کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ښاغلى اوباما ښه راغلاست

ښاغلى اوباما ښه راغلاست

ښاغلى اوباما! دادى دهيلو ، اټکل او دامريکا دتاريخ دشاليد پرخلاف يو تورپوستى افريقايي الاصله اوباما هغې سپينې ماڼۍ ته ننووت چې همداڅو کاله وړاندې يې يوبل نوموتي تورپوستي مسلمان امريکايي او دسوک وهلو نړيوال اتل ٦٧ کلن محمدعلي کلي دنوم بدلولو غوښتنه کړې وه . هغه وخت ښاغلى کلي په دې آند وو چې سپينه ماڼۍ يواځې دسپينو ځاى دى او له دې ځايه دتورپوستو پرضد دسيسې جوړېږي ، له تور پوستکو سره دناوړه او تبعيضي چلند سرچينه همداسپينه ماڼۍ ده نو دده په اند داماڼۍ نوره سپينه نه ، بلکې په حقيقت کې توره ده اوبايد نوم يې هم بدل شي.خو نن هلته دتعصب ، نژاد پالنې او سمت پالنې بتان ولوېدل . ټولو امريکايانو همدايو شعار بدرګه کړ چې ( موږ يو ،يواو موږ امريکا غواړو)
اوس چې ته سپنې ماڼۍ ته ننوتې اود واک واګي دې په لاس کې واخستل نو له تا څخه هم په کورنۍ کچه او هم په نړيواله کچه هيلې او اميدونه شته ستا اسلافو په نړۍ کې دنفرت او کرکې تخم شيندلى، دنړۍ امن او هوسايي يې له ګواښ سره مخ کړې په ځانګړې توګه منځنۍ ختيځ ، سويلي اسيا او خليجي هېوادونو کې خو هره ورځ ددوى له لاسه اوربل او ګرګې ترې لاندې وي .
موږ داستا دنده بولو چې هم دامريکا دګټو او هم دنړۍ دګټو په خاطرنورپردې اور اوبه وشيندي دلته ځينو هغو ټکواو فاکتونو ته ستاښاغلي پام رااړوو چې ښايي ستا نږدې مشاورين يې درته ونه وايي او يا يې درته ويلى ونشي.
ښاغلى اوباما ته چې کله بريالى شوې نو ډېرو ملتونو ستا برياليتوب ديوه جشن په توګه ونمانځه ځکه تاته خوشبينيانې ډېرې وې ، سولې ته تږې او جل و هلې نړۍ ته داميد سراب ښکاره شوې
لوېديځه نړۍ خو پرېږده چې ان په ختيځه نړۍ او په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې هم هرچا له خوښۍ چيغې وهلې چې ( اوبامااست يعنې هغه له موږ سره دى ) داځکه چې تاد بدلون شعار ورکړاو ستا دهېواد دوګړيو په شمول نړۍ په رښتيا هم دمتحده ايالاتو په په کورنۍ او بهرنۍپاليسۍ کې يوه ژوربدلون ته اړتيالري .تاخو په متحده ايالاتو کې دتورپوستو او په ځانګړي ډول ستاسو دفقيد مبارز مشرمارترلوثرکينګ خوبونه رښتياکړل دامريکا په تاريخ کې دې بدلون راووست خو راشه د نړۍ په امنيت کې هم بدلون راوله .
راشه له نړيوالو او امريکايانو سره خپلې کړې ژمنې رښتياکړه نور نو دهغوامريکايايي ميندو اوښکې هم وچې کړه چې په افغانستان او عراق کې يې بچيان وژل شوي او يا هم هره شېبه دمرګ پرښتې ته په تمه دي او دافغانۍ او عراقۍ مور اوښکې هم وچې کړه چې دخداى ج داپراخه نړۍ مو ورته په زندان بدله کړې او قيامت مو پرې راښکته کړى دى .
ښاغليه ! زموږ يواځې پرخپلو ميندو نه ، بلکې پرهغوامريکايي او بريتانوۍ ميندو هم زړونه خوږېږي چې خواږه بچيان يې دبوش دضد او سرتمبګۍ قرباني کېږي .
