کله، چې لوېديز ايتلاف د امريکې په مشرۍ پر گران افغانستان يرغل کاوه، نو د نړۍ سياسي او نظامي کارپوهانو ددې جگړې او يرغل په اړه وخت پر وخت تبصرې او مرکې کولې، دې کارپوهانو تر يرغل وړاندې امريکې اوملگرو ته يې دا مشوره ورکوله،چې پر افغانستان له مخامخ بريد څخه بايد ډډه وشي؛ ځکه، چې په افغانستان کې جگړه گټل ناشونی کار دی.
روسانو تر بل هرچا سپينې او بربنډې خبرې وکړې، دا چې که په افغانستان کې جګړه ګټل کېدای، نو موږ به ګټلې وای….هر څو،که دې پوهانو په اخلاص مشورې ورکړې ،خو پر امرېکه او لويديزوالو يې هېڅ اثر ونه کړ.
پر خپل جنګي ماشين،تکنالوژۍ اولوړ اقتصاد، دموره مغروره وو، چې نه يې دې حقيقتونو ته پام وکړ او نه هم د نړيوالو ، اعتراضونو اومظاهروته.
بريد يې پيل کړ، خپلې ډول، ډول وسلی يې وازمويلې په پای کې پرلويوښارونو مسلط شول، داسې يې و انګيرله چې جګړه يې وګټله او خبره خلاصه شوه. په داسې حال کې چې جګړه هغه وخت توده شوه، چې امريکې هغه پای ته رسېدلې ګڼلې وه، جګړې يو ځل بيا د يوه نه ماتېدونکي مقاومت په څېر دهېواد پر اوږدو او سارو خپل سيوری وغوړاوه.
امريکه او ملګري يې چلينج شول، او له يوې داسې ستومانه کوونکې جګړې سره مخ شول، چې اته کاله ورباندې تېريږي، خو لايې دپای څرک نه ښکاري.
لوېديزوالو چې کله په خپلو پرمخ تللو ټانګونو او زرهپوشونو کې په زغروو کې دپټو سر تېرو مړي وليدل، نو دا ورته جوته شوه، چې جګړه ، جګړه ده او افغانان افغانان دي.
د يرغلګرو او ايتلاف د مړينو کچه له يوې ورځې تربلې په لوړيدوشوه، مجبور شول چې پر خپله جنګي کړنلاره کې بدلون راولي، ظلم، وحشت، نيول، وژل يې ډېر وکړل، خپل سرتېري يې يو پر دو او پر درې زيات کړل، هوايي بريدونه يې وکړل په کتلوي ډول يې عامه وژنې وکړې، خو هېڅ هم په لاسه ورنغلل، ان چې اوس يې لوژستيکي اکمالات هم له ګواښ سره مخ شوي او يو لوی سرخوږی ورته جوړ شوی.
يرغلګرو چې خپله ماته په سترګو وليده، نو يوځل بيايې هماغه زړه زنګ وهلې توره چې (نفاق واچوه حکومت وکړه) د تېکې راويستله، غواړي افغان په افغان ووژني.
دې همدې بدمرغه موخې لپاره يې په لومړي پړاو کې دلوګر او وردګو ولايتونه په نښه کړيدي.
غواړي چې دا د بدمرغۍ زړی د لومړي ځل لپاره د وردګو او لوګر په مسته او غيرتي خاوره کې وکري.
څرنګه چې لاس پوځي حکومت په بُن کې دافغان ولس ګرېوان دنړۍ خور امپرياليزم په منګولو کې ورکړ، دا ځل هم غواړي چې دخپل ملت راتلونکې د بدمرغۍ، نفاق او کورنۍ جګړې لمنې ته وروسپارلي، څو د دوی باداران خوښ او دوی ته يوڅه زهر قاتل په خولو کې ورکړي.
په همدې موخه يې د مرغومۍ په مياشت کې د وردګو د ولايت د ولايتی شورا اوسيمه ايزو شوراګانو ،غړي ولايت ته ورو غوښتل ، هغوی ئې وويرول، چې که د حکومت سره ملګرتيا ونکړئ، نو بمبارد به شئ، امريکانان به مو په کلي او کورونو کې تلاشی(پلټنې) کوي، واړه ماشومان، زاړه بوډاګان او تورسرې به مو په سپو وداړي….
