د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خپل پوځ کي د ١٥٠٠ سرتېرو د اضافه کېدو خبر وکړ.
د دفاع وزارت وايي دغه پوځيان تر شپږ مياشتني تعليم وروسته د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي پوځ په ليکو ورګډ سول.
د دفاع وزارت يو لوړ پوړي افسر جنرال قسيم وردګ هيله وښوده چي دغه پوځيان به د دندو پر مهال د خپل هيواد څخه د دفاع په لاره کي زده کړي مهارتونه په کار واچوي.
افغانستان څه باندي ٨٠٠٠٠ روزل سوى پوځ لري، چي د دفاع وزارت په وينا د درو کالو په جريان کي به يې شمېر ١٣٤٠٠٠ کسانو ته لوړ سي.
د يادوني وړ ده چي د ٢٠٠١ کال د بن د موافقې پر اساس د افغانستان د پوځ روزنه د امريکا د متحده ايالاتو د افسرانو له خوا ترسره کېږي.