دورځ مجلې داتم کال په دوه يمه گڼه کښې، چې د١٣٨٦ل.هـ کال دتلې او لړم دمياشتوگڼه ده؛ د((ليکلارښود)) تر عنوان لاندې دپوهاند ډاکټر مجاوراحمد زيار صاحب دليکنې لومړۍ برخه خپره شوې ده. ما تل هڅه کړې، چې دخپلې تندې د ماتولولپاره نه يوازې دپښتو ژبې په اړوند ليکنې ولولم، بلکې دپښتنوپر تاريخ هم، چې چا څه ليکلي تر خپلې وسې يې تر لاسه کړم او له لوستلو سره يې مينه وپالم. که څه هم دپوهنې بحر ډېر پراخه دى او يوانسان هم په دې نه دى بريالى شوى، چې دپوهنې وروستي پړاوته ځان ورسوي. دا سمه ده، چې هر انسان تر خپلې وسې خپل کوښښ کړى او دخپل توان تر کچې اړ شوى، چې يو څه وکړي او ورپسې بل انسان د هغه کار ته لورى ور کړى او د نوي وړانديز په څرگندولو يې ور دانگلي دي . يعنې تر هغې، چې انسان ژوندى وي، دا کار به کيږي؛ ځکه، چې هر وخت او هر زمان ځان ته بېلابېله غوښتنه لري اويا ديو وخت غوښتنه دبل وخت له غوښتنې سره توپير لري.
محترم(( ښاغلي)) زيار صاحب دخپل ژوند څه نا څه اوږده برخه دپښتو ليکدود جوړونې ته بخښلې او په دې اړه يې لاس او خپل قلم ښه کارولى دى. کله ، چې ما دا[ليکلارښود(يوه پښتو، کره پښتو)] ليکنه د ليکلارښود تر سر ليک لاندې يو ځل ولوسته اړ شوم ، چې بيا يې ولولم . څو څو ځله مې ولوسته، خو په پاى کښې دې فکر او سوچ ته ورسېدم ، چې نه پوهيږم ؛ تر اوسه پورې به مونږ څو ډوله پښتو ويلي او ليکلي وي او يا به مونږ او نړيوالو تر ننه غلطه((غلته)) پښتو ليکلې وي …؟ ژبه دولسونو مال دى او ولسونه دژبې (( کان)) او (( معدن )) گڼل کيږي؛ ځکه، چې ژبه د ولسونو ده او ولسونود خپلو اړتياووله مخې پخپل وخت او زمان کښې رامنځته کړې اوپه خپلوکړنو کښې هم ور سره روږدي شوي دي.
دا نه ديو ليکوال او نه ديو کس او يا څوکسو مال دى ، چې پر خلکو او کړيو يې پر زور ور وتپي. ليکوالو او څېړونکيو هم له ولسونو ساه اخستې يا را اخلي او بېرته يې ولسونو ته وړاندې کوي او خپل ژوند ورباندې جوړوي. (( ددې خبرې او کار پيل تر اوسه پورې څرگند شوى نه دى او نه يې پاى چاته څرگنديږي- ارواښاد عبدالشکور رشاد )). زيا ر صاحب ته ښه پته ده، چې پښتانه قومونه((ټبرونه)) ډېر او ډېر تيت اوپرک پراته دي. څه په بره پښتونخوا کښې او څه په کوزه پښتونخوا کښې مېشته ( پراته دي) شوي دي ، چې په خپلو کښې بېلابېلې لهجې لري . داسې لهجې دپښتنو تر منځ هم شته او کاريږي، چې ديو قوم (( ټبر)) په لهجه بل ټبر سم نه پوهيږي. دغه ستونزه نور قومونه نه لري او که يې لري هم، اوريدونکيو ته هيڅ ستونزه په کښې نه پيدا کيږي. په دې اړه ډېرې بېلگې شته ،چې راوړلو ته يې اړتيا نه پېښيږي ( نه پيدا کيږي ).