(مور به که څه هم ددښمن وه خو چې بوره به شوه
والله چې زه به پرې ذهير ومه ترډېره پورې)
دروېش درانى
ښاغلى اوباما ! تا خو له عراقي ولس سره دبوش ددوستۍ او ددموکراسۍ دسوغات دداعيې پايله وليده که نه ،که هغه له عراقيانو سره احسان کړى واى نود اته کلنې ولسمشرۍ په پاى کې به يې دخولې مزه نه خرابېده او په نړيواله کچه به دومره ډېر نه سپک کېده او نه رټل کېده چې عربانو ورته دخپل دود هغه وروستى سپکاوى وکړ ، دسپي خطاب يې ورته وکړ او په بوټانو يې وويشت .
څومره به ښه واى چې ديو لوى هېواد ولسمشر( بوش ) ته په عراق کې دهغه دخدمتونو په وياړ ګلونه په غاړه کې اچول شوي واى خو دعراقيانوپه لمن کې ګلونه نه وو ځکه بوش هغوى ته خدمت نه ووکړى په ټوله خاوره کې يې ورته اغزي کرلي وونو ګلونه يې ورته له کومه کړي واى ، ايا هغوى داهېرولى شي چې داسلامي امت دګډې سترې خوښۍ ( لوى په اختر) په ورځ چې ټول مسلمانان پکې څاروي قربانوي بوش دهغوى هغه ولسمشر چې شاوخوا ٢٥ کاله يې پرې حکومت کړى وو په دار کړ اوپه ټولو مسلمانانو يې اختر غم کړ.
ښاغلى اوباما ! تاته به په ياد وي او که نه کله چې په ٢٠٠١ کال دسپتمبر ديوولسمې له پېښووروسته بوش خپله حوصله ، منطق او زغم له لاسه ورکړ اوپه ډېر کبر يې په درسته نړۍ غږ وکړ چې ( يا له موږ سره او يا له ترورستانو سره دريمه لار پکې نشته ) يعنې هرڅوک چې دترورستانو!! پرضد له ده سره ونه درېږي نوامريکابه له هغه سره هم دترورست چلند کوي ، ستاسلف خو ټولې اسلامي نړۍ ته چيلنج ورکړ او دصليبي جګړو دتکرار اعلان يې وکړ. خو اسلامي نړۍ پرې غوږونه کاڼه کړل او يادېږي دې چې ستا دهېواد دبهرنيو چارو دوزارت يو مرستيال ريچاردباوچر ديو اسلامي اتومي هېواد ولسمشر(جنرال مشرف ) ګواښي او په ډېر کبر اوغرور ورته وايي چې که له دوى سره ملګري نشي نودومره به يې وځپي چې دتيږې پېړۍ ته به يې ولېږي. اوس راشه هغه کبر له عراقي بوټانو، خپل لوېدلي مورال، لوېدلي اعتباراو لوېدلي اقتصاد سره پرتله کړه. راشه نن وګوره چې نړيوال او په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ ستاسو په اړه څه ډول تصوراو له امريکاڅخه څه ډول تصوير لري؟
تا په خپلو خبرو کې اسلامي نړۍ ته په خطاب کې وويل: (( موږ يوه نوې لاره په مخ کې لرو چې په دوه اړخيزه همکارۍ او متقابل احترام به ولاړه وي، هغه مشران چې په نړۍ کې مشکلات پيدا کوي او بيا غرب ملامتوي، ښه دې پوه شي چې د هغوى ملتونه هغوى په هغه څه ارزوي چې ودان کړي يې دي، په هغه څه نه چې وران کړي يې دي . ))
داسمه ده خو دادې ونه ويل چې دنړۍ ولسونه تاسو پر څه ارزوي؟
ښاغلى اوباما په نړۍ کې دډېرو جګړو مهم عوامل دنورو پر حقوقو تېرى ، په خپل حق قناعت نه کول ځان غوښتنه نوروته په سپکه کتل او زورښوونه ده .
دټولنې ټول وګړي دا ډول عادت نلري او نه يې خوښوي خو په هره ټولنه کې ځينې سرزوري خلک شته او کله چې داسرزوري واک ته ورسېږي نوبيا هم خپلې ټولنې او هم نورو ټولنو ته دډول ډول ستونزو لامل ګرځي او دنړۍ امنيت له ګواښ سره مخ کوي .