په دې توګه ئې غوښتل چې ولسي خلکو زهنناً اغوا کړي، خو په ځواب کې د وردګود شوراګانو غړو په يو خوله ځواب ورکړ، چې موږ هرڅه منو، بمبارد، پلټنې، نيول او شهادت …. دا مو په سترګو منلي او له دې خبرې ورهغه خوا نه مو پخوا اربکي منلي او ورکړي او نه به يې له دې وروسته ومنو.
حکومتي چارواکو په تېره والې (فدايي) ډېر زيار وايست، څو خپلو مشرانو ته يو څه لاس ته راوړنه ولري، خو په خپل پلان کې کامياب نه شو، بيايې همدا مشران ، چې د ولايت او سيمې په کچه کار کوي. تر دريو ورځو پورې له ځان سره لکه برمته شوي کسان کينولي وو، څو يوې پرېکړې ته ورسيږي ، خو خبره هماغه وه، چې وردګ به هېڅ کله دحکومت لپاره اربکي ورنکړي او نه به بل چاته ددې مشوره او اجازه ورکړي ،ځکه چې داد غليم دوکه، چل او فريب دی.
د ولايتي شورا او سيمه ايزو شواګانو غړي بېرته دخپل ولس غېږې ته راغلل او خپلې خبرې يې وکړې ،ولس هم ورسره په يوه غږ، د دوی موقف تائيد کړ.
اوس هم حکومتي کړۍ په دې کې ډير ګرم دي، غواړي چې يوه لومه نه يوه لومه کېږدي، څو د دوی، دبادارانو، قواوې او اکمالاتي کتاورنه په امن کې شي، يا لږ تر لږه ولس په خپلو مينځو کې سره واچوي…
په داسې حال کې چې ولس خپله رايه ورکړې او د اربکيو راتګ يې رد کړی، حکومت پر خپل خره سپور دی، غواړي يوه ډله تښتېدلي او فراري خلک چې وردګو ته نه شي تلای، په کابل يا ولايت کې سره غونډ کړي او د قوم د مشرانو په نامه داسې پرېکړې ته لار جوړه کړي چې تاريخ به يې هيڅکله ونه بښي.
حکومت ته تر خپل ګريوان کې سر ټيټول په کار دي.
او له داسې اور سره دې لوبې نه کوي چې بيا د مړ کولو چل نه ورځي. په دې نامه او هغې نامه ( د وردګو د قوم جعلي استازيتوب هيڅ درد نشي دوا کولی).
په درنښت
انشاالله . اربکي د يرغلګرو د ځنکندن ا خيري سلګي دي . دامر منلو لايق يو الله دي . پښتون قوم غير د الله هيڅ چا ته سر نه ټيتوي .
د افغانستان د یرغلګرو غلیمانو، ترهګرو او د پاکستان د تالي څټوطالبانو څخه د خلکو د ساتلو لپاره ولسي دفاع ښه خبره ده او دغه دفاع چې په هره لاره ممکنه وي نو افغان ولس یې ملاتړ کوي.
دا به ښه خبره وي چې دغلو، چپاولګرو، القاعدې او د پاکستان د لاسپوڅو طالبانو څخه د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ولسي دفاع قوتونه تشکیل شي.
له بلې خوا به د هیواد مرکزي اداره هم د دې قوتونو د تشکیل په اساس د شمالي خونخوارې ټلوالې دمافیايي نفوذ څخه هم و ژغورله شي.
وردګ صيب! افغان ولس د جګړې قرباني دى او په دغه جګړه كې لكه د پسونو په شان د جګړې د دواړو غاړو له خوا وژل كيږي. افغان ولس نه د كورونوتلاشي او په سپو د خپلو ماشومانو او سياسرو داړل غواړي، نه د خپلو كورونو بمبارول او نه هم د خپلو سرونو پرېكول او له خېټې څخه حلالول.
خو د جګړې دواړه غاړې وسلې لري او تاسو خو به هم انشالله دومره پوهېږئ چې د يو خالي لاس وګړي زور له يو وسله په لاس وګړي سره برابرنه دى.
اوس دغه موازنه به څنګه برابرېږي؟
ايا فكر كوئ چې طالبان د افغان ولس د سترګو تور دي؟ لږ څه له خپل دريځ او خپلې سيمې له موقف څخه پراخه فكر وكړئ.