ژبه دوه اړخه لري : کلاسيک او معاصر(( اوسني)). زما په فکر(( اند)) کلاسيکه هغه ژبه ده يا هغې ژبې ته ويل کيږي ،چې سوونه کلونه پخوا تېره شوې او خلکو کارولې ده ، خو ځينې کلمې او اصطلاحات يې اوس له استعمال ((کارونې)) څخه لويدلي دي. معاصره ژبه هغې ژبې ته ويل کيږي، چې په اوسني وخت کښې دولسونو تر منح تاو راتاويږي يا مروجه وي او ليک لوست ورباندې کيږي يا په ملي او بين المللي((نړيواله)) سويه معياري، منلې او مروجه شوې وي ، نه ليکونکيو، نه لوستونکيواو نه اوريدونکيو ته په کښې کوم مشکل ((سختياوى )) وي او نه کومه اندېښنه رامنځته کوي.
په اوسني وخت کښې دهر مملکت((هېواد)) په سويه دکلاسيکو ژبو دپاره((لپاره)) خاص((ځانگړي)) فرهنگونه ((سيندونه))يا ډيکشنري يا قاموسونه )) جوړ شوي دي، چې خلک خپل مشکل پرې حل کړي. په همدې ((توگه)) دلهجو قاموسونه هم ليکل شوي ، چې دغه کار د وخت او زمان پښتو ټولنې کړى او دپښتو ژبې لهجوي قاموس تر عنوان((سرليک)) لاندې خپور شوى دى . راځم دمحترم ((ښاغلي)) پوهاند ډاکټر زيارخبرو ته؛ خو ما اوريدلي، چې د پوهاند ډاکټر زيار پر ليکنو که څوک نظر ورکړي، ډېر پرې په غصه(( غوسه)) کيږي . زه ترې عفوه((بخښنه)) غواړم. ماته دې نه په غصه((غوسه)) کيږي؛ ځکه، چې زه يو، خو يتيم يم او بل مسافرهم يم او دې دواړو مې زړه ډېر کمزورى کړى دى.
له زيار صاحب سره دځينو لهجود کارولو په اړه خبرې اترې: -(( جاى ده: ناسم)): دغه لهجه کوچۍ، غزني چۍ، اندړۍ او خروټۍ لهجه ده اوپه ځينو جنوبي سيمو کښې هم کاريږي. هغوى وايي : دا ما جاى ده ، دا ما خور ده، دا ما ورور ده . په جنوبي وزيرستان ، بنگښو او دجنوبي ځينو سيمو کښې دکور په ځاى ((کېر )) ويل کيږي. دا زما کېر دى ،زما کېر ته راشه. په اپريدو کښې ښځې ته(( وېړکۍ)) وايي. لکه زما وېړکۍ نشته ، زما وېړکۍ ناروغه ده. دافغانستان دشينوارو په اچين ، کهي ، ميدانک ، عبدالخېل ، مامند ، پېښه ، باندر او داسې نورو منطقو((سيمو)) کښې انگورو ته ((کوَر)) او مميزو ته ((وڅکي)) وايي. په دې برخه کښې پوره هر اړخيزه څېړنه پکار ده. سم او ناسم، کره او ناکره گڼل کومه معنا(( مانا)) نه لري او نه دا د ژبې او لهجې لپاره د غوراوي معيار کيداى شي ، چې کومې لهجې ته سم وويل شي او کومې لهجې ته ناسم وويل شي؛ ځکه ، چې هرې سيمې ته خپله لهجه سمه ده. زما په اند هغه شى سم دى ، چې په ملي او بين المللي سويه منل شوى او په ليک لوست کښې مروج او معياري شوى وي؛ ځکه، چې لوستونکي پرې پوهيږي او د چا اعتراض پرې هم نه راځي او دټولو ټبرونو حقوقو ته په کښې په درنه سترگه کتل کيږي. – [(( دکابل څخه کتنه )): که (( څخه )) له دې جملې ليرې شي او يوازې (( کتنه )) ور سره وليکل يا وويل شي، سمه به وي]. زما په اند((نظر)) که (( څخه )) په جمله(( غونډله)) کښې پاتې شي؛ نو جمله به حکمي حيثيت ځان ته غوره کړي او که ساده وليکل شي (( دکابل کتنه …) نو غونډله به له مجهول حثيت سره مخ شي .