ستا سلف ( جورج بوش) هم د همدې ډلې له خلکو وو ځکه هغه نړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده . هغه چې افغانستان ته په کومه پلمه پوځيان راوستي دي نو داپلمه ددې لښکر بيونې لپاره هېڅ موجه نه ده .
ښاغلى اوباما! ته خو خبر يې چې پر امريکا چا بريد کړى دى نويو يې هم افغان ندى خو سزا يې افغان ولس ته چې له امريکاسره يې هېڅ ستونزه نه درلوده ورکول کېږي .خو هوښيار ولسونه بيا په هرلاره چې ممکنه وي دداډول چارواکيومخه نيسي .لکه ستا ملت چې يوسوله غوښتونکى ولس دى هغوى نور بوش او دهغه ملګرو ته وخت ورنکړ چې په نړۍ کې جنګي سياست پر مخ بوزي او پر ځاى يې تاته چې دبوش سياسي مخالف او دهغه بر عکس له نوښت ډک پلانونه دې اعلان کړي رايه درکړه .
له شک پرته د افغانستان دروانې دېرش كلنې تراژيدۍ مهمه انګيزه هم دبهرنيو او هم دکورنيو ځواکونولخوا په وسلو ، پيسو تکنالوژۍ او زور او ځواک تکيه ، په واك انحصار، په خپلو حقوقو نه قناعت او له سياسي او ټولنيز ډګر څخه د نورو وېستل دي.
دا زيان رسوونكى دود او خام فکر په حقيقت كې د ټولو بدمرغيو مور ده. له ځان غوښتنې دې ډک سوچ افغانستان كنډواله او د نړۍ په موزيم بدل كړ.
ښاغلى اوباما! دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو په پيل کې کلک باور درلود چې دزور او وسلو له لارې به په افغانستان کې وسلوال مقاومت وپرځوي او دوى به په هسکه غاړه خپلو راتلونکيو پلانونوته دعمل جامه واغوندي ،همدا لامل وو چې بهرنيانو او په ځانګړي ډول ستاسو ځواکونو به دهغه چا په خولې پورې خندلې چې له مخالفينو سره ددوى ددلاساينې او پخلاينې خبرې به يې هم کولې خو نن چې له افغانستان څخه دبې ګنا خلکو په زرګونوجنازې اوستاسو په شمول د زرګونو بهرنيوپوځونو تابوتونه وو تل نونن له مخالفينو سره دخبرو چيغې وهئ .
رښتيا خبره داده چې هيڅ هيواد او هيڅ كورنۍ نه غواړي چې اتباع او بچيان يې په افغانستان كې ستاسو دګتو قرباني شي، او يا دې د جګړې د دومره درنولګښتونو پېټى پر اوږه كړي.
دادى په په افغانستان كې تاسو ، ستاسو متحدين اوستاسو له ملاتړه برخمن افغان حكومت كمزوري شوي، په سيمه ييزه او نړيواله كچه خپل اعتبار ، حيثيت او دوستان له لاسه وركوئ .
حالات څرګندوي چې په افغانستان كې د جګړو اوږدوالى دمخالفينو په پرتله پخپله تاسو، ناټو او افغان دولت ته ډېر زيان رسوي.
ګرانه! اوس چې په افغانستان کې ستاسو په مرسته راغلى حکومت ، ناټو ،ائتلاف اوستاسو ځواکونو دخپلو ټولو هڅو ، کوښښونو او زور ازمويلو وروسته هم مخالفينو ته ماتې ورنکړل شوه ، نه يواځې داچې مخالفين مو مات نکړل ، بلکې لا هم پياوړي شول او ستاسو او افغان دولت دماتې نښې راښکاره شوې دي نو بايد چې نور د وچ زور منطق ونه کارول شي نوربايد دبوش سرتمبه سياست پرېږدي ،په پاليسيو کې مو لکه څنګه چې دې ژمنه کړې ده معقول بدلون راولې او دمذاکراتو ، جوړجاړي او تفاهم لار ونيسې .
