کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د اوباما سره زما لومړۍ ليدنه

د اوباما سره زما لومړۍ ليدنه

چي مسکا کوي ، نو طبيعت باغ -با غ سي 

د شکاګو ټريبون ورځپاڼي ليکي دي کله چي د غټو غوږو او عجيبه نوم څښتن د امريکا اولس مشر سو نو د شکاګو ډيرى اوسيدونکي دې اوريدوته ليواله ښکاريده چي څوک اوباما څنګه پيژني . ورځپاني د همداسي څو کسانو مرکې خپرې کړي دي ، چي هغوى د امريکا د نوي غوره سوي ولس مشر بارک اوباما سره د خپلي لومړۍ ليدني حال ويلى دى  څو نمونې يې په لاندي ډول دي 


د دوى د کلي مذهبي مشر ايلون لو وايي (( چي کله په لومړى ځل بارک اوباما زما د کور دروازه و ټکول ، او ما دروازه پرانسته ګورم چي يو نازک اندامه لوړ قدى هلک مي مخي ته ولاړ دى زما څخه يې د پنځو د قيقو  وخت غوښتنه وکړه مګر موږ يو نيم ساعت سره خبري وکړې . زه په دې ليدلو ډير اغيزمن سوم ، ما چي د خپلي سيمي د ابادۍ او ښه والي په اړه څه ويل ، او باما هغه په ډير غور سره اوريدل  او بل دا چي هغه زما څخه هيڅ هم و نه غوښتل )).

مسټر زراف چي په هائيډ پارک کي سلمان (نايي ) دى چاچي ١٥ کاله د اوباما د سر وريښتان جوړ کړي دي وايي (( اوباما يو عادي انسان ښکاريدى . ليکن هغه اوس د دنيا د تر ټولو ستر قوت مشر و ټاکل سو  . تاسو پوهيږى چي د سلمانيانو (نايانو ) پر دکانونو د جار او بحث لړۍ خورا توده وي ، پر سياست بحث ، پر لوبو بحث . او باما به هم ددې پرته چي په چوپه خوله دا ټول واوري په ډير جوش او خروش سره به يې په بحثونو کي برخه اخستل))  .


ددوى د کلي د پرمختګ لپاره يو ه اداره جوړه سوه ، د هغه موئسيسه لوريتا اګسټين وايي (( موږ ته د کمېټې د ناظم اړتيا وه . کله چي موږ د اوباما سره مرکه کوله نو موږ فکر وکړ چي دا هلک خو د ډير لږ عمر دى ، دى به څنګه دا مسوليت سرته ورسوي . مګر د مرکې په وخت کي موږ محوسه کړه چي هغه ټول ځوابونه په ډيره اساني سره راکول او که به هغه ته کومه خبره نه وه معلومه نو په ډيره ديانتدارۍ سره به يې وويل چي زه نه پوهيږم . هغه په ډيره دلاوري سره خبري کولې . نو څه وخت چي مرکه پاى ته ورسيده موږ فکر وکړ چي موږ ته د همدې هلک اړتيا ده . د هغه د تنکۍ ځوانۍ په وجه به خلکو ټوکي کولې د بيلګي په ډول خلکو به ويل ژر ژر د فتر ته ځآنونه ورسوئ کنه نو هغه هلک اوباما به درته غوسه سي ، موږ د کلي د پاکوالي ، د کلي د خلکو لپاره د روزګار برابرول ،او ښوونځيو د اصلاحاتو لپاره ډير کار وکړ )) . 


کونر اډنګ وايي (( د اوباما شخصيت ډير زړه را کښتونکى دى او د هغه سره د ليدني په څو شېبو کي د هغه دګړو وړو ښکلا مخي ته راځي ، ما غوښتل چي اوباما تر خپل تاثير لاندي را ولم ددې لپاره نه چي هغه سياست دان دي بلکه ددې لپاره چي ما غوښتل د هغه د خور ( مايا ) سره واده وکړم ، کله چي اوباما د خپلو دواړو کوچنيانو سره يوځاى د هوا له لاري راغى نو د سفر د خستګۍ سره يې زما سره ډير تاوده ليده کاته وکړه زما د دندي او کورنۍ په اړه يې سرسري پوښتني وکړې . وورسته ماته معلومه سوله چي کله بارک اوباما د خپلي خور ( مايا ) سره ليدلي وو نو زما په اړه يې ژوره څېړنه کړې وه او زه په دې ازموينه کي کامياب سوى وم .

څه وخت چي موږ د خپلي کوزدې اعلان وکړ ، نو بآرک اوباما مايا ته ويلي وو  چي په دې اوريدو سره زما د زړه دخوشحالى ور را پرانستل سو او داسي پرانستل سو چي تر ډيره پوري هم داسي پرانستى وو)) 


د اوباما نسبتي ورور کريګ رابنسن وايي (( زموږ پلار به ويل که غواړى د کوم انسان کردار يا کړه وړه ځان ته معلوم کړئ نو وګورئ چي هغه د باسکټ بال څنګه لوبه کوي ، زما خور (مشل ) د اوباما سره د واده کولو په فکر کي سوه نو يوه ورځ يې ماته وويل چي زه هغه معلوم کړم ، ما بارک ته د باسکټبال د لوبي بلنه ورکړه . هغه چي څه ډول لوبه وکړه د هغه وروسته ما د هغه د کردار په اړه دا څو خبري درک کړې ، چي هغه په ګډه سره کار کونکى ، د نورو د ښه والي لپاره مرستندوى انسان دى چي د ميدان څخه تښتيدونکى ندى . هغه باوري دى خو ځان خوښونکى ندى )) 


د يوه  ماکسيکويي رسټورانټ مشر (رک بيليس ) وايي د مرکز د انتخاب ګټلو وروسته ښاغلى او اغلې اوباما د ډوډۍ خوړلو لپاره زموږ رسټورانټ ته را غلل . ما څو د قيقې ورسره خبري وکړې و مي پوښتى چي ډوډۍ څنګه وه ، هغه و مسل . څه وخت چي اوباما مسکا کوي طبيعت باغ بآغ سي  .

زه په دې فکر کي ډوب د هغه ځاىه روان سوم چي يا خدايه ، دا شخص خو په يوې مسکا د چا څخه هر څه وړي .