– ((کوم چې، چاچې: ناسم او چې : سم :)) په دې سم او ناسم يا کره او نا کره هم پوه نه شوم. ((کوم چې او چاچې))- دغه کلمې دپښتنو په ټولو سيمو کښې استعماليږي . د بېلگې په توگه: کوم کارچې کوې، هغه کوه. کوم چې دې خوښ وي هغه کوه يا خوره . چا چې وليدلې، هغه ته ځان ښکاره کړه يا ځان ورته ورسوه (( وښيه )). – د [((کښې)) ناسم او د ((کې)) سم] په اړه هم بايد ووايم، چې(( کښې)) له درې حروفو(( توريو)) جوړه شوې او(( کې)) له دوه حرفو جوړه ده او دواړه حالته په پښتنو کښې د کارولو وړ کاردى . په لومړي صورت کښې دپښتوحرف ( ښ) کارول شوى، چې غورځونه يې لنډيز نه ، بلکې نيمگړتيا ده؛ ځکه (( کي)) او (( کې)) د ((کړي)) لنډيز دى.
– د [((مونږ، زمونږ: ناسم )) او(( موږ، زموږ: سم )) يا ((دپاره: ناسم او له پاره-لپاره: سم ))] په کلمو کښې هم ما(( سم)) او(( ناسم)) ونه موندل. هغه په دې معنا((ما نا)) چې په استعمال کښې دجملې او کلمې معنا نه بدلوي او ژبه هم نه خفه((خپه)) کوي يا يې نه (( متاثره کوي )). مونږ هغې کلمې ته ناسم ويلو شو، چې کارول يې ژبه خفه کوي اود جملې معنا پرې بدلون مومي. – ((د اوسپنې پټلۍ، داورگاډي پټلۍ)): په دې جملو کښې هم ما سم او ناسم پيدانه کړ؛ ځکه دغه کلمې دپښتو دي او په پښتنو کښې استعماليږي ، خو ځينې ورته د اوسپنې پټلۍ وايي او ځينې ورته داورگاډي پټلۍ وايي. دمثال په ډول ؛ داستعمال په شکل((بڼه)) کښې : (( احمده مخامخ لاړ شه ،چې ښه مزل دې وکړ؛ نو مخې ته به دې د اوسپنې پټلۍ راشي او هلته به …. يا دا، چې داوگاډي پټلۍ به مخې ته درشي …. د پورتنيو جملو او کلمو دواړه بڼې دپښتو په ليکدود کښې استعمال شوې دي. اوسپنه هم پښتو کلمه ده او اورگاډي هم پښتو کلمه ده. زما په نظر دغه دواړه کلمې يا جملې سمې دي او ناسم والي په کښې نه ليدل کيږي.
– بله په زړه پورې موضوع د (( مامور او کارمند )) کلمې دي. په دې کلمو کښې د(( مامور)) کلمه سمه ده نه د(( کارمند )) . دمامور کلمه افغانه شوې کلمه ده، چې په ټول افغانستان کښې معمول او مورج ده. يعنې د دفتر کارکوونکيو ته مامور ويل کيږي او اوس هم رواج لري. د (( کارمند)) کلمه دجناب کارمل اختراع ده، چې دروسانو په دستور يې رامنځته کړه او تر اوسه پورې يې هيڅ رواج ونه موند او غير مروجه پاتې شوې ده. دغه رازيو شمېرنورې کلمې هم دکارمل په وخت ((پېر)) کښې دروسانو په لمسون رامنځته شوې، خو په ولسونو کښې ونه چلېدې. دمثال په ډول (( ښاروالۍ)) ته شورى شهري وويل شوه. – يو شمېر اصطلاحات لکه: شواهد ، اسناد، شاهدي او سندونه هم په پښتو او هم په دري ژبو کښې مروج دي او ټول وگړي پرې پوهيږي، خو په (( لاسوند او لاسوندونو)) عام ولس نه پوهيږي او پښتو جملې پرې هم بې خونده بڼه مومي .
