د جمعې ورځ وه د ملګرو سره وم، یو ملګري راته وویل چې دی غواړي د پنځمې حوزې په جوماتونو وګرځي تر څو هغوی ته د ښوونځیو د پښتو کېدو لپاره تبلیغ وکړي. زموږ څخه بېل شو، او د ده کار ټولو ملګرو وستایو. مازدیګر شاوخوا وي چې راته یې ټيلیفون وکړ چې د خدای په لحاظ په انټرنیټ کې دې موضوع ته ګوتنوینه وکړه تر څو په دغه بهیر کې ټول خلک برخه و اخلي. زه د هغې خبرې لږ په تفسیر تاسو ته وړاندې کوم:
د پنځمې حوزې په سیمه کې له ډېرو وختونو راهیسې د ښوونځیو د پښتو کېدو پروسه روانه ده، چې د ډېر اخ او ډب وروسته د هغې ځای پښتانه چارواکي وتوانېدل تر څو په دغه حوزه کې حکومت دې ته اړ باسي چې ښوونځي په پښتو شي، اوس ستونزه په دې کې پیدا شوې ده چې د هغې ځای خلک چې غوڅ اکثریت آن تر دې چې ټول پښتانه دي، هغوی نه غواړي خپل ماشومان د پښتو ژبې ټولګیو ته واستوي. زه نه پوهېږم چې دوی څه غواړي؟ یا دوی څه موخه لري؟ کله دا فکر کوم چې دوی به د رفعت، زریاب، پدرام په خبرو غوليدلي وي. بیا وایم چې دغه هغه سیمه ده چې د ټولو پښتنو سترګې دې خواته دي چې دوی ويښ پښتانه دي، کله چې په دې سیمه کې دا بهیر بریالی شي نو نورو سیمو ته به هم وغزېږي، خو دوی داسې نه دي.
ډېر د درد او افسوس ځای دی چې د یوېشتمې پیړۍ روڼ اندي دومره وروسته پاتې چې خپله ژبه به ځایه پرېږده د خپل ماشوم حق هم ترې اخلي. همدغه ماشومان به بله ورځ تاسو ته ښکنځلې کوي او په تاسو به لعنت وايي.
ای پښتنو تاسو ولې داسې یی؟ په خبرو کې دومره مخکې یی چې آن په ایران خبرې کوی چې زموږ په هېواد کې لاس وهنه کوي، ژبه مو له منځه وړي، خو په عمل کې دومره ډارن او بې زړه یی چې خپل ماشومان له پښتو ویلو منع کوی تر څو د ایران… مو ونه وژني یا بل څه درباندې ونکړي.
راشﺉ خپل رسالت په ځای کړﺉ د پښتو ژبې لپاره نه د خپلو ماشومانو لپاره لږ کار وکړﺉ ولې داسې ظلم کوی یا خو هغوی ته د تاجکستان تذکرې واخلی او هلته یې ولېږی او فارسي ژبه په هغه ځای کې به ولونﺉ او یا خو هم هغوی ته د زده کړې زمینه برابره کړﺉ. دا څه دي چې هغه ته ټول ژوند فارسي ورپیچکاري کوی او په خوله ورته وایی چې ته پښتون یې، ستا بابا او نیکه دا او دا کړي دي.
تاسو به هم کله نیکونه او بابا ګان شی خو په هغه وخت که به ستاسو لمسیان تاسو ته خپل تباه کوونکي وايي او په تاسو به لعنت کوي چې کاش داسې بې زړه بابا ګان مو نه درلودی. او تاسو به دوی ته د خپلو زړور او با شهامته نیکونو نومونه هم په ځمکو وغورځوی. هر کله دا وايی چې میرویس نیکه، احمدشاه بابا، مومند بابا، دا ټولې خوشې خبرې دي چې تاسو یې کوی. راشﺉ دا ووایی چې د ۲۱ پیړۍ بابا فلانکي خپل زوی ته پښتو ښکاره کړه.
د پښتون دښمن، خپله پښتون دی، هر څوک غواړي خپلې ژبې ته وده ورکړي، زموږ دري ژبو وروڼو هیڅ نه دي کړي د هغوی مسلم حق دی چې د دوی ژبه وده وکړي، خو د افسوس خبره دا ده چې زموږ پښتانه بیا دوی ګرموي او ټوله پړه په دوی اچوي. زه درته وایم او تاریخ په تاسو ته شاهد شي چې دوی د تاریخ اتلان دي، خو تاسو د خپل ژبې لپاره خاینین یاست او هیڅکله به هم افغان ولس ستاسو دغه لوی خیانت ونه بښي.
