یوه لنډه تبصره:
هغه مهال چې ببرک کارمل د شوروي پوځونو په ځواک واک تر لاسه کړ نو پخپلو شعارونو به یې د شوروي اتحاد دوستي پدغو ټکو بدرګه کوله :
؛که چېرې زموږ شمالي ګاونډی لوی شوروي زموږ تر شا نه وای نو موږ به اوس د نړۍ په سیاسي جغرافیه کې شتون نه درلود… معیاری وطنپرستي در سویتیزم است؛ یانې د کارمل خبره هېواد پالنه د شوروي پلوۍ کې ده.
د ببرک کارمل د دومره وفا داري سره سره چې شوروي په ټانک سپور کابل ته راننوت او بیا د کابل په تخت کېناست . خو د تاریخ ترخو شېبو دا وښودله کله چې افغان اولس د خپلو اتلولیو له مخې په شوروي ځواکونو رڼا ورځ توره شپه کړه او لاسپوځي کارمل چې پخپلو سیاسي لاپو شاپو د افغان اولس او شوروي اتحاد په سترګو کې خاورې اچولې د تاریخ څرخ په خپلو چټکو ګامونو د ده سیاسي تابوت تورو خاورو ته وسپاره یانې دا چې د برژنف وروستی ځای ناستي ګورباچف ببرک کارمل ته وویلې ؛زه نور د شوروي اتحاد اولادونه ستا د واک لپاره نشم وژلی یا له خپل ځان او انقلاب نه دفاع وکړه او یا د واک کریچ په ځمکه کېږده !! نوموړی په پای کې دېته اړ شو چې له واکه ګوښه شي … هماغه وو چې په ځای یې ډاکتر نجیب واک تر لاسه کړ . نو کله چې پوه شو د افغانستان تخت یې له لاسه ورکړ نو د یو شمېر پلویانو له خوا د شوروي سفارت مخې ته ورغی او په دغو شعارونو یې د کرکې غږ پورته : ؛مرګ په سوسیال امپریالیزم ، مړ د وي ډاکترنجیب … موږ امریکا غواړو …
که تاریخ کټ مټ نه تکراریږي خو په یوه بڼه نه په یوه بڼه ځنې پېښې غبرګوي ځکه خو اوس حامد کرزی غواړي چې د کارمل په پله پل کیږدي او پخپل غولونکي سیاست افغان اولس ته ور وښېي چې زه د امریکې لاسپوځی نه یم وګورئ چې زه د امریکا عملیات هم غندم او وګورئ چې زه بېواکه نه خپلواک یم چې غواړم د روسې له هېواد سره د دوستي اړیکې ټینګې کړم . ولې دلته پوښتنه پیدا کیږي چې:
حامد کرزی آیا په دې خوابدی شوی چې د امریکا او بریتانیا په یو شمېر خپرونو کې ولې داسې کښل شوي چې د حامد کرزي اداره په اداري فساد کې ډوبه ده ؟
که حامد کرزي کوم خوب لیدلی دی چې د بوش له لرې کېدو وروسته د ده لرې کېدل اړین دي او ؛اوباما؛ غواړي چې د کرزي بې کفایته ادارې ته د پای ټکی کېږدي … نو ځکه خو کرزی غواړي چې امریکا د روسې په دوستۍ باندې و وېروي . ولې کرزی باید په دې پوه شي چې د خپلې واکمنۍ لپاره له ؛لوڅ برق؛ سره لوبې ونکړي .
که حامد کرزی خپل ځان د افغان اولس خواخوږی ګڼي چې زه ځکه له امریکې سره مخالفت کوم چې په افغانانو باندې بېځایه بمباري کوي… خو نوموړی باید په دې پوه شي چې اولس پوهیږي چې ته غواړې د مسکو په سړک امریکایي شورلېټ او جرمني بنس وځغلوي !؟ هغه مهال چې په ۱۳۸۲ کال د دلوې په ۱۱ نېټه د امریکا په هوایي بمبار کې ګڼ شمېر وګړي چې ناوې او هلک هم پکې ووژل شول ولې تاسو کرزي کوم عکس العمل ونښود چې د ارزګان بې وسه او بېوځله وګړي د غم په ټغر کېناستل؟
د شین ډنډ خونړۍ پېښه ، د هسکې مېنې په ورا باندې ډزې او د زرګونو افغانانو مرګ او ژوبله آیا دا د افغانستان وګړي نه وو چې ښاغلي کرزي پرې خوله بنده کړه؟
که چېرې حامد کرزي د هېواد د تاریخ پاڼې نه وي اړولي نو لږ تر لږه خو به د افغانستان د درې لسیزو غمیزه ور په زړه وي چې هر کیڼ اړخي او ښي اړخي واکمن د خپلې واکمنۍ لپاره څومره وینې توې کړي دي . نو د تېرو تجربو له مخې نور نه ښایي چې نوموړی دې د ورته وینو تویولو بټۍ لا توده وساتي او افغانستان د امریکا او روسې د سیالیو ډګر کړي او یا د د راتلونکو ټاکنو لپاره له هرې وسلې ناوړه ګټه پورته کړي . دی باید پدې پوه شي چې دی د دغو شرایطو قرباني دی او له دې پرته پدې هم باید پوه شي چې موږ د شوروي د دوستۍ له بابته ډېر زیانونه ګاللي دي او د لویدېزې نړۍ د ګوزار نښه ګرزېدلي یو. ۲۰- ۱- ۲۰۰۹
خليل ته د لراوبر پيغام :
هري موضوع د هغې اړوند تبصره وليکئ ، که د موضوع په اړه نظر يا تبصره نه لرئ ، ضرور نه ده چي له موضوع ووزئ .
