کور / تازه خبرونه / امريكا: شل زره سمندري پوځيان افغانستان ته تيار دي

امريكا: شل زره سمندري پوځيان افغانستان ته تيار دي


د امريكا د سمندري پوځ يوه لوړ پوړي جنرال د جمعې په ورځ وويل شل زره امريكايي پوځيان اماده دي، چي ډېر ژر به افغان ماموريت ته روان سي.
جنرال جيمز كانوې وايي دغه پوځيان به د اوو مياشتو په جريان كي افغانستان ته ولېږل سي، چي ډېره برخه به يې په جنوبي ولايتونو كي ځاى پر ځاى سي.
د امريكا د سمندري ځواكونو دغه پوځيان د هغو ۳۰۰۰۰ زرو عسكرو برخه ده، چي امريكايي ولسمشر باراك اوباما يې افغانستان ته لېږلو خبر له مخكي لا وركړى و.
اوباما غواړي د عراق جنګ ته خاتمه وركړي او له په افغانستان كي د طالبانو پر ضد جنګ ته شدت وركړي او وايي كه اړتيا پېښه سي، ښايي تر ډيورنډ ها خوا په قبايلي سيمو كي هم عمليات پيل كړي.