د کوټي اوسېدونکي وايي د دې غلاوو علت د شپې له خوا پر سړکونو د پوليسو د ګزمو نه کول دي.
تر دې مخکي د مشرف د واکمنۍ پر مهال د کوټي په ډېرو سيمو کي د شپې له خوا ګرځبنديز وو او د پوليسو له خوا به ګزمې کېدلې.
ښاريان اندېښنه لري چي د غلاوو ګراف ورځ په ورځ ډېرېږي، د جناح روډ، پرينس روډ، لياقت بازار او ستار روډ بازارونه چي د کوټي د ښار کاروباري مرکزونه دي، پخوا به د شپې تر يوولسو بجو له ګڼي ګوڼي ډک وو، خو اوس له معمول خلاف د ماښام د تيارې په رارسېدو ټول بندېږي.
ښاريان وايي مخکي به پوليسو په سرياب روډ، سټلايټ ټاون، سرکي روډ، جواينټ روډ، جېل روډ او نورو سيمو کي چي غله پکښي ډېر دي، ګزمې کولې، خو اوس د ماښام تر آذان وروسته په خپلو تاڼو کي ناست وي.
د کوټي اوسېدونکي په دې غلاوو کي د بلوچستان حکومت په لاس لرلو تورنوي او وايي چي د دغه ايالت وزير اعلي اسلم رئيساني خپله هم وسله والي ډلي لري، غلاوي کوي او پر شاوخوا يې نور ډاکوګان راټول کړي دي.
اسلم رئيسان په بلوچستان ايالت کي د پيپلز ګوند مشر دئ، چي پروسږکال يې تر پارلماني انتخاباتو وروسته د مسلم ليګ قاف ګوند سره په بلوچستان کي ايتلافي حکومت جوړ کړ.