د افغانستان د معارف وزارت اعلان وكړ، چي د هيواد په جنوبي او ختيځو سيمو كي د هغو ښوونځيو د ساتني دپاره نوى پلان لري، چي د جګړو او طالبانو د ګواښونو له امله تړل سوي دي.
د معارف وزارت اعلان وكړ، چي د ډېرو سيمو له ځايي اوسېدونكو او سيمه ايزو شوراګانو سره يې خبري كړي دي او هغوى د ښوونځيو د امنيت ژمنه ورسره كړې ده.
د معارف وزارت د رسمي شمېرني پر اساس په افغانستان كي تېر كال د جګړو او ګواښونو له كبله ۶۰۰ ښوونځي بندي سوي وې، چي څلور لكه زدكوونكي يې له تعليم څخه بې برخي كړي دي.
بلي خواته د هلمند ولايت د ښووني او روزني رياست اعلان وكړ، چي د دې ولايت په سنګين او كجكي ولسوالي كي يې لس تړل سوي ښوونځي بيرته پرانيستي دي.
د هلمند د معارف چارواكي وايي د دولت له مخالفو وسله والو سره يې خبري كړي او هغوى ژمنه ورسره كړې چي په ښوونځيو، زدكوونكو او استادانو به يې كار نه لري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه