کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پارلمان وجهي صندوق (IMF)

د پارلمان وجهي صندوق (IMF)

څوورځي مخکي په کابل کي دولسي جرګي استازو دسوله ساتو قواوو!! په بمباریو کي دوژل سووهیوادوالودکورنیوسره دمرستي دوجهي صندوق (ای ،ایم ،ایف ) پرانستلویوه نوې طرحه وړاندي  اووڅېړله . دغه راز استازوپه افغانستان کي دمیشتوایتلافي ځواکونوڅخه ونوموړي صندوق ته دزیاتي بسپني ورکوني  غوښتنه ځکه  وکړه ، چي ویل یې  دمرسته اخیستونکو ډېری د ایتلاف دبمباریوقربانیان اودشهیدانو دکورنۍ غړي دي  .


 که دنړۍ په جمهوري نظامونوکي دپارلمان رول اوددولت ددرې ګونوقواووڅخه دیوې قوي قوې په توګه ورته وګورونوپارلمان ددولت دبهرني اوکورني سیاست ،اساسي قانون ، اقتصاد،تعلیم ،ددولت اوملت ترمنځ داړیکوټینګولواوپه ټوله کي دملي نوامیسواوملي منافعو دساتني خورامهمه اواغېزمنه مرجع ګڼل کیږي . ولي برعکس په ګران هیوادافغانستان کي بیا دپارلمان استازو”څلور” کاله دخپلومعاشونو،شخصي کورونوغټوسترخوانونواو……دغوښتنوپرسرپه مناقشواومظاهروتېر کړل .ایله یې اوس دتېري دورې دختمېدواودنویوټاکنودراتلوپه درشل کي په پارلمان کي دیوواربیاانتخابېدوپه موخه ظاهرا دمظلومودربدروهیوادوالودستونزودمخنیوي په خاطردمرستي دوجهي صندوق یوه  نوې خوخطرناکه تیوري او فارموله وړاندي اومنظورکړه .


بېله شکه چي پورتنۍ فارموله به دبهرنیانوپه ګټه اودافغانانوپه زیان تمامه سي  ځکه چي یرغلګروته به نورهم دولسي وګړودډله ییزووژنواوړندوبمباریوزړورتوب ورکړي که هرڅومره کلي اوکورونه وران ،ښځي اوکوچنیان شهیدان کړي خیر څه پرواکوي خوپه وجهي صندوق کي به یې دکورنۍ غړوته چنده ورټوله اوجمع کړي .


 که په تېروڅوکلونوکي دپارلمان کاکردګي ته وګوروښکاره ده چي په هیوادکي دروانوبدامنیو،لوږواویوعالم ستونزوپه مخنیوي کي یې هیڅ یومثبت ګام هم ندی پورته کړی،بېله دې چي د نړیوالي ټولني په مستقیم حضورکي دسمتي اونژادي تعصبونواوشخصي ګټوپرسریوله بله په بوتلانوسره وولي اوسپکي سپوري سره تبادله کړي .


دپارلمان د یوې پخوانۍ غړي اودلاوري سیاستوالي “ملالۍ جویا” هغه جالبي څرګندوني رایادي سوې ، چي دموجوده پالمان اوپارلمانیانو خوراښه اوزړه راکښونکی انځور پکښي  برېښي ” ددې پارلمان څخه غوجله ډېره ښه ده ځکه چي په غوجله کي خوآس ،خر،اوښ او….. څري لږترلږه خوخلګ ورباندي سپرېږي اوبارونه پر وړي اوراوړي ” .


 متاسفانه د” جویا” څخه دپورتنیورښتینوڅرګندونوپه جرم  دپارلمان دټولوغړولخواپرته له قومي ،لساني ،سمتي اومذهبي توپیرونوڅخه په یوه خوله اوسلا په پارلمان کي دغړيتوب حق سلبیږي . خوکه خبره دملي حاکمیت ،ارضي تمامیت اوملي ګټووي بیا هریوپربېلوبېلو لارودرومي . ددوی یې څه دښوپیسو  اوبنګلو،موټرانواوبارډیګاډانوترڅنګ په میاشت ودووکي  کوم بهرني ملک ته  سفرونه اومنظرې کوي . خیر که یوافغان دانتهایې لوږي اوفقرله امله دخپل زړه ټوټې ګران بچیان پلوري او په یوه شپه کي دایتلافي قواووپه بمباریوکي بسته بسته کلي نړیږي اوپه سلهاووهیوادوال ښځي اوکوچنیان پکښي شهیدانیږي .

تبصره نسته

  1. حقیقت دی ، واقعیت دی او د افغان رنځیدلي اولس د زړه آرمان تشریح شوی دی . په رشتیا هم غوجله ډیر ه ترې ښه ده . هغوی تام اکثریت د خیټی مړولو په غم کی دي نه د مظلوم ملت د دردونو او زخمونو د دارو درمل په غم کی . هغوی په رشتیا هم مختلف النوع شیان په یو قفس کی اچول شوي دي .