د افغانستان ویاړلې کرکټ لوبډله نن پنجشنبه د ارجنټاین په پلازمینه بونس ایرس کې خپله لومړنۍ دوستانه سیالۍ له کیمیون ایسلینډ سره ترسره کوي.
افغانستان به خپل وروستۍ سیالۍ بیا له کیمیون ایسلینډ کوي.
افغانستان به د شنبې په ورځ لومړۍ سیالۍ له یوګانادا بیا له هانګ کانګ سره مخ شي.
د لوبډلې اتل لوبغاړې ریس احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې لوبډله یې په دوبۍ کې زیاته ایساره شوه او د لوبغاړو د تمرین مخه یې ډب کړه.
اتل ستوري هستي ګل عابد بیا لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دا ډول دوستانه سیالۍ دوی لپاره زیاتې مهمې دي، هغه وویل کیمیون ایسلینډ پياوړې لوبډله ده ولې د خدای په مرسته دوی به ورته ماتې ورکړي.
د افغانستان د لوبغاړو لست خپور شوی او دا لوبغاړي به د ارجنټاین په سیالیو کې هیواد ته د اتلولۍ د خپلولو هڅې کوي.
نوروز منګل کپټان، کریم خان صادق مرستیال کپټان او ویکټ کیپر، ریس احمدزی، دولت احمدزی، نبي عیسی خېل، هستي ګل عابد، اصغر ستانکزی، شفیق الله شفیق، احمدشاه احمدي، د افغانستان د کرکټ د ملاتیر حمید حسن، سمیع الله شینواری، اسدالله ، خالقداد او میرویس.