د كركيټ د نړيوالو سياليو ته د لارموندي په دريم پړاو كي افغانستان له پخواني حريف هانګ كانګ سره لوبه كوي.
افغان لوبډلي لومړى بيټينګ كړى دئ چي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۲۰۱ منډي جوړي كړې.
څارونكي هيله لري چي افغانستان به د نن ورځي لوبه وګټي، په داسي حال كي چي تېره ورځ يې له يوګانډا څخه په ډېر لږ توپير وبايلل.
د لوبي څارونكي وايي افغانستان په پيل كي تر پرون ډېره ښه لوبه وكړه.
هانګ كانګ د افغانستان سره تقريباً په يوه درجه كي دئ، چي دوه واره افغانستان فاينل لوبي ځني بايللي، خو د څلورم پړاو په لوبو كي بيا دغه هيواد ته دوې پرله پسې ماتي وركړې.