په کابل کي د ارگ حاکمان بايد وارخطا او اندېښمن وي ځکه د اوباما په اداره کي دکرزي لپاره هيڅ ځاى نسته. هيله ده چي د کابل حکومت نور بېکاره او بدنامه مامورين هم ورسره يو ځاى رخصت کړى سي. د کرزي ټېم په چارنېما او سالانه امتحانونو کي پرته له رسم او سپورټ څخه په نورو ټولو مضمونونو کي مطلق ناکامه دى. نو بنا، پکار ده چي افغانان ژر تر ژره د نوي حکومت او نوي مشر په باب جدي فکر وکي، څو يو ځل بيا د ٢٠٠١ او بيا ٢٠٠٤ غم لړلې کانې تکرار نه سي. هله پر افغان ولس باندي داسي مشران او حکومت تحميل سو چي حتى د خپل ځان د چلولو جوگه هم نوو. د اقتَصاد جوړول، د ټولني پالل، د امنيت ساتل، د يو عالي سياسي ارمان درلودل، او د ځان او د راتلونکې نسل لپاره څه کول خو د پېريانو خبري وې.
مطلب دا دى چي ښايي ډېر ژر افغانانو ته يو ځل بيا ددې فرصت برابر سي چي د خپل سياسي ژوند او برخليک د تنظيم او کنټرول لپاره څه وکړي. په بل عبارت، څه مثبت بدلون راوستل سي. څه ښه او منظم حکومت جوړ سي. نوې سياسي مشري راسي. پکار ده چي افغانان لدې موقع څخه استفاده وکي. واقعيت دا دى چي امريکا او بين المللي ټولنه د افغانستان پرله پسې ستونزو ستړي کړي دي. د نجات او خلاصون يوه لاره لټوي.
بلخوا، په واشنگټن کي بدلون په کابل کي سياسي بدلون ضرور راولي ځکه جز د کل تابع دى. څرگنده خبره ده چي نوى مرکز نوي تقاضاوي او غوښتني لري. تېره اونۍ مېرمن هېلري کلنټن چي ډېر ژر به د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره سي، د سنا غړو ته پخپلي استعماعيې غوڼدې کي افغانستان “نارکو سټېټ” وباله. مېرمن کلنټن د افغانستان اوسنى حکومت ” کمزورى، بې ظرفيته، او په ادارې فساد کي ډوب وباله.” تېر کال، ښاغلى بايډن د ښاغلي کرزي څرگندونو او لاپو شاپو دونه په غوسه کړ چي مجلس يې نېمکه پرېښود او له اطاق څخه ووت. د اوباما او کرزي وروستى ملاقات هم ترينگلي، سوړ، او د ښاغلي کرزي لپاره ډېر سخت وو. ټاکل سوېده چي په ملگروملتونو کي د متحده ايالاتو پخوانى سفير، ريچارډ هولبروک، به د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازى ونومول سي. هغه د افغانستان دحکومت په باب ويلي وو: ” حکومت کمزورى دى؛ فاسد او وروست دى؛ د افغانستان د سياسي مشرتابه داېره او کړۍ خورا تنگه ده؛ حکومت تر اوسه پوري يو ستر قاچاقبر هم ندى توقيف کړى.”
داسي ښکاري چي د اوباما او کرزي روابط به ډېر بحراني او توپاني وي. د بوش ماما نازونه، نغدي پيسې، او ښه او اسانه وختونه نور تېر او ورک خواږه خوبونه سول.
تر دې لنډي سريزي را وروسته، دلته يوازي دوو اخبارونو د رپوټونو اجمال راغونډ سوى دى.
د فاېنانشل ټايمز ورځپاڼه د جنوري پر ١٥ ليکي: د افغانستان په متعلق د ښاغلي اوباما د ادارې د پاليسۍ د را څرگنده کېدو په يوه ترڅ کي تېره اونۍ مېرمن کلنټن د متحده ايالاتو د سنا خارجه چارو جرگگۍ ته وويل:” لدې نه پس به متحده ايالات خپلي مرستي د افغانستان د مرکزي حکومت د اجراتو او لاسته را وړنو سره وتړلي. مانا دا چي د اداري فساد سره له مبارزې څخه را نېولې بيا په ټول هېواد کي د قانون حاکميت او د امنيت خورول پکي شامل دي.”
مېرمن کلنټن پخپلو څرگندونو کي ويلي دي: “افغانستان يو داسي حکومت ته اړتيا لري چي د خپلو خلکو غوښتنو ته جواب ولري. هغې زياته کړه: ښاغلي اوباما همدا پيغام ښاغلي کرزي ته ورساوه.” دپلوماتان وايي: لدې نه وروسته به متحده ايالات د يوه شخص پلوي نه کوي، بلکي ديموکراتيک پروسه به تقويه کوي. هغوى زياتوي: هر څه به د جنوري پر ٢١ باندي بدل سي.
