کور / تازه خبرونه / اوباما د مامورينو د معاشونو د لوړېدو مخنيوى وکړ

اوباما د مامورينو د معاشونو د لوړېدو مخنيوى وکړ

د امريکا نوي ولسمشر باراک اوباما له اقتصادي بحران څخه د وتلو په خاطر د سپيني ماڼۍ د کارکوونکو په تنخا کي زياتوب ودراوه.
په سپينه ماڼۍ کي مامورينو ته وويل زه تاسو ته د خپل لومړني فرمان پر اساس وايم، چي سپينه ماڼۍ د امريکايانو کور دئ، او اصلاحات به له دې ځايه پيلېږي.
اوباما وويل زه د امريکايي عوامو د اعتماد ساتونکى او د عوامو خادم يم، اوباما وويل چي څونه ممکنه وي دوى به په خپلو خرڅونو کي کمى راولي. او زياته يې کړه، چي سپينه ماڼۍ د عوامو کور دئ، حکومت غواړي شفاف اقدامات وکړي او نن ورځ د امريکايي حکومت د رازدارۍ دوران تېر سوى دئ.