داچې اوس په امريکا کې واک بدل شو ، خلکو تاته رايه درکړې دا څرګندوي چې امريکايي ولس هم جنګ او جګړې نه غواړي ، دوى ددې پلويان ندي چې ددوى بچيان دې بې ځايه ووژل شي ، ددوى ميلياردونه ډالره بوديجه دې اوبه يوسي او په نړۍ کې دې ددوى پرضد کرکه او نفرت ډېر شي ، دا سوله دوستى ملت دى ، دبوش جنګي اود زور سياست يې تاييد نه کړ او اوتاته يې چې دبدلون شعارونه دې ورکول رايه درکړه .
اوس خو هغه دى سپينې ماڼۍ ته ننو تې ا و دواک واګي دې پخپل لاس کې ونيول نوموږ پرتادخواخوږۍ غږ کوو چې په افغانستان کې پر جنګي ستراتيژيواو انحصاري سياستونو فکر مه کوه ، په دې غمځپلي هيواد كې د سولې د تامين لپاره له ټولو مخالفو اړخونو سره تفاهم او خبرو ته كېنه او ټولې ستونزې دخبرو له لارې حل کړه
ښاغليه !په افغانستان کې دمخالفينو له وجود او زور څخه سترګې پټول په ګوته دلمرپټول اوله حقايقو څخه انکار دى دا دجګړې اور ته لمن وهل دي .ښاغليه داتاته جوته شوې او ويلي دې دي چې دکرزي پر مشرۍ روان حکومت ناکام او بې کفايته دى راشه له افغان ولس سره دداسې حکومت په جوړولوکې مرسته وکړه چې دمخالفينو په شمول ټول افغانان پکې ګډ وي .
لکه څنګه چې تا دنوښت شعارونه ورکړي دي ، بايد خلکوته خپل معقول نوښت وروښيې.
كه ته او نړيوال ځواکونه همدې ضد ته دوام وركړئ، او مخالفين ونه زغمئ نو له هر ډول شك پرته بايد وويل شي چې ستاسو اوستاسو له ملاتړه دبرخمن دولت پر ضد به نورې جبهې هم پرانيستل شي، پوځي هڅې به لاهم پراخې شي، نور به هم مخالفتونه توند او ډېر شي. ځكه چې مخالفين له جګړې پرته بله لار نه لري.
ګرانه !ګوره يواځې طالبان مودښمنان ندي تاسې او د كابل اداره په نړيواله کچه ډېرنور ځواکمن مخالفين هم لرئ هغوى هم له دې وخت څخه ګټه اخلي ، دوى ته اوبه خړوي همدا مخالفين را پاڅوي، سمبالوي او اكمالوي يې او دافغان دولت اوستاسو پرضد يې جنګ ته هڅوي.
ستاسو له سيالانو( روسيې، چين ايران او…)پرته په سيمه کې ډېر مذهبي ګوندونه او د سيمې او نړۍ مذهبي بنسټپالان او سياستمداران هم له مخالفينوسره ددې لپاره مرسته كوي چې تاسو په ګونډو کړ
تاسو بايد په پوره هوښيارتيا د جګړې د پراختيا مخه ونيسي، بايد پخپله دا زمينه برابره نه كړئ چې پخواني او اوسني نړيوال دښمنان مو په افغانستان کې درته مخالفين ځواكمن او په وسلو او پيسو سمبال كړي، تاسو بايد دا هېره نه كړئ چې افغان مجاهدينو ستاسو د وسلو، ډالرو او په سياسي او پوځي هر اړ خيزه ملاتړ روسانو ته تاريخي ماتې وركړه او اوس روسان د غچ اخيستلو لپاره درته په كمين كې ناست دي
روسيه بيا را ژوندۍ شوې ، د پراختيا غوښتنې حرص يې راپارېدلى ، ستاسو او دهغوى تر منځ سړه جګړه بيا پيل شوې ، روسان يو ځل بيا تاسو ته په ګواښ بدل شوي دي ، تصميمونه او پرېکړې مو هم په سيمه ييزه كچه او هم په نړيواله كچه ويتو كوي.