بلخوا، د واشنگټن پوسټ مشهوره خبرياله، مېرمن پامېلا کانسټېپل، له کابل څخه د جنوري پر ١٦ پخپل رالېږلي رپوټ کي ليکي: د متحده ايالاتو د نوې سترايتژۍ سره د افغانستان په خلکو او حکومت کي داسي مخالفتونه را ولاړېږي چي ښايي ددغي نوي ستراتيژۍ د عملي کېدو سرعت په داسي وخت کي سوکه او کرار کړي چي کاميابۍ ته د رسېدولو لپاره وخت نهايت محدود او مخ پر خلاصېدو دى.
امريکايي مامورين وايي يوه ستونزه د ملکي کسانو زياتېدونکي تلفات دي، او بل مشکل د خارجي قواوو سره د عامه افغانانو زياتېدونکى مخالفت دى. امريکايي چارواکي د بې ځايه توقع او انتظار پرخلاف خبردارى ورکوي او وايي: سږ کال به ډېر گران او سخت کال وي. په تشدد او جنگونو کي به زياتوالى راسي. لمړى به پراخي سيمي ازادېږي او بيا به هلته مرکزي حکومت خپله سطله خوروي، او وروسته به د بيا ودانولو کارونه پېلېږي.
ورځپاڼه ليکي: زياتره افغانان د شپې په تېارو کي د خارجي عسکرو ډارونکې چاپو او تلاښيو په تنگ کړي دي. بهرني کومندو عسکر د خلکو کورونو ته په توره تېاره کي ناببره ور اوړي. افغانان د امريکايي عسکرو پرله پسې تلاښيو او بمباريو سخت په غوسه کړي دي. زياتره افغانان له بهرنيو عسکرو څخه بېره او اندېښنه لري. طالبانو ته د عامه افغانانو همدا بېزاري کورت او غوړي ده.
د لوگر ولايت پخوانى ٥٢ کلن گونر، فيضل الله مجددي، وايي: “کله چي خارجي عسکر په لمړيو ورځو کي افغانستان ته را داخل سول، هر افغان يې هرکلى کاوه. خو اوس د هيچا نه خوښېږي. خلکو اعتماد له لاسه ورکړ. خلک طالبان هم نه غواړي، او چپ ناسته دي ځکه هيڅوک د هغوى امينت نسي تضمينولاى. که چيري طالبان په کلي کي راښکاره سي، هيځوک حکومت ته خبر نه ورکوي، ځکه د بهرنيانو له بمباريو څخه ډآرېږي.”
واشنگټن پوست ليکي: پدې وروستيو وختونو کي، حامد کرزي هم ددغو تلاښيو او بمباريو پر خلاف سختي خبري کړي دي. مبصرين وايي: کرزي د انتخاباتو لپاره کمپېن کوي. مگر امريکايي مامورين په خصوصي ناستو کي د خپل پخواني دوست په ارتباط له ډېر قهر او غضب څخه رېږ دي.
د واشنگټن د مقاماتو يو بل مشکل دا دى چي ايا د کابل وروست او فاسد حکومت تقويه کړي او که په ناکراره سيمو کي د قومي سياست په توره او ډارونکې خونه ور ننوځي. د کابل رژيم د ښاره بهر په کليوالي سيمو کي هيڅ صلاحيت نلري. امريکايان غواړي چي د عراق په شان قومي ملېشا جوړه کي. ځيني پدې عقيده دي چي محلي خلک د خپلو سيمو سره پوره اشنايي لري، او هغوى به د طالبانو لپاره زهر قاتل سي.
خو واشنگټن پوسټ ليکي د قومي ملېشا مفکوره د سختو مخالفتونو سره مخامخه ده. په پارلمان کي د کابل استازې، مېرمن شکريه بارکزۍ، وايي: ” د قومي ملېشاو خلقول تباهي ده. څوک ددې ضمانت کولاى سي چي هغوى به پخپلمېنځني شخړو اخته نسي؟ دا به مرکزي حکومت نور هم کمزورى کي، د ملکي خلکو ژوند به د خطرونو سره مخامخ سي. هيڅکوک به مسول نه وي. هيځوک به کنټرول نلري.”
د وردگ ولايت د قومي ملېشا د جوړولو لپاره لمړى ځاى انتخاب سوى دى. ددغه ولايت استازې، مېرمن وردگ، وايي: “زما په ولايت کي، خلک د طالبانو تر چړې لاندي دي، مگر خلک پدې هم په غوسه دي چي امريکا غواړي د دوى په ولايت کي ملېشا جوړه کي. روسانو همدا کار وکى، او يو ورور يې د بل ورور سره وجنگوى. اوس د هر چا د تره او يا د ماما زوى په طالبانو کي دى. خلک به د مکتب يا بازار د ساتلو لپاره خپل زوى در کړى، خو هيڅکه به يې د طالبانو سره د جنگ لپاره در نه کړي.”
اخبار ليکي: د طالبانو محلي رېښو او علايقو د متحده ايالاتو مقامات اندېښمن کړي دي. د حکومت عسکر او پوليس ياغيانو ته ور اوړي. طالبان هغوى ته نغدي پيسې ورکوي. هغوى مشترک دين لري، او اکثرا د يوه قوم خلک وي.