كه د سترګو تور سرطاني او وژونكى شي د هغه عمليات كول په كار دي. پوره دېرش كاله وشول چې افغان ولس د كمونيست، اشرار، د جمعيت، اسلامي حزب، شمال ټلواله، پښتون، شيعه، سني، هزاره ، تاجك او په رنګارنګو بهانو سره د جهاد په جګړې سره وژل كيږي. زه خو د دوى ټول مسلمانان بولم او كومه جګړه چې مسلمان په كې وژل كيږي هغه ولې جهاد وبلل شي، په افغانستان كې خو چې كله يو جهادي تنظيم د بل جهادي تنظيم پر ضد د قدرت د واګيو د ترلاسه كولو له پاره سنګر ونيوه هغه جګړه هم جهاد قلمداد شوه، دغه جهاد او د هرې جګړې د جهاد په نوم عنوانول نوره زړه او له كاره لوېدلې ډرامه ده، ولېهره جګړه جهاد عنوانېږي، افغان ولس خو له كلونو را پدېخوا د هېواد خپلواكۍ او ازادۍ له پاره جنګېدلى، ولې د هېواد خپلواكۍ او ازادۍ په نوم كومه جګړه ونومول شوه، جهاد هغه سر درګمه او غلونكى شومپړت دى چې ولس او ځوانان ډېر ښه په تياره كې ساتلى او د هيواد زيربنا پرې تخريبېدلاى شي او د پاكستان زړه په افغانستان ډېر ښه يخولى شي.
پاكستان څخه به د وردګ صيب تعبير دوست وي كه دښمن زه نه پوهېږم خو پاكستان تل خپل ژوند دافغانستان په ورانۍ كې لټوي او د يو ازلي دښمن په توګه چلن كوي.
افغان ولس بايد د دوو دوستانو او يا احتمالاً دښمنانو يانې امريكا او پاكستان تر منځ يو بايد انتخاب كړي كه داسې ونه كړي نو د دواړو دښمني ګالل ورته ستونزمن او ناشوني دي.
وردګ صاحب الله تعالي دي په ګوتو او قلم برکت واچوه.د يرغلګرو له تالي څټو نه پرته ټول افغانان اربکۍ نه مني.او زلميه وروره ليژ فکر وکره.ته د امريکايانو په تالي څټو افغانستان ساتي.اربکي که جوړيدلي ټول به خداي وهلي رسولي د مور اوپلار ازار او چرسيان پکشي را ټوليزي.خداي دي هدايت درته وکړي
اوس د افغانتسان خلك او په ځانګړې توګه پښتانه د ناامنى او ستونځو سره مخامخ دي يو ځل د پوهنې وزارت هغه خبرتيا ته وكورى چې په هغه كې ۶۰۰ په شاوخوا كې ښوونځي بند دي دا ټول د پښتانو په سيمو كې نو ستونځې ورځ په ورځ ډيريږي كه مونږ لپاره دغه اربكي امنيت راوستلى شي د افغانستان د خلكو او زمونږ د ګران هيواد په ګټه وي نو زما په اند دغه اربكي ښه دي راځى كوم كار چې زمونږ د خلكو او هيواد په ګټه وي د هغه لپاره په ګډه كار وكړو
Dear Brothers when are you likely to say enough to war. I think creating the local militia will be widely accepted by the majority pakhtoons and they will ask the Taliban to stop killing their own brothers and if you think you are on right platform then come and lets stand for a democratic election and if you win, you can ask Americans and Nato forces to leave Afghanistan but thorough a dialogue and if they chose fight then the whole afghan nation will stand by you, but no you have chosen to listen to Pakistan and ISI and CIA Remember you will judge by history as shahshujah A traitor to the Afghanistan and afghan people.
Let me ask you what have you done for the afghan nation?? Killing them, stooping them from schools, YES YOU HAVE GIVIN US THE NAME OF TERORIST thanks for that.
DEAR BROTHERS IT IS TIME TO OPEN OUR EYS AND LOOK TO THE WORLD AND LIVE IN THIS WORD VILLAGE AS A CIVILISED NATION.
PLEASE HAVE MERCY ON AFGHAN, PAKHTOON PEOPLE.
Muird Shafaq Stankezai
s