که تېروتى نه وم حتا دپښتو ژبې پر ځينو څېړونکيو او لغت((ويي)) پېژندونکيو او پوهانو سربېره عام تعليم يافته اشخاص او افراد هم پرې نه پوهيږي . -(( قربان ، يا قرباني: ناسم )) او ((بلهار، بلهاري: سم)). په دې کښې هم ماسم او ناسم پيدا نه کړى شو او نه پرې پوه شوم ، چې ولې بلهار سم شو اوقرباني ناسمه شوه؟ په داسې حال کښې ،چې دواړه عربي کلمې دي او دعربي توري (( حروف )) په کښې څرگند دي، چې د پښتو ژبې څرک هم په کښې نه ليدل کيږي. داسې ډېرنور کلمات هم شته، چې نا مروج دي او ولسونه يې هم نه استعمالوي. ځينې ليکوالان او يو شمېرڅېړونکي دغه کلمې راټولوي او په خپلو مقالو يا کتابونو کښې يې ليکي، چې دهغو استعمال ته نه يوازې ((اړتيا))نه شته، بلکې کومه اړتيا ورته هم نه پښيږي (( نه پيدا کيږي )). يعنې سره له دې، چې لوستونکيو ته دپوهېدنې وړآسانتياوې نه رامنځته کوي، بلکې ستونځې ورته هم رامنځته کوي .
د ((کارمند اوبلهار)) کلمې، چې زيار صاحب ورته سمې ويلي دي؛ زه يې په سموالى پوه نه شوم. ډاکټر صاحب دې په دې اړه خپل څرگند((مشخص)) نظر وړاندې کړي . دمحترم پوهاند ډاکټر زيار يو کتاب زما لاسته راغلى، چې عنوان يې دى (( پښتواو پښتانه دژبپوهنې په رڼا کې )) ددې کتاب په لوستلو مې پيل وکړ، چې راته ډېره گرانه ښکاره شوه او دومره يې ستړى کړم ، چې نور دومره توان او ځواک راته پاتې نه شو، چې کتاب ټول تر پايه ولولم؛ نو ومې گڼله، چې زيار صاحب خاص او ځانگړى سبک لري او هر څوک پرې پوهيداى نه شي.
يو څه موده مخکې ما په يو تعليمي((ښوونيز)) سيمينار کښې گډون درلود، خو سيمينار څو ورځې اوږود شو. يوه ورځ دخبرو په جريان((بهير)) کښې دزيار صاحب دليکدود په اړه خبرې را منځته شوې؛ يو ښوونکي ماته وويل : چې په پېښور کښې ما زيار صاحب وليد؛ دومره مې ورته وويل ، چې ياره ډاکټر صاحب ! ستا ليکنې ډېرې سختې دي؛ نه يې څوک لوستى شي او نه څوک پرې پوهيداى شي. په خپل ليکدود دې لږ څه نوې کتنه وکړه! لومړى هغه راته کښته پورته وکتل او بيا يې رانه پوښتنه وکړه، چې ته له کوم پوهنځي څخه خلاص شوى يې؟ ما ورته وويل : دتعليم او تربيې ((ښوونې او روزنې)) له فاکولتې (( پوهنځي)) فارغ شوى يم. ده راته رټ ، مټ ځواب راکړ، چې: ته په پښتو څه پوهيږي. له دې داسې ښکاري، چې دزيار صاحب ليکنه د ولسونو لپاره نه، بلکې د ادبياتو پوهنځي دپښتو ژبې دلوستوالواو فارغانو لپاره ده. دا بيا بله خبره ده او زه يې دمنلو توان او ځواک په ځان کښې نه وينم؛ ځکه که څوک ووايي ، چې دپښتو ژبې ليکدود تراوسه پورې معياري ((بڼه)) ځانته نه ده غوره کړې او پښتانه پخپل سر لگيا دي؛ نو دا خبره نه يواځې دپښتو ژبې لپاره او دپښتنو لپاره سپکاوى دى ، بلکې پښتوژبې ته سخت تاوان هم رسوي. تر اوسه پورې له زرو ډېرو عالمانو،پوهانو، ليکوالانو ، شاعرانواو څېړونکيو،چې کومې ليکنې په ملي او بين المللي سويه کړي، هغه ټولې به غير معياري او پخپل سر ليکنې وي .