زموږ مشر لارښود سیدجمال الدین افغاني؛ هندیانو ته خبره کوله چې که تاسو به انګریزانو لکه مچۍ وبزې ګی نو هغوی دومره لږ دي چې ستاسو بزه دا به د هغوی لپاره کافي وي.
اوس زه تاسو ته وایم تاسو د پښتنو د مخالفینو په وړاندې مه بزه ګې یوازې دومره وکړﺉ چې خپله پښتو ووايی او خپلو ماشومانو ته پښتو ښکاره کړﺉ. دا هم کافي ده چې هغوی ماته وخوري.
دا درد دی، دا غم دی، دا هر څه دي، که تاسو وایی چې ستاسو ماشومان به د علمي پښتو د ویلو سره ستونزه ولري نو راشﺉ دا قرباني د یو کال لپاره ورکړﺉ بل کال ته به د هغوی دا ستونزه هم هواره شي. ستاسو بابا ګانو لکه پاچا خان ۳۶ کاله د پښتو لپاره بند تېرکړی دی. دومره غټې قربانی ته اوس څوک آماده دي. همداسې؛ خوشال بابا، اشرف خان او داسې نور…
د پښتو ژبې پلي کېدل په دغه سیمه که ستاسو لپاره هر څه دي فرض، واجب، سنت حتمي یې پلي کړﺉ او په لویه کچه تاسو په کې برخه واخلﺉ. کله چې دا بهیر پیلېدو نو زه خوښ وم چې دا دی وروسته له ډېرو وختو د پښتنو د زړه ارمان پوره کېږي خو اوس چې وینم. دوی دا کار په خپل ځان یو بار ګڼي، داسې مه کړﺉ دا ټول خیانت او خیانت دی.
بس نور بس ده، هر څه چې لیکې یوازې خبرې دي، پښتانه د عمل خلک نه دي، دوی پرېږده چې ځان وژنه وکړي، خپله ستاینه وکړي، ښوونځي وران کړي، روغتونونه وسيځي. دوی د عمل خلک نه دي، د دې خبرې په اورېدو سره ما پریکړه وکړه چې زه به هم ځان هزاره، تاجک یا ازبک کړم، دومره غیرت خو به راته راشي چې د خپلو پړ (ملامت) لپاره اعتصاب وکړم. یوه اونۍ به ډوډۍ ونخورم، که چا را ته څه وویل نو خلک به لاریونو ته وباسم او نور… به وکړم.
بیا هم بیاهم او بیا هم په تاسو باندې غږ کوم چې د پښتو سا (روح) ستاسو په لاس ده او تاسو یې ژغورلی شﺉ خپل ماشومان وژغورﺉ او هغوی ته یې خپل حق ورکړﺉ.
وروركه ټولي خبري دي سمي دي، خو راسئ اول د ښوونځيو د ساتلو او وروسته يې د پښتو كولو غم وخورو!
سهېل لويديځه ، خدای دي درباندي ورحميږي ،دپښتو ښوونځيو د جوړېدو مخه نيوونکي او د ښوونځيو ورانوونکي له يوې سرچېنې اوبېږي ، اوريدلي به دي وي چي وايي ( فقير ته د سپو سلا يوه ده ).موږ ته دا مهال تور او سره سپي سلا يوه کړې ده ، يو وایي زه به د پښتو ښوونځيو د جوړېدو خنډ کېږم ، که بيا هم کومه يوه پاته وي ته يې وسوځوه ، په دې ډول به پښتون قام بې علمه پاته سي او يو بل به له منځه يوسي ، تر څو د فقير کچکول د تور او سره سپي تر منځ ووېشل سي .
دوی ته اعلان دی چي اوس پښتون قام ورځ تر بلي ورځي په خپل خير و شر پوهيږي او ورځ په ورځ ستاسو تور مخونه لا توريږي .
Mr. Wardag, you are very right. Education is a right for all humans, and it is a basic right. If we do have this right, then we have nothing in life to hope for. Pashtuns need to wake for a 21st century. They need to change the socioeconomic conditions in order to live, or they will victims of their own deeds for the rest of their life. learning, teaching and understanding Pashto will enable Pashtuns to stand out and show to the world that they have an identity. Unfortunately extremely inferior Pashtuns still think that by knowing their own language is a crime against civilization.
