اروپايي اتحاديې د باراك اوباما هغه پرېكړي ته ښه راغلى ويلئ، چي وايي د ګوانتانامو د بي زندان د تحقيقاتو څانګه به وتړي.
په برسلز كي د برتانيې، جرمني، فرانسې، پرتګال او چك جمهوريت چارواكو وويل د دوى هيوادونه په دې اړه د باراك اوباما د حكومت له پرېكړي څخه بشپړ ملاتړ كوي.
د چيك د خارجه چارو وزير شوارزن برګ وايي له دې زندان څخه د خوشي سو بنديانو د پناه په اړه به هر ملك خپله فيصله وكړي، خو د پرتګال صدراعظم لوئيس ايمډو بيا وايي اروپايي هيوادونه د امريكا له حكومت سره پوره مرسته كول غواړي.
هغه وويل د اروپايي اتحاديې لوړ پوړى هيئت به د فبروري په مياشت كي واشنګټن ته سفر وكړي، او كه امريكا د دې بنديانو په باب مرسته وغواړي، اروپايي اتحاديه به خپلي ذمه وارۍ پوره كړي.
اروپا وايي د ګوانتانامو په زندان كي داسي بنديان سته، چي تر اوسه كوم جرم نه دئ پر ثابت سوئ، خو كه خپلو هيوادونو ته ولاړ سي، ښايي د حكومتونو له خوا وځورول سي.
فرانسې دوې ورځي دمخه پر اروپايي هيوادو ږغ وكړ، هغو ۶۰ بېګناه بنديانو ته سياسي پناه وركړي، چي د حكومتونو له بېري خپلو هيوادونو ته نه ځي.