دنورې دنيا خلک خپله ژبه تقويه کوي او په مختلفو((بېلابېلو)) څانگو کښې ورته وده، درناوى اوپرمختگ ورکوي ، خو مونږ پښتانه دخپلوپښتنو پښې او د ژبې ريښې پخپله جوړه کړې توره وهو او په ډېر وياړ وايو، چې خاورې پرې اړول شوې دي؛ که سر راپورته کړي ، سر يې په ډانگ وهو. يعنې نوره هم د پوهاوي له ځواکه ولويږي او څوک پرې ونه گړيږي. که موخه د پښتنو دفکري او عملي ارزښتونو بېلول وي ؛ دا هيله په پښتنوکښې وده نه شي کولى . زيار صاحب دې نه خفه کيږي او بخښنه هم ترې غواړم. نور به بيا سره گړيږو . د ساپي پښتو څېړنو او پراختيامرکز نه په مننه
لرواو بر او نورو پښتو پاڼوته: اکسفورډ،13-1-09
د يوې=کره ليکنۍ پښتو پر وړاندې سمتي او سياسي سنګر!
تر نورو مې د((لراوبر)) اوبپاڼې له چلوونکي ډېره ګيله په دې راځي چې که څه هم له همدغه ښکلي نامه سره يې((بېنوا)) پاڼه هماغوسمتپالوته ور پرېښووه، خو بيايې هم، په ناځانخبري(نااَګاهانه) ډول، د سنګر په تودونه کې تر ګردو زياته ونډه واخېسته .
کاشکې د سنګر بنسټ اېښوونکي او نورو همسمتو لنډ اندو يې يوه لږه کۍ هومره پښتني مېړانه درلودای چې ترپايه يې راسره په خپلو اَرو نومونو ډغرې وهلای، خو داسې راڅرګندېږي چې نه يوازې علمي مېړانه نه لري، بلکې پښتني دا هم نه لري!
تر ښاغلي هوتک راوروسته دې د نيم اکادېميک افق او ورسره د خواتي نومي سياسي بالکي کور لا ودان وي چې په خپلو اَرو نومونو يې د ټولڅرګندو جلا دانو په پلمه بېسروبوله سياسي تورونه راوتپل او له غاښ ماتوونکي غبرګو نو سره مخامخ شول. ورپسې بل جلادپلوي بيا له ډاره د((پښتون افغان)) په بدل نامه، دچاخبره((هغه څه وخوړل چې نور يې نه خوري))!
او دادی، داځل هماغه کوم يوه د خپلې ((موسکا)) لور او ياهم کومې نيملوستې سمتپالې خورکې په دغه درغلي نامه راودانګل او هغه بياهم د ((لرواوبر)) له کړکۍ څخه!
ښايي ګران چلوونکی يې دارسنيز يا ژورنالېستيک دود دستور رامخته کړي
چې ورسره ورسره يې د د وو پښتو مينو دفاعيې هم خپرې کړې دي، خو زه ځنې دا پوښتم چې که د بدل او نابدل نامه توپير ورته ګران وو، نو دکوم ژورنالېستيکي دود يا قانون له مخې يې له قلمي سپېڅلتياڅخه دا دومره لرې او ناباندې سپکې سپورې ورخپرولې، يا ديوې عادي ليکنې غوندې يې د تبصرې مخ ورپرانېست؟
ما د استاد مورګنستيرن د اَرپوهې پر دويم چاپ د انګرېز پښتو پوه او وڼېڅي پوه اېلفنباين د سريزې ژباړه په دې نيت و نمات د پاڼو له لارې خپره کړه چې د نوې پښتوژبپوهنې دغه ((ساينتېفيکه)) برخه څومره ارزښتمنه اوګرانه ده او ولې يې پر بيا کتنه او بشپړونه76 کاله کار شوی دی. په ترځ کې مې دژبپوهنې استادانو او مينه والو ته دا ډاډ ورکړ چې تر پښويې(ګرامر)، وييپوهنې، ليکلارې او د ژبپوهنې په رڼاکې تر شعرپوهنې او دپښتو او پښتنو اتنولېنګوېستيکي تاريخ وروسته د اړوند درسي کتاب بشپړونې ته هم اوږه ورکړم؛ ان همداتېر پسرلی مې د کابل، خوست او ننګرهار په شپږګونو پوهنتونو او ښوونيزو څانګو کې د لکچرونو پر مهال پر ټولو دازېری وکړ چې د نابغه ناروېژي اَريانپوهاند او پښتو پوهاند استاد مورګنستيرن د تاريخي اثر دنوي چاپ په اسره دېرش کلن ځنډېدلی کار به سم له سمونې له سره راپيلوم.
