کور / تازه خبرونه / حماس: د اوباما په پاليسۍ كي كوم تغير نه ليدل كېږي

حماس: د اوباما په پاليسۍ كي كوم تغير نه ليدل كېږي


د حماس اسلامي غورځنګ وايي د امريكا د نوي مشرتابه په پاليسي كي د فلسطين په اړه د پام وړ تغير نه ليدل كېږي.
د حماس ګوند وياند اسامه حمدان وايي اوباما به هم د امريكا د پخوانيو مشرانو پر پاليسيو روان وي او د منځني ختيځ په اړه يې په ستراتيژي كوم نوى شى نه ترسترګو كېږي.
د امريكا ولسمشر باراك اوباما د انتخاباتي كمپاين پر مهال ژمنه كړې وه، چي له اسرائيلو سره د فلسطينيانو شخړه به حلوي.
د حماس وياند ښاغلى حمدان وايي پخواني ولسمشر ډبليو بوش هم ژمنه كړې وه، چي حكومت به يې دا ستونزه اواروي، خو نه يوازي حل يې نكړه، بلكي پر دې اور يې نور تېل هم وشيندل.