تاسو په افغانستان اودې سيمه کې دخپلو ګټو دساتلو په فکر کې ياست اوغواړي چې دلته خپلې اوږدې موخې اواستراتيژۍ پلې کړئ خو دېته موپام ندى چې روسانو ترتاسو اوږده پړي غځولي او ستاسو تر ستوني رسېدلي دي .
که تاسو ځان په افغانستان او عراق کې نه واى بوخت کړى او دسريښو پدې ډنډ کې نه واى پرېوتي نو ښايي نن به د روسانو لاس جنوبي امريکا، کولمبيا او وينزويلا ته نه رسېده .
تاسو جګړې کوئ او چين ټوله نړۍ په خپله اقتصادي امپراطورۍ کې راوسته ، ايران به سبا په داسې توندلاري ځواکمن اتومي هېواد بدل شي چې ورته به پورته هم کتلى و نشئ .
اوس داستا او دديموکراتانو دنده ده چې هم امريکايان او هم افغانان له دې وژونکيو ستونزو وژغوري .
ګوره ښاغليه !سوله يواځې د كمزوري اړتيا نه ده، د دې هيواد ، ددې هيواد د هر بچي او ترهرچاډېر ستاسوړتيا ده، ( وينه په وينه نه مينځل كيږي) د وينې د مينځلو لپاره اوبو ته اړتيا ده .
نو كه نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه تاسې غواړئ چې د خوښې دولت مو دوام وكړي ،پوځونه مو له ماتې سره مخ نشي ،له افغانانو سره مو دوستانه اړيکې خوندي وي نو ښه او اسانه لار يې دسولې لار نيول دي.
تاسو بايد له درايت او ژور فکر څخه كار واخلئ په لوى لاس دا زمينه مه برابر وئ چې افغانان درنه نور هم زړه توري شي او ستاسو ددښمنانواو رقيبانوغېږې ته پناه يوسي.
بايد پردې پوه شئ چې كه له خپلو مخالفينو سره تفاهم و نه كړئ او د جګړې ټغر را ټول نه كړئ نو نوربه هم په سخت جال او كلك دام كې ونښلئ.
په افغانستان کې جګړې ته پاى ورکول به هم دافغانانو ، هم دامريکايانواو هم دنړيوالو لپاره ستاترټولو غوره ډالئ وي . او هيله ده چې ته به ټولو ولسونو ته داډالۍ ورکړي .
ستادا وړانديز چې په افغانستان کې به دخپلو پوځونو شمېر ډېر کړې هېڅ منطقي او دعقل پرستنو ولاړ ندى ، ځکه چې دافغانستان تاريخ او په ځانګړې ډول تېرو دريو لسيزو وښوده چې په افغانستان کې بهرني پوځو نه هغه که کم وي او که ډېر ستونزې نشي حل کولى ، افغانان فطرتاً دبهرنيو له پوځي شتون سره جوړ ندي ، هغوى دبهرنيو وسلوالو شتون په يوه نوم هم نه زغمي .
دافغانستان روانو حالاتو هم وښوده چې دلته ستاسو ځواکونو ددې پرځاى چې دردونه ورغوي نورې ستونزې يې هم راوپنځولې.
دلته دجنګ پراور تېل ستاسو ځواکونو وشيندل ، دلته دافغان دولت پرضد پاڅون ته ستاسو ځواکونوخلک راوهڅول ، ستاسو ړندې بمبارۍ او دخلکو پر کورونو ورختلو او په بېرحمانه ډول دکوچنيانو او مېرمنووژلو له خلکو سره دغچ جذبه راپيداکړه او غرونو ته يې وخېژول.
نو ګرانه پوه شه چې دپوځونو ډېرښت دافغانستان ستونزې هوارولى نه ،بلکې ډېرولى شي.
که تاسو په رښتيا هم دلته سوله او امن غواړئ پورتنۍ مشورې په پام کې ونيسئ او دافغانستان ، عراق او په ټوله کې له اسلامي نړۍ سره پراړيکو مثبته بياکتنه وکړئ .
. په ټوله نړۍ کې دارامې فضا او ټولو نړيوالو ته دډاډه او مطمئن ژوندانه په هيله