کور / تازه خبرونه / په ننګرهار کې د ماين چاودنې درې تنه ووژل

په ننګرهار کې د ماين چاودنې درې تنه ووژل

د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ اړوند د سرې کلا په سيمه کې په يو ټونس موټر د سړک د غاړې يو ماين چاودلی چې درې تنه ولسي وګړي پکې وژل شوي دي. د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزی وايي ماين دهغه سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی و کوم چې له جلال اباده تورې بوړې ته پخېږي. عبدالزی وايي د ماين په غه چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او موټر يې په بشپړه توګه له منځه تللی. تر اوسه کومې ډلې ددغې چاودنې پړه نه ده منلې خو د والي وياند وايي د دوی پوليسو پلټنې پیل کړي او هڅه کوي چې د ماين خښوونکي ونيسي.