او موسکاخان يا موسکاجانه راګواښي او د هماغه جلادپلوو پر لاروۍ دنورو انساني ضد سپکو سپورو، تورونو پيغورونو په لړکې مې نيمه پېړييزې علمي= فرهنګي منډې ترنډې او برياوې د يوه پښتني ضد((پلان)) زېږنده بولي. بياراته لا دانصېحت کوي چې اوس د دې((خاينانه)) کارونو وخت نه دی، کتابونه ليکل په کاردي!
سمتي او سياسي تعصب او کرکې يې سدوسول دومره ور زموللي چې په دې انفارماتيکي او جنېتيکي انقلابي پېر کې يو ستاندرد ګرامر او معياري ليکلار پر پښتو نه لوروي او پکې د علمي کتابونو وړانديز کوي! زه نه پوهېږم چې څوک بهرنی دوست اشنا ترې پښتوګرامر يايې رېفرېنس وغواړي،څه ځواب به ورکوي؟
په دوديزو پوهانو کې خو له استاد رښتين پرته بل چا کښلی نه دی او هغه هم پر
زړه لاره روده. زماد بشپړاکادېميک هغه ترڅنګه دارواښاد تږي ژبښود (خوداَموز) ډوله هغه هم چې له بربرې رابسن سره يې په ګډه کښلې، هم د چادرد دومره در ملولای نه شي!
د نورو سمتپالو په څېر راته موسکاهم ژبنی سوچوالی له دې دک دليل سره د پزې پېزوان کړی چې د استاد علامه حبيبي پرې هم سر نه خلاصېده. زه به ترې دا وپوښتم چې ايا هغه د نورو نويو پوهنو(ټولنپوهنې، لرغونپوهنې، ساپوهنې، وګړپوهنې…) د څانګوالو پر ژبه پوهېده؟
زما ليکنۍ ژبه، يو خواد نورو علمي=معياري ژبو غوندې دڅلورګونې پانګې او بلخوا له دومره ارتې او بيرتې څانګيزې نومونپوهنې(ترميالوجۍ) سره تړاو لري چې دوديزه = عربي هغه سره له څومره والي او څرنګوالي(کمي اوکيفي) پلوه نه سيالي کولای شي او نه ورسره اړخ لګولای شي. هماغسې چې هغه علامه استاد او نورو علامه وو ته (فونيم، مورفيم، الوفون، الومورف، مورفو-فونيم،فونو
لوجي، فونېتيکس، فونيميکس،ارګاتيف، پرېپو زېشن،پوستپوزېشن،امبي= پوزېشن ، نومېناتيف،ابلاتيف اسېمېلېشن، دېسېمېلېشن، ترانسفورمېشنل= جنراتيف ګرامر…) ناپېژندويه ول، نوي رغولي پښتو انډولونه ورته هم نابومه ول. دوديز- عربي هغه خو د ((فاعل و مفعول)) ترڅنګه حروف مغيره يا جاره،جارو مجرور، مجهول و معلوم پخپله عربي ژبپوهانو وخته له چلنده اېستلي دي!
حال داچې موسکا راته ((اېتېمولوجيکل وېکابولري)) منل شوي پښتو انډول د سپکو سپورو پلمه کړی، بې له دې چې دومره پوهه ولري، دا يوازې د ژبپوهنې په څانګوالو او شاګردانو اړه لري. د ګردو پرمختللو ژبو اوان د راتپلې پارسي ژبې د لکونو علمي، تخنيکي او فرهنګي ترمونو په لړکې د ژبپوهنې دا هم په ټولو ويونکيو او ليکونکيو اړه نه لري. ژبپوهانو يې يو((واژه)) د ارکاييزم په پلمه را ژوندی کړی او بيا يې پربنسټ پرېمانه رغاونې(واژه شناسي،واژګان، واژګاني، دانشواژه، واژ، تکواژه، واج، واجګونه، واجشناسي…) کړې چې تراوسه يې ما نه په منځنۍ پارسي(پهلوي) متنونو او ډېکشنريو کې څرک لګولی او نه د زړې (هخامنشي) پارسۍ په هغو کې، بې له دې چې کوم ايراني، تاجيکي يا دري والا پرې نيوکه وکړي.