لراوبر يوازنۍ ويبپاڼه ده چي د مهمو موضوعګانو په اړه تاسو ته په مستقيم ډول د خپل نظر خپرولو اسانتيا او ازادي درکوي ، دا په دې مانا نه ده چي تاسو له دې ناوړه ګټه واخلئ .
په پرله پسې ډول د لراوبر ويبپاڼي له اسانتياو څخه ناوړه ګټه اخيستل تاسو د لراوبر له لوستلو محرومولای سي .
په درناوي
د لراوبر د تبصرو د برخي مسول
nyazai saib sta la garmo ahsasato na dera manna pa rashtya ham laka sanga che ta nan da karzi aw da hagha pa be kefayata aw qachaqbar team bande rana wachwola .nor da afghanisatn walas da karzi pa de madaregare khbaro na gholaze ka karzi ee waqyan da de watan bache waye no pa de 7 kalono ke ba ya da de watan pa mazlomo khlko nazar darlodalayee .za da pa daga wayam hagha ca che pa ratlolnko takano ke de be kefayata team ta raya warkra no pa toloo gonahoo ke ba shamil se.
ګران ورور غروال صاحب !
د تخنيکي تېروتني له امله ستاسو تبصره ړنګه سوې ده ، هيله ده له دې امله زموږ معذرت ومنئ .
په درناوي
د لراوبر د تبصرو د برخي مسول
The first comment included mistake: it wriiten there " Mr. G. W. Bush does not want to continue the war in Afghanistan ". Correct one is below
Mr. G. W. Bush does want to continue the war in Afghanistan.
I am soory for it!
GRANA NYAZAI SAHIB,,,,SALAMONA
GRANOO WRONO, KA SHA SHOJAH AOW BABRAK KARMAL,AOW TARAKI ,AOW AMIIN, AOS DA QABRA SAKHA RA KASHINAI, NOO WA KARZI SAHIB TA BA WA WAYI, CHII HALAKA DEAR WATAN FROSHA YA ,,,,,,
زه نه پوهیږم چی موږ ولی ټول عمر پر چارواکو ړوند انتقاد کوو. ښه نو ښاغلی نیازی صاب ته یو کار وکړه. ته یی د افغانستان د سیاسی چارو کارپوه. ته ښاغلی کرزی یا دغه خوار او ټوک ټوک ملت ته د هیواد دنن دقضیی حل وروښیه. صرف ځان یو کار پوه ثابتول کفایت نه کوی. نن افغانستان قضیه حل لاری ته اړتیا لری. له یوی خو نړیواله لوبه روانه. له بلی خوا د همسایه ګانو چی مهم ګاټی یی حزب اسلامی، جمیعت، دوستم ، سیمه ییز ټوپکسالاران، او همدارنګه تر ټولو مهم طالب نما خلک دی . نو په داسی حال تشی ګنګوسی خپرول نه بلکه قابل عمل حل په کاردی صاحبه،
The right and honest solution is to start a fundamental change, namely to let the installation of provisional government from Afghans and with Afghans whitout any influence and dictate from outside. The patriot Afghans have such quality and the Nation has such honest, brave personalities, they can establish the security, peace, freedom and such government can give the hope of prosperity to the Nation. Such government with support of UN should be valid for few years.
The mentioned killer, criminals will be brought to court, those killer and criminals are production of foreigners and the present goverment is as well. Mr. Nyazi described and compared the behavior of Mr. Karzai during his power from 2001 till now and it is good so.
afghanistan is an independendant state and has the right to have good relationship with all countries round the world,nato and american authorities are not sincere in strenghtening the afghan army and afghan government wants the army to be capable and stable in order to tackle with extrimism and terrorism,there is no way for the government of afghanistan to choose except requesting russian government to help afghan army and afghan army feel comfortable in using russain made equipments,it shouldn't be ment that we are going backward 1974,we have the right and we need to have good relationship with russia.
Afghans gave Karzai 8 years to fix things. If Karzai can fix, he better do it now, or he should leave it for someone else. It is unfortunate that Mr. Karzai cannot clean up his government and blames others for it. It is time to rethink the strategies of rebuilding and turnaround the entire apparatus. If Karzai will not list, we will be enjoying the same misery for 4 more years.
Responsible of LAR AW BAR Web Site, thank you for your advise, the article is written about ” Karzai steped the direction of Karmal” and NOT ABOUT PAKHTUN KHWA or about some thing else, as it is saying” po kwacho ke magas lattawee” , if it so, I will understand your point and I will respect your decission. I want to point out only, that I never acted to misuse your Web Site for different subjects, I mentioned just the fact regard above article. I wish you and your Web Site more success and honest being
*******************************************
ګران ورور غروال صاحب !
د تخنيکي تېروتني له امله ستاسو تبصره ړنګه سوې ده ، هيله ده له دې امله زموږ معذرت ومنئ .
په درناوي
د لراوبر د تبصرو د برخي مسول
د لرو بر ګرانو عزیزانو
زما دا تبصره لروبر کی د پښتون
خوا د تبصرو د کړکی په پاره کی دی مګر څرنګه چی هلته نور د تبصرو امکان
نسته غواړم خپل نظر تاسو ته دلته وړاندی کړم.
http://larawbar.net/detail.php?id=8524&date=2009-01-26
خپلي تبصرې کولائ سئ چي د
لراوبر د اړيکو له لاري راولېږئ !