زه به خپله يوه خاطره وايم: تر اتمه ټولګي په ننګرهار كې مې ښوونځى ولوست، د خپل ټولګي او د خپلې دورې عمومي اول نمره وم. په هيواد كې ګډوډي شوه او د ثور د اوښتون له امله پر هيواد د سور كافر او تور منافق غوبل جوړ شو، له همدې امله د خپل د خاپوړو ځاى پرېښودو ته اړ وتو او كابل ته راغلو او د حربي ښوونځي په نهم ټولګي كې شامل شوم.
دلته مو درسونه په پارسۍ شول او خداى شته چې نهم ټولګى پاى ته ورسېد او ايله دومر مې وكړل چې ځان كامياب كړم.
تل خپلې تنبلۍ او په دري ژبې زده كړې ځورولم او داچې بايد يو ځل بيا ځان اول نمره او يا هم عمومي اول نمره ووينم، نو دغه احساس تل راسره و او كه ووايم په همدې احساس راته د حربي ښوونځي سختې شېبې اسانېدې او ځان مې زيار ګاللو ته ټينګ كړى و.
په لسم ټولګي كې په پارسۍ لږ لږ وپوهېدم او ملا مې اول نمره توب ته وتړه، خو چې ازموينه تېره شوه له څو څلوېښتم نمبر څخه دريم ته ورپورته شوم. په يولسم كې دويم او په دولسم كې اول شوم، خو دا نوره ډېره ناوخته شوې وه او زما په ارمانونو خاورې دوړېدلې وې.
په دري ژبه كې خپلې ناكامۍ دې ته اړ كړم چې تل بايد دري ولولم او پښتو ته شا كړم. همدغې د دري زياتې مطالعې دا برى راوباښه چې د يوولسم ټولګي په ازموينه كې د دري تر ټول ښه پارچه وليكم . په دې سربېره چې ټولې پوښتنې مې له لازمې اندازې پورته ځواب كړې وې، پارچه مې په مشق قلم هم ليكلې وه او له ازموينې وروسته د دولسم ټولګي د پيل پر مهال چې بيا هم نورمحمد خان چې په توكم هزاره و، زموږ د دري ښوونكى و، نو زما د ازموينې پارچه يې صنف ته له ځانه سره راوړه او هغه ورځ يې زما په پارچه پوره يو ساعت خبرې وكړې، چې دغه ستاينه زما د لاهڅېدنې لامل شوه او په دولسم ټولګي مې هم همداسې پارچه وركړه، خو لكه څنګه چې ما په دري مضمون كې 5 او دوه مثبته اخيستي و، په پښتو كې مې يوازې پنځه نومرې اخيستې وې چې له همدې يو مثبت د كم اخيستو له امله دويم نمره شوى هم وم.
سره له دې چې ما به په دري مضمون كې پوره نمرې له دوو- دوو مثبتونو سره ګټلې خو اوس هم درته اعتراف كوم چې كله د پارسيانو په غونډه كې پارسي وايم نو د ناسم ويلو له امله يې خلك راباندې خاندي او اوس نه د پارسۍ شوم او نه د پښتو د زده كړې.
اوس چې له دواړو پاتې يم نه څوك راته په كمزورې او ماتې ګوډې پارسۍ دنده راكوي او نه هم په ماتې ګوډې پښتو.
او په ژوند كې تر ټولو ترخه خاطره مې همدا ده چې په خداى راكړي ښه استعداد سره بيا هم نه د دين شوم او نه د سادين او كه ما خپلې زده كړې په پښتو كړې واى نو د پارسۍ د زده كړې پر ځاى به مې لابراتوار ته مخه كړى واى او يا به مې انګليسي او كامپيوټر زده كړى واى او ښه دنده به مې درلوداى، نو زما هيله له پښتانه پلاره او موره دا ده چې د خپلو اولادونو د راتلونكي په باره كې فكر وكړئ او خپل اولادونه د پارسۍ ټولګيو ته په استولو سره زما د بېكاره او بې روزګاره په برخليك مه اخته كوئ.
