حاکمان چي سې نا اهله خلک مله سی دسره دغلو
حکومت چي بـیغـمـباش سې بازار تـود دخـپـلسرو
رهبران چی کوڅه ډب وی د پردو پر ور سولیږی
بـیـقدری دخـپلو ډیـر کړی ډیـر وی قـدر د پـردو
اختـناق د حاکمانو زیـږوی تل کودتا – انـقلابونه
سـمه لاره چي سی بـنـده خـلک اوړی پر نخـرو
چی د علم ور پر بند وی خود به ځی مخ پر تیارو
دطبـيـب نیستی ناروغ کړی مخ پرکـوډو زيارتو
تارومارسې رمه هـله چي ويـده بـیـوخته شپـون وې
دلـیـوه له ويـری کلی، وی احتـياج د کـوټـه سـپـو