پښتو((ويی)) چې لا تر اوسه په يونيم ګړدود کې د قول، لغت او کلمې په مانا ژوندی پاتې دی او د کلاسيک ادب د ويناوالو په لړ کې احمدشاه بابا ان د طيبې کلمې (دا ويی د تنعم دی، لااله الله) په مانا هم کارولی دی، زموږ جهل و جنګ ځپلو پښتنو ته((ببو)) ښکاري. وييپوهنه، وييپانګه، وييزېرمه… خو لا د سمت و سياست پر لېونو لړمۍ راخېژوي!
بله ناخبري او ناګاري يې داچې لا تراوسه د نوې او دوديزې ژبپوهنې ترمنځ او بيا ورسره د ادبپوهنې، شعروشاعرۍ او ليکنو څېړنو توپير نه شي کولای او په دې يې راننګوي چې نن سبايې يوازې زه د ژبني ساينس ټيکه وال نه يم او هسې بېځايه ساټې باټې وهم، بلکې نورهم ډېر ول او لا شته؛ ياداچې د هېواد د پرله پسې ((پرزنايز کېدو)) مخنيوي لپاره زما تر رغنده ژبنۍ= فرهنګي سيالۍ بله اغېزمنه لاره روده ګردسره په لرليد کې نه راځي!
د نورو تورونو او پيغورونو په لړ کې د سنګروالو دا تور هم بې سروبوله دی چې ګوندې د متنپوهانو او نورو دوديزو ليکوالو برخلاف د پخوانو استادانو څېړنې او څېړندودونه، هغه هم د((ژبپوهنې)) په تړاو نه منم، نوخدای مکړه، دايې د شخصيتونو سپکاوی دی!
هو، لکه څنګه چې سوکرات،اپلاتون، ارستو… علمي پاتوړو ته ټوله علمي نړۍ له تېرمهال پلوه درناوی لري، ما هم له تاريخي پلوه د خپلو پخوانو پوهانو او استادانو او ورسره ورسره ليکنو څېړنو ته تر بل هرچا ډېر درناوی درلودلی اولرم يې،په تېره استاد حبيبي اوليکنو هستونواو په ځانګړي ډول يې تاريخي اثارو ته.
هغه د نورو په توپير له ما او نور نوي اکادېميک پښت سره دومره اړپېچ نه لاره او بيا يې دا پراخنظري چې د سمتپالو برخلاف يې د کندهاري ګړدود پرځای ان د لسمو لمريزو کلو راهيسې د ټولو ګړدودو د يوه معياري غورچاڼ ټينګ پلوي وو او په همدې موخه يې د اړوندو غونډو مشري کوله.
د اطلاعاتو او کولتور د سلاکار په توګه يې رانه وغوښتل چې تازه بشپړه کړې ((وييپوهنه)) د کالنۍ جايزې لپاره وروړم. د ژوند په وروستيو ورځو کې تر بل هر وخته زيات پوښتنې ته ورتلم او بهرته داستونې اودرملنې لپاره مې له کند هاري وزير ((مجيد سربلند)) سره تڼۍ وشلولې. خو ماچې تر څو دوکتور نجيب اله ور واسطه کاوه، ناڅاپه کارمليانو د ((پوهنتون =دانشګاه)) پر سر ، د امينيانو غوندې زندان ته نه، بلکې د مېلمه استاد په پلمه دېموکرا تيک المان ته را تبعيد کړم او مياشت دوې وروسته مې د ارواښاد استاد له((ويرنې)) سره ګوندي استعفأ هم ور ولېږله!
که سمتپال او بيا جلاد پلوي سياستمردار له پښتو سره رښتينه خواخوږي لري او ورته زما پر پښتني ضد((پلان))، يا د موسکا په پاکستانۍ نومونه(( منصوبه)) خبردي، نو ولې په تور لګونه بسنه کوي؟
ولې د غويي له اوومې او اتمې، د مرغومي او تلې تر شپږمې او بيا دوويشتمې پورې دګردو سرو،تورو اوسپينو کودتاچيانو، جلادانو او جنګي جنايتکارانو په استازۍ، ما د هاګ نياووالۍ(دادګاه) ته نه ورکاږي؛ يا لږترلږه د ژنيو هغې ته چې اړوند پوهنتون يې دغه کارته روزلی يم!!؟