ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د ارګ په ماڼۍ کې د امریکا د اردو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال ډیویډ پیټریوس سره ولیدل، ولسمشر کرزي له جنرال پیټریوس سره په دی لیدنه کې د ملکي وګړو د تلفاتو مسله په ډاګه کړې او د ګډو همکاریو په سر سره غږېدلي.
پیټریوس له ولسمشر کرزي سره د امریکا د تازه دمه سرتیرو د ځای پر ځای کېدو په سر هم ګړېدلی .