تاسو ته خو معلومه ده چې اوس په پارسۍ كې هم خونده پاتې نه ده او اوس وخت د انګليسي دى خپلو اولادونو ته د پارسۍ پر ځاى د انګليسي د زده كړې وخت په لاس وركړئ او راتلونكى يې ډاډمن كړئ، نه دا چې د خپل اولادونو وخت په پارسۍ ونيسئ دوى چې تر څو بيا پارسيوانان كيږي نو پارسيوان به بيا انګليس شوى وي، هغه به بيا د انګليسي د زده كړې له امله وزير، رئيس او مدير وي او پښتون به د دري دزده كړې له امله څوك چپړاسي هم نه مقرروي. زه له تعصب پرته درته وايم دري نوره د ماخذ ژبه نه ده او خپل پخوانى برم يې د انګليسي پر وړاندې له لاسه وركړى، كه غواړئ چې له اولادونو مو سړي جوړ شي نو د مورنۍ ژبې په توګه د پښتو زده كړه او د بهرنۍ ژبې په توګه د انګليسي زده كړه كولاى شي د دوى راتلونكې په ښه ډول ډاډمنه كړي.
د يو شي يادونه اړينه بولم چې زما خاطره كومه جوړه شوې ډرامه نه ده او زما د زړه درد او زړه تجربه ده.
I do not think that Farsi or so called Dari will give me the ability to earn living any more. Thanks to my Pashtu, I was able to learn many more languages. In order to have access to information, I believe that English should become official language of Afghanistan, so Afghans are enabled to communicate with the rest of the world. Pashtu is important for the development of our kids, National Identity, and socioeconomic transformation. We better learn from other nations in order to live a human life.
ګرانه وروره دا خو دې ډېر د غيرت کار کړى دى.
مونږ ټول په خپلو کې يو نو سپينې خبرې به کوو.
دا کومه مسله چى تا په خپل مضمون کې ياده کړه زه لا پخوا ترې خبرې وم. چى د پينځمې حوزې ډېري اوسېدونکي پښتانه دي خو هغوي په فارسي ښوونځيو کې لوست کوي، تردې چى زما نږدې خپلوان هم ډېر دي . په دغه ځاى کې د دوو سيمو خلک اکثريت دي ١ – د ميدان وردګو خلک (چى زه هم د همدغه ولايت يم) ٢- د پغمان خلک .
هغه پښتانه ولايتونو چى د کابل په لويديځ او سوېل لوېديځ کې پراته دي هغوي ډېر زيات د دري ژبې تر اغيزې لاندې راغلي دي. او اکثره وخت دغه پښتانه داسې فکر کوي چى که دوي په فارسي خبرې وکړي نو دوي جانب مقابل ته ډېر متمدنه، د پوهې خاوند ښکارېږي. له دغو پښتنو څخه هغه کورنۍ چى يې په پاکستان کې د مهاجرت شپې تېرې کړي هغوي بيا ښه دي او دغه پښتانه چى دلته اوسېږي دوي لکه پښتو نه دري ژبې ته ډېر ميلان لري . (په پښتو شرمېږي) .
زمونږ ځينې ورونه بيا په دې آند دي چى مونږ خو چاسره تبعيض نلرو نو ځکه دا مسله هم نه يادوو، دا خو بلکل غلطه خبر ده داستا حق دى. دا ستا د راتلونکو ماشومانو حق دى (په پښتو خبرې کول، په پښتو لوست کول) بل دا چى مونږ د مورنۍ ژبې نه دومره لرې شوي ( يو چى پدې هم نه پوهېږو چى په مورنۍ ژبه ډېر ښه او په آسانۍ سره تعليم حاصل کېداى شي ). زمونږ بله بدبختي دا چى په ټولو 10-11 ټلويزيوني چينلونو کې يوازې يو چينل پښتو ده چى هغه شمشاد ده. دا نور ټول (امروز،فردا،صبح، ديروز او پرېروز دي) نو د دې کار لپاره تاسو خپلو هڅو ته دوام ورکړى، او خداى مونږ ته نور هم توفيق راکړى چى د خپلې درنې، پياوړې، توريالۍ، اسلام ته نږدې ژبې ته خدمت وکړو.
په درنښت
Due the abondunce of Pashtu language, Pashtuns remain behind other societies. Due to this factor, majority of Pashtuns cannot create a normally functional society. In order to make Pashtuns aware of their weaknesses, Mr. Wardag, you and your friends are doing a great. job.